ژباړه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم السلام ویب پاڼه
د ماشومانو په وړاندي مو د قرآن تلاوت وکړئ؛ ځکه هغه د مور او پلار په څېر ځان جوړول غواړي.
و ماشوم ته مو یو قرآن کریم ډالۍ کړئ او نوم یې ورسره ولیکئ.
کله چي ستاسو ماشومان د قرآن تلاوت کوي، نو آواز یې ثبت کړئ او د هغه ستاینه وکړئ.
د قرآن تر یادولو وروسته هغه ته د تشویق په موخه جائزه ورکړئ.
د خوب پر وخت مو و ماشوم ته د قرآن قصې وکړئ.
تاسو د ماشوم و مخته د قرآن ډېر احترام کوئ.
د ماشوم و مخته مو د قرآن د حافظانو او قاریانو ستاینه کوئ، ترڅو هغه هم تشویق سي.
د قرآن د محبت نیالګی يې په زړه کي را زرغون کړئ.