تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار د خوښۍ لاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 17, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور او پلار د خوښۍ لاري


د مور او پلار د خوښۍ لاري په لنډ ډول په لاندي ډول دي.


۱ : د مور و پلار په وړاندي خپل موبایل مه را اخله.


۲ : د مور او پلا خبري یې په توجو سره اوره.


۴ : د مور او پلار رایه مقدمه کړه. خبرو ته یې وار ورکړه.


۵ : مور او پلار ته د عزت په سترګه ګوره.


۶ : د مور او پلار درناوی کوه.


۷ : مور او پلار ته له ټولو نه ترجیح ورکړه.


۸ : مور او پلار سره ښې او نېکي خبري شریکي کړه.


۹ : مور او پلار باندي بد زیري مه کوه.


۱۰ : د مور او پلار د خپلوانو او دوستانو په اړه ښې خبري ورته کوه. او د  دوی لپاره هغوی سره مینه کوه.


۱۱ : د مور او پلار تیر شوي ښه بیا بیا دریادوه.


۱۲ : د مور او پلار تکراري خبرو ته داسي په دقت سره غوږ ږده، لکه په لومړي ځل یې چي اورې.


۱۳ : د مور او پلار تیر شوي بد یادونه مه یادوه.


۱۴ : د مور او پلار په وړاندي نوري خبري مه کوه.


۱۵ : د مور او پلار په مخ کي په ادب سره کښېنه.


۱۶ : د مور او پلار د رایې په اړه معمولي اختلاف هم مه وره کوه.


۱۷ : د مور او پلار د خبرو کولو پر مهال په منځ کي مه ورولېږه.


۱۸ : د مور او پلار قدر ټول عمر کوه.


۱۹ :  د مور او پلار حکم او مشورې ته غاړه ږده او تل یې منه.


۲۰ : د مور او پلار د تګ پر مهال له دوی څخه مه مخکي کيږه.


۲۱ : د مور او پلار په وړاندي ځان ښودنه مه کوه.


۲۲ : د مور او پلار په مخکي پښې مه غزوه او مه ورته شا کوه.


۲۳ : د مور او پلار په وړاندي په زوره خبري مه کوه.


۲۴ : د مور او پلار سره ترخې خبرې مه  کوه.


۲۵ : مور او پلار په خپلو نېکو دعاګانو کي تل یادوه.


۲۶ : د مور او پلار  په وړاندي سستي او سټړیا مه ښکار کوه.


۲۷ : د مور او پلار په تیروتنو او هیره  باندي خندا مه کوه.


۲۸ : د مور او پلار  یو شان درناوی کوه.


۲۹ :  د مور او پلار  سره خبرو  اترو پر مهال ښکلي او ښایسته الفاظ کاروه.


۳۰ : مور او پلار ته له میني ډک الفاظو سره اواز که وه. هغه الفاظ چي دوی یې خوښوي.


۳۱ : د مور او پلار په وړاندي خپلو بچیانو ته له حده زیات ناز مه ورکوه. او مه یې وهه.


۳۲ : د مور او پلار  په هغه ویناوو چي شریعت سره په ټکر کي نه وي عمل کوه.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته