تازه سرليکونه
د (اسلام او سياست) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پر وضعي قوانینو د اسلامي شریعت د فوقیت دلایل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 9, 2020
  0

پر وضعي قوانینو د اسلامي شریعت د فوقیت دلایل


لیکنه: حفیظ الله رسولي


په ټولو اسلامي هیوادونو کي اسلامي شریعت د افاقي حقوقو له ټولو څخه مهمه منبع ګڼل کیږي، اوس دلته دا پوښتنه مطرح کیږي چي څنګه د ټولو څخه مهمه اولینه او اصلي منبع اسلامي شریعت دی؟


دا چي اسلامي شریعت د وضعي قوانینو پر وړاندي امتیازات لري او بل دا چي خپله وضعي قوانینو دغه اهمیت او فوقیت قبول کړی دی چي دواړه جلا جلا تر څیړني لاندي نیسو:


 الف : د اسلامي شریعت د احکامو امتیازات
اسلامي شریعت یو سلسله امتیازات لري چي موږ یې دلته د نمونې په ډول یو څو په لنډ ډول ذکر کوو:


۱ د مرجع له حیثه : د اسلامي شریعت د احکامومرجع ډیره لوړه اوعالي ده اوهغه د الله تعالی عظیم ذات دی چي نوموړي هدایات یې د حضرت جبرائیل امین علیه السلام په واسطه پر نبي کریم علیه السلام باندي نازل کړي دي.


الله تعالی د خپل مخلوق خالق دی او د هغوی په ټولو حالاتو ښه خبرداره دی نو حتمي یې د خپلو بنده ګانو د خیر او مصلحت لپاره غوره قانون رالیږلی دی، ولي کوم قانون چي د انسانانو په لاس جوړیږي په هغه کي بیا دغه امتیاز نسته.


۲ د مکان او زمان له حیثه : اسلامي شریعت په هر ځای او هر وخت کي د تطبیق وړ دی خو که موږ وګورو د انسانانو په لاس جوړ سوي قوانین بیا دغه صفت نه لري د هر ځای لپاره خپل خاص قوانین موجود دي چي یو له بله سره توپیرکوي لکه د افغانستان قوانین د پاکستان، ایران او نورو هیوادونوسره توپیر کوي.


په دې معناه چي د ځای په تغیر سره وضعي قوانین یو له بل سره فرق کوي، همدارنګه د وخت او زمان په تغیر سره هم یو له بل سره توپیر کوي لکه د ظاهر خان د دورې قوانین د داود خان د دورې د قوانینو سره او همداسي تر نن ورځي پوري ټول قوانین یو له بل سره توپیر لري.


ولي اسلامي شریعت له نن څخه شاوخوا ۱۴۰۰ کاله مخکي نړۍ ته راغلی دی خو نن هم هغه قانون یا احکام په هر ځای کي حاکم او د تطبیق وړ دي.


۳ اسلامي شریعت د هر قسم اشتباهاتو او خالیګاوڅخه پاک اومنزه دی: څرنګه چي موږ او تاسو پوهیږو چي اسلامي شریعت د الله عزوجل له لوري نازل سوی شریعت دی او الله تعالی ازلي او ابدي علم لري خو وضعي قوانین بیا نواقص او اشتباهات لري دا ځکه چي انسان جوړ کړی دی او د انسان علم ناقص دی اشتباهات ورڅخه رامنځ ته کیږي.


۴ د اسلامي شریعت څلورم امتیاز دا دی: چي په اسلامي شریعت کي کوم عقوبات چي ذکر سوي دي هغه د دنیا او اخرت دواړو لپاره دي مګر د انسانانو په لاس جوړ سوي قوانین دا امتیاز هم نه لري.

 

او داسي نور...

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نبوت دلائل: اسلامي شریعت ترټولو بهتر قانون
اسلامی شریعت علم اور عقل کی میزان میں

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته