تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څوارلسمي پیړۍ مجدد
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 27, 2019
  0

لیکنه: مولوي عزت الله درویش 


د یو مشهور حدیث مفهوم دی چې په مسلمانانو کې هر سل (۱۰۰) کاله وروسته الله جل جلاله یو مجدد پیدا کوي، ترڅو د نوو را پیدا شوو رواجونو، بدعاتو ، خرافاتو او غلطیو مخه ونیسي .


کله چي په امت کي جهل او بدعات زیات سي، علم او سنت کم سي نو په هره پیړۍ کي الله عزوجل د اسلام د نصرت لپاره د علم او عمل په مختلفو ساحو کي د هدایت ستوري (علماء) رامنځ ته کوي، چي پدې کي مفسرین، محدثین، فقهاء، مصلحین، په نیکو امر کوونکي او له بدیو منع کوونکي، د امت څخه دفاع کوونکي دلاور اشخاص او مبارزین شامل وي. دا مجددین به سنت له بدعت څخه جلا کوي، علم به زیاتیږي او اهل علم به عزتمند کیږي، بدعات او خرافات او پیروان به یې ماتیږي. او ددې حدیث په مصداق کي یو شخص نه راځي بلکي د زمانې مشهور او منل سوي مختلف علماء راځي. (ملخصا من مرقاة وفتح الباري)

ستاسو په ذهن کې به هم سوال پیدا کیږي چې د څوارلسمې پیړۍ مجدد به څوک وي؟!


په دې اړوند د شهید مولانا محمد یوسف لدهیانوي رحمة الله علیه نه پوښتنه شوې چې په څوارلسمه پیړۍ کې څوک مجدد تیر شوی او چا د مجدد دعوه کړې ده؟ 


شهید لدهیانوي رحمه الله جواب داسي ورکړی:
مجدد دعوه نه کوي کار کوي، په څوارلسو تیرو شوو پیړو (صدو) کې هیڅ یو بزرګ هم د مجدد کیدو دعوه نه ده کړې.
د څوارلسمې پیړۍ مجدد حکیم الأمت علامه محمد اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه وو . 


ځکه تهانوي رحمه الله په مختلفو دیني موضوعاتو باندې تقریباً څه د پاسه یو زر (۱۰۰۰) کتابونه لیکلي دي، په دې پیړۍ کې هیڅ یوه فتنه، هیڅ یو بدعت او هیڅ یوه داسي مسئله نشته چې ده به پرې قلم نه وي اوچت کړی. په تفسیر ، حدیث ، فقه، تصوف او سلوک ، عقاید ، د ټولني اصلاح او داسې نورو مختلفو دیني علومو کې هیڅ یو داسې علم نشته چې ده پرې تالیفات نه وي پرې ایښي.


او د هر فن کتاب یي چې وګورې ته به ګمان وکړې چې د همدې فن امام دی.


په هر حال د مجدد لپاره دعوه لازم نه ده، بلکې د مجدد پیژندګلوي به د هغه د دیني خدمت او کار څخه کيږي.


میرزا غلام احمد قادیاني کافر د مجدد ځان بللو څخه نیولې تر مهدي، مسیح، نبي، رسول، کرشن، ګرونانک او رودرګوپال کیدو پورې دعوې وکړې، (یعني میرزا غلام دغه ټولي دعوې وکړې) لیکن دده د ناهموار قد لکبله په دې کي یوه دعوه هم پر صادقه نه شوه. (ستاسو مسایل او د هغو حل: جلد ۱ صـــ ۳۴۵)

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته