تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان جوړښت: پزه، بوی او غاښونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 25, 2019
  0

درېیمه برخه

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن


د لیکنو پدې مسلسله لړۍ کي د خپل بشر ( انساني جوړښت) څخه بحث کوو، الله جل شانه د انسان وجود خورا عجب جوړ  کړی دئ، له پیړیو پیړیو څخه طب لګیا دئ، چي په وجود کي ټول سیسټمونه و پېژني او ناروغیو ته یې درملنه و مومي. راسئ، له دي جوړښت څخه ځان خبر کړو.


زموږ پزه، زموږ خپل شخصي ایر کنډیشن دئ؛ یخه هوا معتدله کوي، ګرمه هوا یخه کوي او د تنفس پر وخت ککړه هوا صافوي.


د ماشومانو د بوی حس تر لویانو قوي دی.


د خوب په حالت کي د بوی حس کار نه کوي.


د ښځو د بوی حس تر نارینه وو  قوي دی.


د سپي د بوی حس، د انسان تر هغې ۲۰ ځله قوي دی.


که د انسان د بوی حس ته تاوان ورسیږي، نو د ذایقي حس ئې هم سم کار نه کوي؛ ځکه دماغ د ذایقي لپاره د پزي او ژبي دواړو څخه سیګنال تر لاسه کوي. 


بغیر له غبرګولیانو څخه نورو د ټولو انسانانو د پزي د بویولو حس توپیر سره لري.


سترګي همیشه په یوه اندازه وي، خو غوږونه او پزه د ژوند تر پایه غټیږي.


غاښونه
د انسان تر پیدا کېدو شپږ میاشتي مخکي د هغه د غاښونو را اختل شروع کیږي.


د لرغوني روم اوسېدونکو خپل غاښونه په بولو (میتیازو) سره پاکول او سپینول.


په منظم ډول د غاښونو پریولل د زړه مریضیاني له منځه وړي.


غاښونه د انسان د بدن هغه برخه ده، چي هیڅکله په خپله نه جوړیږي.


د انسان غاښونه تقریباً د ډبرو په شان کلک دي.


په اوسط ډول انسان د خپل عمر ۳۸ ورځي د غاښو په برسولو تېروي.


لکه څنګه چي د ټولو انسانانو د ګوتو نښي توپیر لري، همداسي د انسانانو غاښونه هم یو له بله توپیر لري.


په غاښونو کي سوري (خالیګا) د نړۍ په خلکو کي تر ټولو عامه مریضي ده.


هغه خلک چي د ورځي  درې یا تر درو ګیلاسونو اضافه مشروبات څیښي، د هغو غاښونه تر نورو خلکو ۶۲ ٪ زیات د خرابېدو، خالیګاوو او ختلو امکان لري.


که تاسو چپ لاسي یاست، نو خوراک به هم په چپه زامه کوی او که ښی لاسي یاست، نو به خوراک په راسته زامه کوی. (دا خامخا نه دئ؛ ځیني کسان د عادت له مخي یا د غاښونو د درد په خاطر کله په یوه زامه او کله په بله زامه خوراک کوي.)


د انسان غاښونه خورا سخت کېدای سي؛ څلویښت کلن اسکیویچ، چي د اوکراین هیواد اوسیدونکی دئ، وکولای سوای په خپلو غاښونو باندي ۶۷۷ ټنه بحري بیړی د ۵۲ فوټه په اندازه کش کړي او خپل نوم د نړیوالو ریکارډونو په کتاب کي ولیکي.


۳۰ کلن ایګور زاریپوف دومره قوي زامن لري چي کولای سي یو بس ته حرکت په ورکړي. تر اوسه یې درې نړیوال ریکارډونه ثبت کړي دي چي یو هم پکښي د۱۲۳۶۰ کیلو بس کشول وه.


دا معلومات د الله عزوجل د قدرت او بې شمیره احساناتو ښکارندوي کوي. حمد او ثناء ده د عالمونو رب لره.


لَقَدْ خَلَقْنَا الإنْسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ. الایة

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته