تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مور او د مسلمان ماشوم روزنه (لومړی برخه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 15, 2024
  0

تألیف: خیریه حسین طه صابر 
ترجمه: سلطان محمود صلاح/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


مور او د مسلمان ماشوم روزنه 

(لومړی برخه) 


په پخوانیو زمانو کي د ښځي مقام او منزلت


له اسلام ډېره پخوانۍ زمانه کي د ښځي د تاریخ لوستونکي ته څرګنده ده چي ښځه په هغه ټوله زمانه کي له خپلو حقوقو او ارادې بې برخه وه، نه یې د څه کولو توان درلود او نه د نه کولو، ان تر دې چي په تحریف شویو آسماني کتابونو کي هم ښځه د ټولني د بدمرغۍ، بدبختۍ او مصیبت لامل شمېرل شوې ده. خو کله چي د اسلام روښانه لمر څرک وواهه دا ډول ټولي تیارې یې رڼا کړې او ټوله نړۍ په ځانګړې توګه ښځه یې د ظلم له تورتم د عدالت رڼا ته وایستله.


د دې له پاره چي د اسلام له لوري ښځي ته د ورکړل شوي عزت او منزلت په حقیقت پوه او په دې باوري شو، چي اسلام څه ډول د ښځي او نارینه د بشري طبیعت د یووالي په اعلان سره دا ډول باطل تصورات او ادعاوي له منځه یووړي، په دې ټولو د ښه پوهېدو له پاره اړینه ده لومړی په هغو تیاره زمانو کي د ښځي له حاله خبر شو او و ګورو چي هغه مهال څه ډول له خپلو ټولو حقونو بې برخه شوې او هر ډول اهلیت او وړتیا ورنه سلبه شوې وه، څو ووینو چي اسلام په خپل راتګ سره ښځه د ظلم او طغیان له کندو د عزت او منزلت داسي لوړو ته پورته کړه چي د نړۍ په بل هيڅ تصور او قانون کي یې ساری نه موندل کيږي. 


په پخوانیو زمانو کي د ښځي منزلت او حالت


د پخوانیو امتونو ډېری کسان په دې اند وو، چي د ښځي فکر او عقل ناقص دی، چي له همدې لامله یې رایه او نظر هم نیمګړی وي او د همدې باور او تصور له مخي یې ښځي ته ارزښت نه ورکاه او د ښځي رایه او نظر یې د منلو او اعتبار وړ نه باله، خبره تر دې حده هم نه وه بلکي له ښځي سره نور ظلم هم کيده ان تر دې چي د مېړه د وفات په صورت کي يې هم حقوق تر پښو لاندي کيدل، په میراث کي يې برخه نه ورکوله، ورنه محرومه وه او له خپل مړه شوي مېړه سره به په یوه ځای کي ژوندۍ سیځل کيده د هند د مانو شریعت په مذهبي کتاب کي د ښځي په هکله لیکل شوی: وباء، دوزخ، مرګ، زهر، اور او مار تر ښځي غوره دي.


په حمورابي قانون کي ښځه د اهلي څارویو په ډله کي شمېرل شوې، د دوی په مذهب کي به که چا د بل سړي لور مړه کړه، نو هغه مکلف و خپله لور د مقتولې پلار ته وسپاري بیا د هغه خوښه وژني یې او که وینځه کوي یې! (حمورابي د بابل د امپراطورانو له ډلي دی چي په (۱۷۹۲) قبل المیلاد کي د خپل پلار له ګوښه کيدو وروسته امپراطور شو او له مهمو لاسته راوړنو یې یو هم د حمورابي قانون دی، چي د لومړنیو لیکل شویو قوانینو له جملې شمېرل کيږي)، په داسې حال کي چي په دې برخه کي د اسلام حکم د دې بالکل برعکس دی؛ الله تعالی فرمایي: 


«يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِصَاصُ فِي الْقَتْلَى الْحُرُّ بِالْحُرِّ وَالْعَبْدُ بِالْعَبْدِ وَالأُنثَى بِالأُنثَى» ( البقرة: ۱۷۸ ). 


ترجمه: [اې مؤمنانو! د وژل شویو په اړه قصاص درباندې فرض کړی شوی، آزاد په آزاد، مریی په مریي، او ښځه په ښځي].


په یونان کي چي د فلسفې کور او حکمت کلا بلل کيږي له ښځي سره لوی ظلم شوی، په ټولنه کي يې هېڅ ارزښت او منزلت نه درلود، د نارینه په پرتله کمه او سپکه شمېرل کيده، ارسطو یو ځای وایي: «طبیعت ښځي ته هېڅ داسي استعداد او وړتیا نه ده ورکړې  چي د پام او ویاړ وړ وي، له همدې ځایه ښايي چي د ښځي روزنه تر کورنیو چارو، مور والي، ماشوم ستره ولو او دې ته ورته امورو پوري محدوده وي». 


مسخ او تحریف شوی یهودیت د ښځي په اړه وایي: «ښځه د حیض په مهال ناپاکه وي او باید په کور کي بندیوانه شي او نارینه چي هر غیر اخلاقي کار او کړنه کوي علت او سبب یې ښځه ده». ورسره دا هم وایي چي ښځه د مزدوري او خادمي حیثیت لري پلار یې حق لري خرڅه یې کړي. د دې تحریف شوي دین پيروان ښځه لعنت ګڼي ځکه دوی په دې باور دي چي همدا ښځه وه چي آدم علیه السلام یې په جنت کي وغولاوه او له جنت یې د اخراج لامل شو. 


حال دا چي حقیقت بل ډول دی، قرآنکریم دا حقیقت څرګند کړی؛ فرمایي چي د دې پېښې حقیقت هسې نه دی لکه څرنګه یې چي د ښځي دښمنان وړاندې کوي، قرآن کریم آیت په دې صراحت لري چي شیطان لومړی آدم علیه السلام ته ورغی نه حواء ته. الله تعالی فرمايي:
 ﴿فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى﴾» ( طه: ۱۲۰ ).  


ترجمه: [نو شیطان ورته وسوسه وکړه، وې ویل: اې آدمه! آیا د پایښت وني او داسي واکمنۍ ته دې لارښوونه وکړم چي له منځه نه ځي؟].
د کلیسا مشرانو د ښځي په سپکولو او کم شمېرلو کي له ټولو پولو پښې اړولي دي؛ ښځه یې د ټولنو د هر ډول تباهۍ، بدکاریو او فحشاء د خپراوي، اصلي لامل ګڼلې او ویلي يې دي: ښځو ته ښایي په خپل ښځه توب وشرمیږي او دا چي په ځمکه کي يې ډول ډول بدبختۍ او تباهۍ رامنځته کړې باید تل د پښیمانۍ او خجالت احساس وکړي. 


په منځنیو پېړیو کي په «ماکون» ټولنه کي دا پوښتنه او مناقشه عامه شوه چي آیا ښځه جسد او روح ده؟ استاذ عقاد په دې اړه وايي: «په منځنیو پېړیو کي ان تر پنځمې پېړۍ یو شمېر لاهوتیان په دې مناقشو مصروف وو چي ښځه اصلا څه شی ده؟ په «ماکون» ټولنه کي دا پوښتنه عامه وه چي آیا ښځه تش جسد دی؟ او که نه جسد او روح دواړه ده؟ غالبه رایه دا وه چي ښځه ژغورونکي روح نه لري او له مریم علیه السلام پرته د حواء هېڅ یوه لور له دې حکمه مستثنی نه ده.


که عربي جاهلي ټولني ته وګورو او هغه عربي جزیره تر نظر تېره کړو چي قرآني دعوت په کي پيل شو، راته جوته به شي چي د عربي جزیرې په ځینو برخو کي ښځي ډېر بد حالت او وضعیت درلود، یوازي هغه مېرمن به درنه او د درناوي وړ بلل کيده چي یا به د کوم امیر، مشر او سردار مېرمن او یا د کوم یوازیني (یکه) نازولي زوی مور وه.


هلته ښځه دومره بې ارزښته وه، چي د مال او څارویو په شان به په میراث کي ویشل کيدله، ځینو پلرونو به له شرمه خپله لور په ماشومتوب کي ژوندۍ ښخوله او ډېر ځله به یې له دې کبله هم تر خاورو لاندې کوله چي د هغه خوراک، خوړو او مصرف وړ به یې هم نه بلله چي خپلو وینځو او یا حتی د ضرورت وړ څارویو ته به يې ورکول. 


خو کله چي اسلام راغی ښځه یې له دې ناوړه حالت وژغورله له لعنت یې د کرامت درجې ته پورته کړه، په انسانیت او ټولو حقوقو او دندو کي يې د نارینه سره مساوي وبلله، قرآنکریم فرمایي:


 «فَاسْتَجَابَ لَهُمْ رَبُّهُمْ أَنِّي لاَ أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِّنكُم مِّن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى بَعْضُكُم مِّن بَعْضٍ» ( آل عمران : ۱۹۵ ) 


ترجمه:[نو الله په ځواب کي ورته وفرمایل چي زه د هېڅ عمل کوونکي عمل نه ضایع کوم، که نارینه وي او که ښځینه، تاسو ټول یو له بل څخه یاست]. 


مطلب دا چي اسلام هغه عمل ته ارزښت ورکوي چي مفید او ارزښتمن وي، ښځه یې ترسره کړي او که نارینه، د عامل جنس اعتبار نه لري د الله تعالی په وړاندې دواړه یو برابر دي. 

 

نوربیا...

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته