ددې اُمت د زيات شمېر نارينه او ښځو عمرونه تر شپيتو او اويا کلونو پوري وي لکه څه ډول، چي نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله علیه وسلم أَعْمَارُ أُمَّتِي مَا بَيْنَ السِّتِّينَ إِلَى السَّبْعِينَ وَأَقَلُّهُمْ مَنْ يَجُوزُ ذَلِكَ (رواه الترمذي )
ژباړه: او په تجربه هم ثابته سوې ده چي ددې امت د ډېرو لږو کسانو عمرونه تر اويا وو زياتيږي، نو د همدا لږ عمر ابتدايي برخه په ماشوم توب کي تيرېږي او منځنۍ برخه يې د ځوانۍ د هوس په لمبو کي د ډېرو څخه سوزي او ضائع کيږي اوپر وروستۍ برخه يې د بوډاتوب د کمزوروالي حالت راځي په داسي حال کي، چي په مخکنيو امتونو کي انسانانو ډېر اوږده، اوږده عمرونه لرل خو د دې امت سره الله جل جلاله دومره احسان کړى دئ چي په هرکال کي يې يوه شپه د (ليلة القدر) ورکړې ده او دا داسي عظيمه شپه ده لکه څه ډول چي الله جل جلاله فرمايي:
(لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ (۳-القدر )
د ليلة القدر د شپې عبادت تر نورو زرو مياشتو لا هم غوره او زيات ثواب لري. زر مياشتي درو اتيا کاله او څلور مياشتي کيږي.