ژباړه: محمد اسماعيل "مخلص" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سلطان محمد فاتح (محمود الثاني) د عثماني کورنۍ له مشهورو پاچهانو او خليفه ګانو څخه دی، ده د خپل (۴۹) کاله يوې مياشتي او پنځه ورځي ژوند څخه (۳۱) کاله دوې مياشتي او اته ويشت ورځي په عدالت او تقوی سره پر اسلامي نړۍ واک وچلاوه، د کفري او صليبي حکومتونو پايې ئې داسي ولړزولې چي څوارلس واره طاغوت پالو دښمنانو مرګوني حملې ورباندي وکړې، خو موفق نه سول.
سلطان محمد فاتح د ځکندن پر مهال خپل زوی ته داسي وصيت کوي، چي د ټولو مسلمانو حاکمانو او دولتي خلکو له پاره بهترين مسير ګرځي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د برحقه خلفاوو غوښتني پکښي نغښتي دي:
"اوس زما مرګ رارسېدلی، خو فکرمن او غمجن نه يم، ځکه چي ترځان وروسته تا پرېږدم.
اې زويه! عادل، صالح او رحم لرونکی اوسه، د رحمت وزرونه دي د تر لاس لاندي خلګو په وړاندي د تبعيض پرته وغوړوه او د الهي دين د خپرولو هڅه کوه، ځکه چي دا د ځمکي پر مخ د حاکمانو له مهمو وظايفو څخه دي، پر هر کار د الله جل جلاله دين ته غوره والی ورکوه او دهغه په اړه د فکرکولو څخه مه غافله کيږه!
د سلطان محمد الفاتح توره
پر وظيفه باندي د بې دينه خلکو د مقررولو څخه پرهېز وکړه، داسي خلک چي د کبيره ګناه څخه ځان نه ساتي او په نامناسبه کارونو مصروف وي، د داسي خلکو څخه هم ليري اوسه، چي د دوی (بې دينه کسانو) طرف ته تا هڅوي، د فساد او بدعتونو څخه ځان وساته! په خپلو اوليه کارونو کي دي جهاد ته پرمختګ ورکړه، د بيت المال حفاظت کوه، دبل وحق ته د لاس اچولو څخه ځان ساته، بخښنه دي د حقدار طرف ته متوجه کوه، ديني باعمله عالمان دي په حکومتي نظام کي درسره ملګري کړه، هغوی معزز وشمېره، د هغوی د تشويق له پاره هڅي کوه او کله چي دي د هغوی څخه يو کس بلي سيمي ته لېږه، ځان ته ئې راوغواړه، استقبال ته ئې ورسه او په تحفو ئې ونازوه.
بيداره اوسه! دنيا، مال او قدرت تا ته فريب در نه کړي. مؤمنان بايد ستا د دروازې څخه نا اميده ونه ګرځي، له هغو کارو څخه ځان ساته، چي ستا نفس ئې غوښتونکی وي او د شريعت مخالف وي. ځکه چي دين زموږ هدف دی، زموږ د اعمالو اصلاح کوونکی او زموږ کاميابوونکی دی، زما نصيحت واوره او قبول ئې کړه، زه چي کله دې نړۍ ته راغلم؛ نو د يو کوچني ميږي په څېر وم، خو الله عزوجل دا لوی نعمت و ماته راکړ، زما پر طريقه او تګلاره باندي محکم واوسه، د دې دين او د هغه د پيروانو د عزت ساتلو کوښښ کوه، د بيت المال مالونه دخپل طبيعت مطابق، بې ځايه او د ضرورت تر اندازې ډېر مه مصرفوه! ځکه د دغه کارونو کول به ستا دحکومت دهلاکېدو له غټو اسبابو څخه وي". الدولة العثمانية (ص ۱۷۱\ ۱۷۲)
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه