تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې ګټي او اغیزې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 10, 2019
  0

لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دې لپاره چي د اکاډميک چاپيريال په قطار کي راسو، او د پوه لقب تر لاسه کړو بايد مطالعه وکړو.
د مطالعې په وخت څلور ټکي ډېر مهم او اړين بلل کيږي:


۱– کوم څه چي مطالعه کوو، بايد په تشخيص او پند اخيستلو کي يې ډېر تمرکز وکړو.
۲– د مطالعې په وخت کي موږ بايد مطالعه په پوره ولوله او جذابيت سره وکړو.
۳– د مطالعې ګټه بايد درک کړو.مطالعه  داسي نه ده چي کله مو يوه ورځ وکړل نو، ستاسو څخه پوه شخص جوړسو او ستاسو په دماغ کي رشد راغلی (هو، رشد راځي خو په لږ اندازه)، بلکي مطالعه يعني يوڅه په ادامه سره  لوستل. موږ بايد خپل په ورځني مهال ویش کي ازادي مطالعې ته وخت ورکړو. هو، هغه مطالعه چي تاسو زده کړه پکښې کوی، هغه مطالعه به تاسو په هغه رشته کي کاميابه کړي.

مطلب دا چي ازاده مطالعه هغه مطالعه ده، چي  خپل پر زده کړي سربيره يو  بل څه لوستل او مطالعه کول‌.


۴–د مطالعې څخه مهم توکي په يادول، هغه څه چي موږ مطالعه کوو، بايد هغه مهم ټکي يې په  ياد کړو تر څو خپلو ملګرو، دوستانو او د کورنۍ غړو ته يې بيان کړو:


مطالعه کول موږ ته څه ګټه رسوي؟
د مطالعې ګټي خورا زياتي دي، چي ځيني يې په لنډ ډول دلته ږدم:
۱– مطالعه د انسان دماغ ته داسي رشد ورکوي لکه څنګه چي ورزش بدن ته رشد ورکوي.
۲– مطالعه د انسان د فکر کولو ساحه زياتوي.
۳– مطالعه کول ستاسو دماغ هڅوي تر څو کار وکړي.
۴– مطالعه کول د انسان حافظه ډيروي.
۵– مطالعه کول ستاسو د دماغ هڅوي تر څو د ژوند په سختو مسائلو کي درته د مسئلو حل وښي.
۶– مطالعه کول تاسو ته په ټولنه کي عزت، قدر او درناوی دربخښي.
۷– مطالعه کول ستاسو قلم (ليکل) سموي، تر څو تاسي هم سبا ليکنه وکړای سی.
۸– مطالعه کول ستاسو د دماغ تمرکز زياتوي.
۹– مطالعه کول په تاسو کي د علم انګيزه خپروي.
۱۰– مطالعه کول مو ځان باندي اعتبار زياتوي.
۱۱– مطالعه کول ستاسو سره د خوب په وخت کي د ښه خوب په لیدلو کي مرسته کوي.
۱۲– مطالعه کول ستاسو څخه يو مؤدبانه شخصيت جوړوي.
۱۳– د مهارتونو زياتيدل.
۱۴– ابتکار راوړونکي به سی.
۱۵– له تیروتنو مو ساتي.
۱۶– د خبرو کولو په وخت کي د الفاظو ډيريدل.
۱۷– مطالعه يو ښه تفريح هم کېدلای سي.
۱۸- مطالعه زموږ اذهان د منفي خوا څخه و مثبت خوا ته جذب کوي

 

په څنګه چاپيريال کي مطالعه کولای سو؟
ځيني پوهان او متفکرين په دې باور دي چي د مطالعې کولو لپاره معلوم وخت او ځای ته اړتيا سته، خو برعکس ځيني پوهان بيا باور لري، چي کله تاسو مطالعه تکراري وکړی، نو ستاسو لپاره مطالعه کول يو عادت  ګرځي او وروسته ستاسو څخه مطالعه هيڅ رقم مشخص وخت او مشخص ځای نه غواړي.

 


د مطالعې مقصد او مفهوم په څه کي دئ؟
په مطالعې سره موږ يو علم ځانته حاصل کولای سو تر څو د ژوند په چارو کي ګټه ځيني پورته کړو.
که چيري بد خلک نه وای نو د ښو قدر به هيڅ چا نه کولای، همداسي که چيري بې علمي نه وای نو هيڅ چا به علم حاصل کولو ته دومره ارزښت نه ورکولای لکه څومره چي یې د بې علمۍ په شتون کي ورکوي.


بايد کومه مطالعه زياته وکړو؟
په عمومي توګه الحمدالله د افغانستان ۹۹،۶ سلنه خلک مسلمانان دي، موږ بايد دا پر ځان فرض وګڼو چي موږ بايد حق اوليت اسلامي مطالعې ته ورکړو.


داسي فکر مه کوئ، چي اسلام يواځي د الله تعالی عبادت ته ترجيح ورکړې، بلکې اسلام هغه حق مکمل دين دئ، چي د ژوندانه هري مسئلې ته يې په خاص ډول تشريح ورکړې ده.


په څنکه چاپيريال کي مطالعه وکړو؟
په  عمومي توګه مطالعه، بايد په ارامه فضا کي وکړو، دا ځکه چي په ارامه فضا کي د انسان دماغ پر مطالعه ښه تمرکز کولای سي.


څنګه بايد ذهنونه د مطالعې لپاره اماده کړو؟
عموماً  زموږ د افغانانو اذهان جنګونو او وحشتونو ځپلي دي، چي د ذهنيت جوړوني پروګرامونو ته اړتيا لري. معارف بايد د خلکو د ذهنيت جوړوني لپاره  پروګرامونه جوړکړي  تر څو د هغه وحشتونو او جنګونو تاثيرات د افغانانو  د ذهننونو څخه ووځي او په ځای يې په ذهنونو کي علمي مفکوره را پيداسي.


مطالعه هغه ګټه ده چي انسان يې هيڅکله په هيڅ څيز کي نسي ترلاسه کولای او په دماغ کي يو داسي انګيزه خپروي، چي زموږ دماغ وهڅوي تر څو يوه ګټوره  ليکنه وکړي.


هر څه چي مو مطالعه کړل بايد د خپلو دوستانو او ملګرو سره يې شريک کړئ، تر څو هغه هم پوه او ستاسو د معلوماتو څخه ګټه واخلي.


په اخير کي وايم چي مطالعه کول موږ ته داسي مهمه ده لکه خوراک او څښاک کول. هو، چي خوراک او څښاک بدن ته ګټه رسوي، مګر مطالعه زموږ دماغ ته رشد ورکوي. کتاب هغه دوست دئ، چي تاسو ته ښه او بد په واضح توګه بيانوي.
همدا مطالعه ده چي نن يې د بشريت لپاره اسانتياوي برابري کړي دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته