ايا د میټا مکس سیستم (MetaMax) جائز دی که نا جائز؟
ددې سیستم ترتیب داسي دی:
په دې کي څلور پیکجه دي، د ۹۰$ د ۳۰۰$ د ۶۰۰$ او د ۱۲۰۰$، ددې سیستم داسي دی چي فرضا د(۹۰) ورځو پېکیج دی، نو تاسي ته د ورځي درې ډالره درکوي، په (۳۰) ورځو کي تاسي خپل 90$ پوره کوی او نوري ورځي ستاسو ګټه ده خو په دې شرط چي تاسي به هغه ویډیوګانې انلاین ګورئ چي دوی یې درته رالیږي، د 90$ په پیکیج کي به تاسي ضرور پنځه ویډیوګاني ګورئ او د هري ویډیو په مقابل کي تاسي ته 0.6USDT درکوي، همداسي په بل پیکیج کي لس ویډیوګانې، په بل کي (۱۶) ویډیوګانې او په اخري کي (۲۰) ویډیوګانې.
۱: په عمومي ډول سره د غرب یا نوري کفري نړۍ له لوري چي کوم داسي سیستمونه راځي په دې کي سود، قمار او فحشاء ضرور وي، لکه دغه میټا مکس، فورسېج بیټ کواین بټ، (AgiGPT-QT4) یا نور... نو ځکه له دې څخه باید زموږ ځوانان ځانونه وساتي، په اسلام کي د حلال کسب او کاروبار لپاره تر دې ښه ګټه او تر دې ښه ترتیب سته. الحمدلله.
۲:عموما کوم سیستمونه چي موږ خپله کتلي او فتواوي مو پر ورکړیدي هغه داسي دي چي تضمین نسته، چي هر وخت سیستم بند سو رأس المال او ګټه ټوله ولاړه لکه چي موږ او تاسي یې چي شاهدان یو، معلومه (بیع او شراء) پکښې نسته، تاته وايي چي ما دا کار وکی دغه دي ګټه ده، هغه که دوی ستاسي په پیسو د سود کاروبار کوی که د قمار او اکثریت سود او قمار ضرور پکښې دي، له همدې کبله هم دداسي سیستمونو له لارې پیسې لاسته راوړل حرامي دي.
۳: دغه پیسې چي تاسي و دغه انلاین سیستمونو ته ورکوی دغه کس او ځان نامعلوم دی، موږ ولیدل چي ډير راغلل او خلک یې لوټ کړل او ولاړل، په انلاین صرافۍ سیستم کي (AgiGPT-QT4)او نورو کي خلکو په میلیونهاوو تاوانونه وکړل، چي د تاوان په صورت کي نه ګټه د چا لاسته ورغلل نه (رأس المال).
۴: په دغه میټامکس سیستم کي باید ویډیوګاني تاسي وګورئ او بیا تاسي ته کریډیټ درکړل سي، هغه ویډیوګانې دوی درته رالیږي، په دې ویډیوګانو کي د ښځو بربنډې او نیمه بربنډې ویډیوګاني پکښي سته، اول دغه ویډیوګاني کتل شرعا حرامي دي او بیا کریډیټ پر اخستل هم حرام دی او بل څوک ودې سیستم ته دعوتول هم حرام دی، د سیستم داسي اصول دي که هر څومري کسان ورته دعوت کړی نو ضرور تاسي ته کریډیټ درکوي.
۵: په مجموع کي دغه میټا مکس فحشاء خپرول، د کفري نړۍ و داسي کمپینو ته کار کول دي چي د هغو ټوله کاروبار (بزنس) یا سود دی، یا قمار دی یا نور غیر اسلامي کړنې دي، نو ځکه موږ ویلای سو چي ددې لارې پیسې ګټل حرامي دي.
۶: بله خبره په میټامکس کي داده چي دوی صرف تاته ګټه درکوي، چي هر پیکیج تاسي ولګوي نو د وخت په اوله برخه کي ستاسي پیسې پوره کیږي او پاته دوې برخي یې ستاسو یقیني ګټه ده چي دا سود دی او دا حرام کار دی.
۷: په میټا مکس کي معلوم نه شراکت سته، نه مضاربت سته، نه رانیول او خرڅول سته، نه اجاره سته نه ګروي سته، له همدې کبله داسي یو کاروبار شرعا حرام، ګټه یې حرامه او پکښې داخلیدل حرام او بل څوک ورته رابلل دا ټول حرام دي.
یآیها الذین امنوا انما الخمر والمیسر والانصاب والازلام رجس من عمل الشیطان فاجتنبوه لعلکم تفلحوم. (سورت المائده: ۹۰)
ژباړه: اې مؤمنانو! په یقیني توګه شراب، جواری (قمار) بتان او د فال نیولو غشي ټول نجس (ناولي) او شیطاني کارونه دي، له هغو څخه ډډه وکړئ، هیله ده چي تاسي ته به بری در په برخه سي.
لان القمار من القمر الذی یزداد تارة و ینقص اخری وسمی القمار قماراً لان کل واحد من المقامرین ممن یجوړ ان یذهب ماله الی صاحبه و یجوز ان یستفید مال صاحبه و هو حرام بالنص. (کتاب الحظر والاباحمة، فصل فی البیع ج: ۶ ص: ۴۰۳ ط: دارالفکر)
هغه څوک چي فشحاء ګوري او فحشاء خپروي د هغو لپاره سخت عذاب دی، چي میټا مکس له دې څخه خالي نه دی:
ان الذین یُحبون آن تشیع الفحشة فی الذین أمنوا لهم عذاب الیم فی الدنیا والاخرة والله یعلم و انتم لا تعلمون. (سورت النور: ۱۹)
ژباړه: په یقیني توګه کوم کسان چي د مؤمنانو په ډله کي د فحشاء خپرول خوښوي هغوی په دنیا او اخرت کښې د درناکه عذاب وړ دي، الله پوهیږي او تاسي نه پوهیږئ.
سود په اسلام کي حرام دی
یآیها الذین أمنوا اتقوالله و ذروا مابقی من الربوآ ان کنتم مؤمنین. فان لم فعلوا فأذنوا بحرب من الله ورسوله. (سورة البقره: ۲۷۸، ۲۷۹)
ژباړه: اې مؤمنانو! که په رښتیا سره مو ایمان راوړی وي، نو له خدایه ووېرږئ او ستاسي چي کوم سود پر خلکو پاته دی هغه ورپرېږدی، خو که تاسي داسي ونکړل نو خبر اوسی چي د الله او د هغه د پېغمبر له خوا ستاسي پر خلاف د جګړې اعلان دی.
ځواب: عبدالغفار جُبیر