ژباړه: اصیل زارع
حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه فرمائي:
د ګناه او معصیت څخه د ځان ژغورلو طریقه دا ده چي لومړی بايد خپله با همته واوسئ او ددې ترڅنګ د الله تعالی څخه د همت غوښتنه وکړی او د الله تعالی په خاصو صالحو بنده ګانو (حقاني علماء کرامو او متقیانو) باندي هم ځان ته دعاء وکړی ترڅو تاسو ته دعاء وکړي ان شاء الله د ګناهونو څخه د ځان ساتلو همت به ډېر ژر ترلاسه کړی.
مؤمنانو! د کاميابۍ د ګاډۍ دوې پايې وي، يو خپل همت او دوهم د مشرانو دعاء.
که چيري دا دوې پايې وي ګاډۍ حرکت کولای سي خو يوه پايه د ګاډۍ د حرکت کولو لپاره کافي نه ده. (کمالات اشرفیه)