کمپوز: احسان الله، د عزیز التفاسیر څخه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
که څوک وایي چي : الله جل جلاله قدرت درلود چي مقتول یې بدون د غوا د سلسلي څخه راژوندی کړی وی او لانجه یې ختمه کړې وی ، نو د څه حکمت په بنیاد دغه کارته په ذکر شوي طریقي سره صورت ورکړی شو ؟
مونږ وایو ؛ والله اعلم ؛ چي : شاید ذکر شوې طریقه به د لاندي حکمتونو په بنیاد غوره کړی شوې وي :
الف: ترڅو واضحه کړي چي بني اسرائیل د جنایاتو په ارتکاب ډیر ګړندي او تیز وه خو په طاعتونو کښي ډیر سست او ټنبل وه .
د همدي کبله هغوی د سامري دعوت بدون د پوښتنو قبول کړ او خوسی یې خپل معبود و ګرځاوه د موسی علیه السلام په دعوت کښي په اصطلاح دوه سوه پوښتني مطرحي کړې چي د غوا عمر څومره دی؟ او څنګه رنګ لري؟ او داسي نور .
که بالفرض هغوی د سامري په دعوت کښي دغسي پوښتني مطرحي کړي وی نو امکان یې درلود چي د خوسي د عبادت څخه بچ پاته شوي وی او موسی علیه السلام د طور د غره څخه ورته بیرته رارسیدلی وی .
ب : تر څو هغوی پوه کړی شي چي غوا که هر څومره ډولي او ښایسته وي هم په ذبحه کولو باندي یې نه اسمان راولیږي او نه مځکه څیریږي ، نو په کار ده چي د زړه مینه او محبت ورسره ونه ساتل شي .
ج : تر څو هغوی ته معلومه شي چي د هر شي کونکی یوازي الله جل جلاله دی او یوازي همدی الله جل جلاله د عبادت لیاقت لري او بس! نه غوا معبوده جوړیدای سي او نه خوسي معبود ګرځیدلی شي.
که بالفرض د عبادت لیاقت غوا درلودی نو اقلا خپل ځان خو یي د ذبحي څخه بچ کړی وی او د خپل ځان څخه به يې د مرګ مخه نیولې وی .
د : تر څو هغوی پوه شي چي ژوندي کول او مړه کول په رښتیا سره د الله جل جلاله کار دی او جادو او کوډي پکښي څه مداخله نه شي کولی .
که بالفرض د مقتول په ژوندي کولو کښي ذکري شوي سلسلي صورت نه وی نیولی (چي ټوله خپله د دوی په لاس انجام شوه) نو څه لري نه وه چي د جادو نوم یي ورباندي ایښی وی.
او دا سي نور .
ماخذ: عزیز التفاسیر: ج۱، ص۱۴۵/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اړوند لیکني: