لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اجارې عقد هغه تړون ته وايي چي مال د منافعو په عوض کي پکښي تبادله کيږي .
منافع د منفعت جمع ده او منفعت ګټي ته وايي .
مثلا : په خياط کالي جوړول د خياط د لاس ګټه او منفعت دى او په کور کي اوسېدل د کور ګټه او منفعت دى او د خياط مزدوري او د کور کرايه بيا مال دى .
کور په کرايه نيول يا خياط ته کالي په اجوره ورکول د اجارې تړون دى ځکه د خياط مزدوري او د کور کرايه د کور د منفعت او د خياط د لاس د ګټي په عوض کي تبادله کيږي .
يادونه : څوک چي د باغ ميوه په درختو پوري رانيسي يا يې پر بل چا خرڅه کړي نو زموږ د سيمي خلک وايي : باغ يې اجاره کړى ، دغه تړون که څه هم خلک اجاره بولي خو شرعا اجاره نه بلل کيږي ، بلکي دا د بيع تړون دى ځکه دا مبادله د مال په مال ده او مال په مال مبادله کول بيع بلل کيږي .
کور په کرايه نيول ، په موټر کي په پيسو سفر کول ، په خياط ، نجار او مستري يو شى جوړول په ډاګټر علاج کول ، موټروان ، ميرزا او نوکر د ورځي يا مياشتي او يا د کال د پاره په نوکرۍ درول دا ټول د اجارې تړونونه دي ، که څه هم يې په پـښتو کي ځيني د مزدورۍ ، ځيني يې د کرايې او ځيني نور يې بيا د فيس ، ټېکې او د مېرزايي په نومونو ياديږي ، ځکه چي په دغو تړونو کي مال په منافعو معاوضه کيږي .
اصطلاحات :
اِجَارَة : و بل ته يو شى په کرايه ورکول اجاره ده .
مُؤجِر : مُؤجِر هغه چا ته وايي چي و بل چا ته يو شى په کرايه ورکوي .
اِسْتِئْجَار : د بل چا څخه يو شى په کرايه اخيستلو ته اِسْتِئْجَار وايي .
مُسْتَأْجِر : يو څوک چي د بل شى په کرايه اخلي هغه ته مُسْتَأْجِر وايي ، مُسْتَأْجِر د جيم په زېر ويل کيږي .
مُسْتَأْجَر : هغه شى چي په کرايه اخيستل کيږي هغه ته مُسْتَأْجَر وايي ، مُسْتَأْجَر د جيم په زور ويل کيږي .
مثال : زيد و بکر ته کور په کرايه ورکړى ، پدې مثال کي زيد مُؤجِر دى ، بکر مُسْتَأْجِر دى او د زيد کور مُسْتَأْجَر دى .
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات