لیکنه: عبدالقیوم مینه وال/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ورځ او شپه
ورځ او شپه هره ورځ يو په بل پسي راځي او زما سلام اخلي. هغوى هره ورځ ما له يوې نېکمرغۍ خبروي، وايي: د ژونديو سترګي تل رڼې وي، د ګلابونو ننداره په رڼو سترګو کيږي او همدرانګه مي له يوې بدمرغۍ خبروي، وايي: د مړو سترګي تل پټي وي، په تياره شپه کي انسان تر لاښونو لويږي. خو دا چي زه درانه غوږونه او بې نوره سترګي لرم، يوه ورځ مي هم د دې ښکلو فرشتو سلام وانه ورېد او نه يې د راتلو په ارمان و پوهېدم.
www.taleemulislam.net