لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اولاد د شریعت په هنداره کي
(۳)
له ولادت څخه وروسته د ماشوم حقوق
۱ : د ژوند کولو حقوق
د اسلام نجات بخښونکی دين ماشوم ته د نورو مخلوقاتو په څېر د هغه د ژوند کولو حق خوندي او ثابت شمېرلی دئ، تر دې چي لوی خالق تعالی په خپل کتاب کي مور او پلار د ماشوم د وژلو څخه دا که د هر سبب له کبله وي په خورا کلکو ټکو سره منع کړي دي، لکه چي لوی څښتن تعالی فرمايي:
قَدْ خَسِرَ الَّذِينَ قَتَلُواْ أَوْلاَدَهُمْ سَفَهًا بِغَيْرِ عِلْمٍ وَ حَرَّمُواْ مَا رَزَقَهُمُ اللّهُ افْتِرَاء عَلَى اللّهِ قَدْ ضَلُّواْ وَ مَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ. (الأنعام: ____ أيت ۱۴۰ ).
ترجمه: په تحقیق سره هغه کسان زیانمن ( هلاک شول ) چا چي ( د خپل عقلي ضعف یا بې عقلۍ ) او د جهالت له مخي خپل اولاد په مرګ محکوم کړ او هغه څه ئې چي الله تعالی دوی ته ترې روزي ورکړي وه دوی د دروغو پر بنسټ حرام وګرځول ( دا ځکه چي تحلیل او تحریم په اسلامي شریعت کي یواځي د لوی خالق تعالی حق دی؛ نه د بندګانو او یا د کومي ډلي او جماعت) ؛ نو دوی په ریښتنیې توګه سره ګمراهان شول او دوی لارموندونکي نه وو. په بل ځای کي فرمايي:
وَ لاَ تَقْتُلُواْ أَوْلادَكُمْ خَشْيَةَ إِمْلاقٍ نَّحْنُ نَرْزُقُهُمْ وَ إِيَّاكُم إنَّ قَتْلَهُمْ كَانَ خِطْءًا كَبِيرًا. (الإسراء: ۳۱).
ترجمه: او اې خلکو تاسي خپل اولادونه د فقر له وېري څخه مه وژنئ، ( ځکه اوس تاسي پردې خبري باندي پوه شوي یاست چي روزي د لوی څښتن تعالی په لاس کي ده ) موږ دوی ته او تاسي ته روزي درکوو ( لکه څرنګه چي د دې ماشومانو پلرونو ته روزي ورکوو) او د دوی وژل ستره ګناه ده.
۲ : د نوم ايښودلو حق
نوم اېښودل عموماً د یو تن په پېژندلو کي له موږ سره ډېره مرسته کوي او نوم پخپله د انسان پر شخصیت باندي هم اغیزمن تمامیږي.
نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) به پخپله د خپلو خپلوانو، دوستانو او په چم ګاونډ کي د مېشتو خلکو د زامنو لپاره غوره نومونه ټاکل او د هغوی لپاره به ئې د یو ښکلی معنا لرونکی نوم غوره کاوه، یو داسي نوم چي د اوریدونکي پر غوږونو ښه ولګیږي، دا تر دې چي پیغمبر اکرم ( صلی اللله علیه وسلم ) د خپلو یو لړ هغه دوستانو په نومونو کي چي د جاهیلت په زمانه کي به دوی د ځان لپاره غوره کړي ؤ او سمه معنا ئې نه درلوده بدلون راوسته او دا ځکه چي د یو شخص په اسلام کي داخلېدل داسي معنا لري لکه له سره چي تولد شوی وي او له همدې کبله رسول الله( صلی الله علیه وسلم ) د مؤمن مسلمان لپاره د یو غوره نوم انتخابول واجب ګڼلي دي او دا ئې د یو ماشوم له حقوقو څخه یو حق ګڼل کیږي.
نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) فرمايلي دي: كل غلام مرتهن بعقيقته يذبح عَنه يوم سابِعه و يُحْلَق شَعْر رأسِهِ و يُسمّى. ( رواه أحمد وأصحاب السنن الأربعة)
ژباړه: هر يو ماشوم د هغه د عقیقې پوري مربوط دئ ( الله تعالی عقیقه د هر تن لپاره لازمي ګرځولې ده لکه څرنګه چي د ګروي مال آداء کول پر یو شخص باندي لازمي وي چي په هیڅ وجه ترې دا مسؤلیت لري کېدلی نشي، په همدې ډول عقیقه هم ده) چي د هغه په خاطر به په اوومه ورځ (یو څاروی) حلالیږي او د سر ويښتان به ئې خرول/ خریل کیږي او نوم به پرې اېښودل کیږي.
نو دا مستحب ده چي د نوي زېږيدلي ماشوم لپاره د لفظ له لحاظه یو غوره نوم وټاکل شي او دا نوم د عربي د فصیحې ژبې د قالبونو سره موافقت ولري او تر ټولو غوره به دا وي چي نوم ئې ښه آسانه او ښه واضح وي او په ژبه په خورا آسانۍ سره واخستل شي او پر غوږو هم خوږ ولګیږي.
همداراز نوم باید د یو پراخ مفهوم لرونکی وي او د یوې ښکلي معنا رانغاړونکی وي او د مُسَمّی یا نومول شوي کس د حال او ظروفو سره ښه مناسبت او تطابق ولري او بالآخره داسي یو نوم نه وي چي په اسلامي شریعت کي حرام یا مکروه ګڼل شوی وي.
۳ : د انتساب حق
د ماشوم د بنسټیزو حقوقو څخه یو بل حق پلار یا مور ته ئې نسبت کول ( یا هم هغوی پوری تړل) دي او اسلامي شریعت دا ټول مسؤلیتونه د ماشوم د یو لړ حقوقو د خوندیتوب لپاره ټاکلي دي؛ لکه: د هغه د نفقې حق، د تي ورکولو حق، د پالني حق او په میراث کي د ګډون کولو حق.
د اسلام مقدس دین د ماشوم مور او پلار پوري انتساب یا مربوط شمېرل ثابت ګڼلي دي ترڅو همدا ماشوم د ضایع کېدو، رسوایي او سپکاوی څخه خوندي او وژغورل شي او همدا څیزونه ئې د ماشوم د پلار لپاره هم او د مور لپاره هم ګڼلي دي تر څو د هغه نسل او د هغه د زوی ساتنه وشي او د جاهلیت د وخت هغه بې بنسټه دعوې باطلي وګڼل شي چي دوی د نسب په بطلان ټینګه عقیده درلوده او په شرعي زویتوب باندې ېې اقرار کاوه، لکه چي لوی څښتن تعالی فرمايي:
ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَ مَوَالِيكُمْ. (الأحزاب: ۵).
ترجمه: تاسې د دغه ( مُتبنّي ماشومانو) نسبت د دوی د (اصلي) پلرونو پر لوري وکړئ ( دا ځکه چي) دا د لوی څښتن تعالی پر وړاندی تر ټولو زیاته درسته ( پر عدل ولاړه) خبره ده او که چيری تاسي د دوی ( حقیقي) پلرونه نه پېژنۍ؛ نو دوی ستاسي په دین کي وروڼه او ستاسي دوستان دي.
د صحابه کرامو کوچنیانو به د نبوي مینې او د هغه د ګرانښت او درنښت په خاطر سپېڅلي نبوي احادیث زده کول او له دوی سره د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) ځيني داسي خاطرو شتون درلود چي دوی به هیڅکله هم هغه نشوای هېرولای او که څه هم د دوی عمرونه لا ډېر کم وو؛ خو دوی به بیا هم د نبي کریم ( صلی الله علیه وسلم ) مبارک احادیث نورو ته اورول.
www.taleemulislam.net