ژباړه: سمیع الله دُرانی
یو انجنیر د اپارتمان په لسم منزل کي کار کوئ؛
یو مزدور تر اپارتمان لاندي په کار اخته وو، د انجنیر مزدور پکار وو، ډیري نارې یې ور ووهلې، مګر مزدور وانه ورېدلې؛
انجنیر د جیب څخه د پنځوسي نوټ راوکښئ او لاندي یې ور وغورځوئ تر څو مزدور لوړ وګوري، مګر مزدور نوټ پورته کړ او په جیب کي یې واچوئ، د لوړ کتلو څخه بغیر په خپل کار مصروفه سو.
دوهم ځل انجنیر د سلو روپو نوټ لاندي ور وغورځوئ، چي ګواکي دا مزدور لوړ وګوري؛ مزدور بیا هم بغیر له لوړ کتلو څخه نوټ په جیب کي واچوئ.
اوس دریم ځل انجنیر یوه کوچنۍ ډبره را واخیستل او لاندي یې ور وغورځول، ډبره د مزدور پر سر ولیګدل، ده فوراً لوړ وکتل او ناره یې وکړه، انجنیر ده ته د خپل کار په اړه وویل.
فایده: په حقیقت کي زموږ ژوند یو قصه ده، زموږ مهربانه خدای ﷻ همیشه پر موږ د رحمتونو باران کوي چي شاید موږ سر پورته کړو او د هغه ﷻ شکر اداء او احکام یې عملي کړو، مګر موږ دغه رقم خبره نه اورو.
کله چي مو الله ﷻ په یو مشکل کي اخته کړي یا زموږ په ژوند کي پریشاني او یا مصیبت راولي، موږ فوراً د هغه ذات طرف ته متوجه کیږو، زموږ صرف د مشکلاتو په وخت کي الله ﷻ پیاد وي.
پس؛ موږ ته پکار ده چي هر وخت کله هم د الله ﷻ له طرفه کوم نعمت را ورسیږي فوراً د هغه شکر اداء کړو.