تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له ولادت څخه مخکي د ماشوم حقوق
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 17, 2024
  0
لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
له ولادت څخه مخکي د ماشوم حقوق
 
د ماشوم حقوق په حقیقت کي هغه شرعي حقوق دي چي دا ورته پخپله د اسلام مبارک دين ثابت کړيدي او دا يې د والدینو په غاړه پروت مسؤلیت شمارلی دئ، چي که چيرې ئې والدین دواړه یا یو د دوی څخه په دې اړه له غفلت او اهمال څخه کار واخلي؛ نو نظام پر دې بمکلف دئ، چي د هغه دا حق ورته واخلي او که دولت نه وي؛ نو بل څوک به پر دې کار ګمارل کیږي تر څو په نیابتي شکل د دغه ماشوم پالنه او روزنه وکړي.
 
د ماشومانو دا حقوق په دوو ګټګوریو سره وېشلی شو، یو لړ هغه حقوق دي چي د ولادت څخه وړاندي پیلیږي او دویم ډول هغه حقوق دي چي د ولادت څخه وروسته پیلیږي او د دې لړۍ تر ټولو مهم حقوق په لاندې ډول دي.
 
مخکي له ولادت څخه د ماشوم حقوق 
 
۱ –  د اولاد لپاره د یوې صالحې مور اختیارول
 
د اسلام سپېڅلي دین د خاوند څخه د دې غوښتنه کړې ده تر څو د خپل ځان لپاره یوه صالحه مېرمن او د ګډ ژوندانه لپاره ښه ملګری (Life partner ) غوره کړي، دا ځکه چي مور د اولاد په روزنه او د هغوی په پالنه کي بنسټیز رول لري او په اصل کي د اولاد سالمه روزنه هغه مهال را منځ ته کيدلی شي چي کله ئې مور اسلامپاله، مینه پاله او یوه داسي څوک وي چي د اولاد روزني په سیاست باندې پوهه او د هغوی د پالني او ساتني لیوالتیا ولري، تر څو وکولی شي د اولاد په زړونو کي د ایمان نیالګي را زرغون او د اولاد په سلوک کي سمون راولي.
 
والدین باید د اولاد په زړونو کي د الهي خوف پالنه وکړي؛ ترڅو دوی په خپل ژوند کي نه یواځي الهي حقوق؛ بلکي حقوق العبد هم پایمال نه کړي.
 
مېرمن په حقیقت کي د هغې ځمکي په څېر ده چي تخم پکي شیندل کیږي؛ نو اوس که چیری د یوه شخص مېرمن صالحه  او د شرعي حدودو خیال ساتونکي وي؛ نو د دغه واده ثمره به د هغه سمسور بڼ په څېر وي کوم چي خوږه او زیاته مېوه نیسي؛ نو ښايي د همدغسي ګټوري خاورې پلټنه وشي. لوی څښتن تعالی فرمايي: ( وَ الطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَ الطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ). (النور: ۲۶).
 
ژباړه: او نېکي مېرمنې د نېکو سړیو لپاره دي او نېک سړي د نېکو مېرمنو لپاره.
 
د ماشوم د پالنې حق یواځي او یواځي مسلمان تر سره کولی شي او کافر هيڅکله له دې حق څخه نشي برخمن کيدلی، د دې مثال نکاح ته ورته دی چي کافر د نکاح او د مال څښتن نشي کيدلی او دا ځکه دا پورته څیزونه اسلامي شریعت یو فاسق انسان ته نه دي روا ګڼلي؛ نو کافر انسان خو په هیڅ صورت د دې حقوقو واکمن کیدلی نشي او د دې کار د مخنیوي حکمت هم په همدې کي دی چي د کافر زیان نسبت نورو ته ډېر وي او کولی شي چي د یو کوچني مسلمان ماشوم د روزني پر مهال هغه پر بې دینۍ واړوي او کفري ارشادات او ښودنې ورته وکړي او په انحراف او بې لارۍ سره ېې روزنه او پالنه وکړي او جناب پیغمبر اکرم ( صلی الله علیه وسلم) فرمايي: د یوې مېرمنې سره واده د د څلورو مقصدي کارونو یا موخو لپاره ترسره کیږي: د هغې د مال په خاطر او د هغې د حسب ( چي ښه نوم ولري او د یوې نجیبي کورنۍ څخه وي) په خاطر، د هغې د ښائست په خاطر او د هغې د دین په خاطر؛ نو ته پکي دین دوسته مېرمن غوره کړه لاسونه دې په خاورو کګړ شه. ( رواهُ البخاري ).
 
جنین هغه ماشوم ته ویل کیږي چي د مور په ګېډه کي وي او د جنین کلیمه په اصل کي د اجتنان د کلیمې څخه اخستل شوېده چي اجتنان بیا پټوالي ته وايي.
 
په دې اړه لوی څښتن تعالی فرمايي: (( و إِذْ أَنتُمْ أَجِنَّةٌ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ)). (النجم: ۳۲)
 
ترجمه: او کله چي تاسي د مور په ګېډو کي د أَجِنّةٌ ( د جنین جمع) یعني د ماشومانو په څېر وئ.
 
دا چي د جنین مرحله د ماشوم د زوکړی څخه مخکي مرحلې ته وايي په دې اړه امام قرطبي ( رحمه الله) داسي فرمايي: او کله چي تاسي د أَجِنّة په پړاو کي وئ او جنین هغه ماشوم ته ویل کیږي چي لا تر دې مهال د مور په ګېډه کي وي (تولد شوی نه وي) او جنین ته ځکه جنین وايي چي مستور وي او په سترګو نه لیدل کيږي.
 
د اسلام شامل او هر اړخیزه دین د ماشوم  ټول حقوق بیان او د پام وړ ګڼلي دي، حتی کله چي دغه ماشوم د خپل تکوین او جوړښت په لومړني پړاو یا د مور په ګېډه کي وي او پر هغه باندي د هر ډول تېري کولو څخه ېې مخه نیولی ده.
 
له دې جملې څخه د یو ماشوم د ژوند د تأمین او خوندیتوب لپاره ېې پر حاملې ښځې باندی د هغه اِجْهاض ( د څلورو میاشتي څخه وړاندی د ماشوم سقط کول او غورځول) حرام او ناروا ګرځولي دي، خو که چیرې دا کار د یو شدید ضرورت پر اساس تر سره شي؛ نو بیا په دې صورت کي فقهاو دا کار روا ګڼلی دئ.
 
همدا راز اسلامي شریعت چي د خواخوږۍ دین دی؛ نو د حاملې ښځي سره ېې د عطوفت او خواخوږۍ د څرګندولو په خاطر یې د هغې لپاره یو لړ هوسایني او آسانتیاوي په پام کي نیولي دي او د ټولو هغه جسمي او نفسي مشقتونو څخه کوم چي د حمل پر مهال يې پر ماشوم باندي ناوړه اغېز شیندي د هغې لپاره حتی په یو لړ فرضي امورو ( شرعي تکالیفو) کي آسانیتا راوړېده او دا ټول تسهیلات او صحي مصلحتونه د همدې لپاره دي تر څو د هغې ماشوم د سقط او دکوم بل جدي ګواښ سره مخامخ نشي، لکه له دې جملې څخه روژه نیول که چيری یوه حامله ښځه د خپل ځان او یا د خپل د ماشوم د ژوند په اړه د وېری احساس وکړی ورته روژه خوړل روا ګرځولی ده.
 
همدا راز اسلامي شریعت د حمل پر مهال پر حاملې ښځي باندي د یو لړ شرعي عقوبتونو تنفیذ او تطبیقول( لکه د زنا حد ) روا نه دي ګڼلي، ځکه چي په دې حساسه مرحله او پړاو کي د هغې د ماشوم ژوند نه خوندي کیږي او ورته زیان رامنځ ته کیږي او دا کار پخپله له خوږ نبي کریم علیه الصلاة و السلام څخه ثابت دي ، لکه څرنګه چي د رسول صلی الله علیه وسلم په زمانه کي یوې غامدي مېرمني کله يې چي له یو تن سره نامشروع اړیکي ټینګي کړې او زنا يې وکړه، بیا نبي کریم (علیه الصلاة و السلام) هغې ته وفرمایل: (( اِذْهَبِي حتى تَضَعِي حَمْلكِ )). ځه ولاړه شه ! تر څو ستا ماشوم پیدا شي.
 
له دې پرته د اسلام سپېڅلي دین د جنین د ژوند د مصؤنیت او حفاظت لپاره د هغه د قتل په صورت کي دِیت واجب ګرځولی دئ او د هغه یو لړ مالي حقوق لکه میراث، وصیت او داسي نور يې له پامه نه دي غورځولي. دا او دېته ورته د جنین ټول حقوق علماو پر خپلو فقهي او دا حکامو په کتابونو کي په بشپړ تفصیل سره څرګند کړيدي. 
 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته