تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یو پاچا د مېوو باغ ته ولاړي، په باغ کې ډول ډول مېوې وې، پاچا له باغوان څخه پوښتنه وکړه، دا څه علت دی، چې د مېوو ونې د ډک بار له لاسه نسکورې وې، خو کله چې د حاصل او شکېدو وخت سي مېوې کمې وي؟ باغوان عرض وکړ ، صاحب كله چې مېوه پخې سي نو زیاتره يې مرغۍ داغي کړي، نو ځکه روغه میوه کمه وي.
په پاچا دا خبره بده ولګېده، سمدلاسه يې امر وکړ، چې ټولې مرغی ونیسئ، مرغی يې ټولې له منځه يووړې دخدای کارونه و، داځل په باغ چينجي ولګېدل ، يوه دانه مېوه هم ونه شوه، پاچا په ډېره غوسه پوښتنه وکړه، چې دا ولې؟
باغوان په ډبره عاجزۍ وویل : صاحب تاسې ټولې مرغۍ ونيولې نو چنجيو په باغ حمله وکړه، پخوابه چې چنجي پیدا شول مرغیو به وخوړل ، اوس مرغۍ نسته نو ټولې مېوې چنجي و خوري، صاحبه خدای پاک په خپلو کارونو ښه پوهېږي، مرغیو به خپل قسمت خوړ، ولې چنجي يوه هم نه پرېږدي، پاچا په چورت کې سو ، چې له باغه راووت نو ويې ويل: خدای چې څه کړي هغه ښه کړي.
ماخذ: د متلونو کیسۍ او نور معلومات
www.taleemulislam.net