تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اولاد د شریعت په هنداره کي (۱)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 20, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

اولاد د شریعت په هنداره کي
(۱) 

 
په قران کریم کي


په قران کریم کي الله تعالی فرمایي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا.... (التحريم:ايت ٦)


ژباړه: اې مؤمنانو! خپل ځانونه او کورنۍ مو د اوره وژغورئ.

 

د کهف سورت په ۴۶ نمبر ایت کي الله تعالی فرمایي:  الْمَالُ وَ الْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا.... (الكهف: ۴۶)


ژباړه: په دې دنیوي (فاني) ژوند کي مالونه او اولادونه ښکلا ( دانسان قوت ) دئ.


په بل ځای کي الله تعالی فرمایي: ژباړه: ستا پروردگار حکم کړی، چي پرته له هغه به د هېچا بندگي نه کوئ او له مور او پلار سره به نيکي او ښه چلند کوئ، که له هغونه څخه يو يا دواړه زړښت ته ورسېږي؛ نو هغو ته اف قدري څه مه وايه او مه يې رټه، بلکي نرمي او پستې خبري ورته کوه او د هغو لپاره د عاجزۍ او مهربانۍ پستې وزري وغوړوه او دا دعا کوه پروردگاره پر دوئ رحم وکړې لکه څنگه چي دوئ له زړه سوي او خواخوږي سره په ماشومتوب کي زه پاللی يم.


په احادیثو کي 


 رسول الله صلى عليه وسلم فرمایي: د مور او پلار له طرفه د خپل اولاد له پاره له دې څخه زيا ته غوره ورکړه او عطيه نشته چي د هغوی ښه روزنه وکړي. (سنن التر مذي- ٧،٢٠٦)

 

همدارنګه نبي علیه السلام بل ځای کي فرمایي:  څوک چي خپل اولاد ته تربيه او روزنه ورکړي دا له دې څخه غوره ده چي هره ورځ نيم صاع صدقه ورکړي. (مسند احمد – ٤٢،٤٢٩)


د لور ګانو او خویندو په اړه نبي علیه السلام خاص شفقت کوي او فرمایي: د کوم سړي چي درې لورګاني يا خويندي وي او د هغوی سره ډېر ښه او غوره چلن وکړي او ښه روزنه يې وکړي او په مناسب ځاى کي د هغوی نکاح وکړي نو الله پاک به هغه ته جنت ورکړي، او په بل روايت کي دوه لورګاني يا دوه خويندي هم ښودل شوي دي. (سنن ابوداؤد)


د صحابو په اقوالو کي 


ابن عباس رضي الله عنه فرمایي: په قرانکريم کي درې ايتونه داسي پيوست نازل شوي، چي پرته له تړاوه تنها د بل ايت ويل او کول الله جل جلاله  نه قبلوي لکه: (اطيعوالله واطيعوالرسول) نو که چا د الله اطاعت وکړ او د رسول الله صلي الله علیه وسلم  اطاعت يې ونه کړ الله پاک يې هغه عبادت نه قبلوي او لکه: (واقيمواالصوة واتو زکوة) نو که څوک لمونځ وکړي او زکات ورنه کړي؛ نو د ده دا لمونځ الله تعالی نه قبلوي او يا دا ايت: (ان اشکرلی والوالديک) يعني زما او د والدينو اطاعت له ټولو مهم دی او لکه د خدای د شکر په ځای کول د والدينو د شکر د ادا کولو په شان واجب دی او څوک چي د الله شکر وباسي او د والدينو ناشکري کوي الله پاک يې نه قبلوي.


د ماشوم تعریف د لغت په لحاظ: د طفل کلمه یوه عربي کلمه ده او په عربي ژبدود کي د مولود کلمه هم ورته کارول شوېده چي د مفرد او د جمع دواړو لپاره ترېنه استفاده کیږي او د دې ترڅنګ د انسان او هم د وحشي حیواناتو دواړو بچو ته د طفل کلمه کارول کیږي چي په شرعي اصطلاح طفل اسم جنس دئ، چي د جمع معنی افاده کوي او په قرآنکریم د جمع په کلیمې سره ستایل شوی دی ، لکه چي لوی خالق تعالی فرمايي: { أَوِ الطِفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء} (النور:۳۱)


ژباړه: او هغه ( کوچني) ماشومان چي د ښځو د عورت په اړه پوهه نلري ( یا د ښځو د مفاتنو ( د فتنې او د ښکلا د ځایونو ) په لیدلو سره د شهوت احساس نلري).


د ماشوم عمر

 

د فقهاو له نظره د ماشوم عمر ۱۲کاله ټاکل شویدی او ځېنو علماو د ماشوم د تعریف په اړه داسي ویلي دي: (( أو هُو الّذي لَمْ يَبلُغِ الحُلُمَ, أوْ لَمْ يُراهِقِ الحُلُمَ ــــــــ وَ هُوَ الّذِيْ لَا يَفْهَم حَركاتُ النِساءِ وّ لَا يُفَرّقُ بيَن الشّوْهاءِ وَ الحَسْناءِ كما ذكره المفسرون عِنْدَ تفْسِير هَذِهِ الآيةِ كابْنِ كثيرٍ وَ القُرطبيُّ وَ غيرُهما )) .


ماشوم هغه چا ته ویل کیږي څوک چي د بلوغ پړاو ته نه وي رسېدلی او احتلام پرې نه وي اوښتی او یا هم هغه څوک چي په عمومي توګه د ښځو په حرکتونو باندي نه پوهیږي او د یوې ښائسته او بدشکله ښځې تر منځ توپیر او تفکیک نشي کولی، البته دا خبره یو لړ مفسرینو لکه ابن کثیر او امام القرطبي ( رحمهما الله ) او داسې نورو سترو علماو د پورته آیت د تفسیر پر مهال ذکر کړېده. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته