لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اولاد د شریعت په هنداره کي
(څلرمه برخه)
له ولادت څخه وروسته د ماشوم حقوق
۴ : د پالنې حق
د یو ماشوم د پالنې حق عبارت دئ هغه ته له تي ورکولو، نفقې برابرولو او د هغه د پالنې او د روزني د حق څخه چي اسلامي شریعت په دې اړه ځانګړي څرګندوني لري.
الله تعالی فرمايي: وَالْوَالِدَاتُ يُرْضِعْنَ أَوْلادَهُنَّ حَوْلَيْنِ كَامِلَيْنِ لِمَنْ أَرَادَ أَنْ يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ ...} (البقرة:۲۳۳)
ژباړه: او میندې دې خپل اولاد ته دوه کاله پوره شیدې ورکوي، دا ( حکم ) د هغه چا لپاره دی څوک چي د تي ورکولو د مودې اتمام غواړي.
د اسلام نجات بښونکي دين د ماشوم ته د تي ورکولو حق حتی د مور او پلار یو د بل څخه د انفصال (جداوالي او بیلتون ) په صورت کي هم ثابت او خوندي ګڼلی دئ او دوی دواړه ئې پر دې مکلف کړي دي چي د دوی تر منځ د خپل منځي اړیکو د پرېکون په صورت کي به هم د خپل ماشوم دا حق نه تلف کوي، لکه چي لوی څښتن تعالی په دې اړه داسي فرمايي:
وَإِن كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ... (الطلاق: ۶).
زباړه: او که چيری ستاسي مطلقه ( طلاقې شوي) مېرمني حمل ولري؛ نو تاسي پر هغوی باندي ( د هغوی د عدت په مرحله کي هم) نفقه وکړئ؛ تر څو ئې اولاد پیدا شي او که چيری دوی تاسي ته (د مال په مقابل کي ستاسي ماشوم ته تی ورکړي او د هغه سالمه روزنه او پالنه ئې وکړه ) نو تاسې هغوي ( خپلو مېرمنو ) ته د هغوي حق پوره ورکړئ.
د ماشوم د پالنې د حق څخه مراد هغه حق دی، چي د هغې په مرسته د یو ماشوم د چارو څارنه، د هغه د ژوندنیزو ستونزو حل او د هغه شاوخوا ټولي اړتیاوي پکي پوره کیږي، البته دا پر والدینو باندي د یو ماشوم له بنسټیزو حقوقو څخه شمېرل کیږي چي پورته اړتیاوی به ورته پوره کړي او که چيری ئې مور او پلار شتون ونلري؛ نو بیا به یو بل هغه څوک چي ماشوم ته تر ټولو نژ دې وي د ماشوم لپاره دا پورته خدمتونه ترسره کوي.
ابن قدامة رحمه الله په دې اړه داسي څرګندوني کوي: و الحضانة ولاية لا تثبت لكافر على مسلم كولاية النكاح و المال, و لأنها إذا لم تثبت للفاسق فالكافر أولى لأنه ضرره أكثر لكونه يفتنه عن دينه و يخرجه عن الإسلام بتعليمه الكفر و تربيته عليه.
د ماشوم د پالنې حق یواځي او یواځې مسلمان تر سره کولای شي او کافر هیڅ کله له دې حق څخه نشي برخمنکيدلی، د دې مثال نکاح ته ورته دی چي کافر د نکاح او د مال څښتن نشي کيدلی او دا ځکه دا پورته څیزونه اسلامي شریعت یو فاسق انسان ته نه دي روا ګڼلي؛ نو کافر انسان خو په هیڅ صورت د دې حقوقو واکمن کیدلی نشي او ددې کار د مخنیوي حکمت هم په همدې کي دی چي د کافر زیان نسبت نورو ته ډېر وي او کولای شي چي د یو کوچني مسلمان ماشوم د روزنې پر مهال هغه پر بې دینۍ واړوي او کفري ارشادات او ښودنې ورته وکړي او په انحراف او بې لارۍ سره ېې روزنه او پالنه وکړي.
د ماشوم لپاره د حلالې نفقې پیدا کول پر والدینو باندي د هغه یو واجبي او لازمي حق دی، البته دا حق اسلامي شریعت تر هغې پوری خوندي ګڼلی دی تر څو پورې چي کله ماشوم کوچنی وي او د کار او د حلالی روزي د ګټلو او لاس ته راوړلو څخه ناتوانه وي او داسې کوم ذریعه او مدرک هم ونلري چي په مرسته ېې مال تر لاسه کړي.
که چيری دا یاد ماشوم هلک وي؛ نو په دې صورت کي به د هغه نفقه پر مور او پلار باندی تر هغه پوري فرض وي تر څو پوری چي د رشد او ځوانۍ ( بلوغ ) پړاو ته ورسیږي. أما که چیری دا ماشوم انجلۍ وي؛ نو په دې صورت کي ئې پر پلار باندي تر هغه پوري دا نفقه واجبه ده، تر څو پوري چي دا جلۍ واده وکړي، لکه چي لوی خدای جل جلاله په دې اړه موږ ته په خپل سپېڅلي کتاب کي داسي لارښوونه او ارشاد وړاندي کوي چي فرمايي:
لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ ۖ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ ۚ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا ۚ سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا. (الطلاق: ۷)
ژباړه : او خاوند باید ( پر خپلې مطلقه مېرمني او خپل زوی باندي) که چيري بډایه او شتمن وي مال دي ( پرې) مصرف کړي او که چيرې مالي تنګسه پرې راغله ( فقیر شو)؛ نو بیا دي د خپل وس سره سم مال مصرف کړي د الله تعالی پر وړاندی هیڅ شخص مسؤل ( او مکلف ) نه شمېرل کیږي مګر څومره ئې چي هغه ته توان ورکړی وي ( دا فقیر شخص د یو بډایی او شتمن انسان په څېر مسؤل او مکلف شخص نه شمېرل کیږي) او ( ډېر ژر ) لوی څښتن تعالی به د هغوی د تنګسې ( د فقر دا بد حالت ) په خورا آسانۍ ( شتنمنۍ او مالي پراختیا) باندي بدل کړي.
او په بل ځای کي داسي توجیه کوي او فرمايي:
وَعَلَى ٱلۡمَوۡلُودِ لَهُۥ رِزۡقُهُنَّ وَكِسۡوَتُهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ لَا تُكَلَّفُ نَفۡسٌ إِلَّا وُسۡعَهَاۚ ...)).(البقرة:۲۳۳).
ژباړه: او پر خاوند (پلار ) باندي د عرف ( له دستور سره ) سم د هغه د مېرمنو مالي نفقه او هغوی ته د لباس اخستل واجب دي او هر شخص د هغه د توان سره سم مکلف ( مسؤل ) ګرځول شوی دئ.
نوربیا...
www.taleemulislam.net