تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و مدينې منورې ته رجوع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و مدينې منورې ته رجوع او هلته د حُب او قربانۍ نادره حالات

 

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شهيدانو د ښخولو څخه فارغه سو او د خپل رب عزوجل  حمد او ثناء يې و ويل د خپلو پاته ملګرو سره د مدينې منورې پر طرف رهي سو، لکه څرنګه چي د جنګ په میدان او جريان کي د مومنو او صادقو مسلمانانو حُب او فداکارۍ ښکاره سوې دغه رنګه په لار او په مدينه منوره کي د مومنو او صادقو مسلمانو ښځو حُب او فداکارۍ ښکاره سوې. 


څرنګه چي د مسلمانانو د مرګ او ژوبلي خبرونه مدينې منورې ته رسېدلي وه او هره ښځه په دې انتظار ده چي څوک او کوم قريب به يې وژل سوى وي او تر هر چا زيات د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د صحت او سلامتيا په انتظار کي وې. 


د مدينې منورې په لار کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو په مخه حَمنه بنت جحش رضی الله عنها  ورغله اول د دې د ورور عبدالله بن جحش رضی الله عنه  د وژل کېدلو خبر ورته و ويل سو دې ﴿اِنّا لله وَ اِنّا اليه راجِعون﴾ و ويل او د هغه دپاره يې د مغفرت دعاء وکړه، بيا د دې د ماما حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  د وژل کېدلو خبر ورته و ويل سو، بيا يې هم ﴿اِنّا لله وَ اِنّا اليه راجِعون﴾ و ويل او د هغه دپاره يې د مغفرت دعاء وکړه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د حال پوښتنه به يې کول، بيا د دې د خاوند مصعب بن عمير رضی الله عنه  د وژل کېدلو حال ورته و ويل سو، دلته يې نو نور صبر نه سواى کولاى په ژړا او غلبلو سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بېشکه چي مېړه د ښځي دپاره په يوه درجه او مقام کي دى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان د بني دينار د قبيلې پر يوه داسي ښځه ورغله چي مېړه، ورور او پلار يې په اُحُد کي شهيدان سوي وه، و دې ته د دې د دغو اقرباوو د يوه يوه د وژل کېدلو خبر ويل کېدی او دې به د هر یوه د خبر تر اورېدلو وروسته د هغه دپاره ﴿ اِنّا لله وَ اِنّا اليه راجِعون ﴾ ويل او بیا به یې پوښتنه کول چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څنګه دى؟ دوى ويل: الحمد لله هغه په خير دى، دې به ويل: ما ته يې را وښوى يا راښکاره يې کړی چي زه يې و وينم، خلکو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته اشاره وکړه چي هغه دى، ښځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  وليدى نو يې څه و ويل؟ سبحان الله! ښځي و ويل: يا رسول الله! ستا تر سلامتيا  وروسته هر غم کوچنئ دى. 


د سعد بن معاذ رضی الله عنه  مور د رسول الله صلی الله علیه وسلم  و طرف ته په ځغستا ور رهي سوې وه، سعد بن معاذ رضی الله عنه  چي د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د بوده قيزه يا تناو نيولى ؤ و ويل: يا رسولَ الله! دغه چي را رهي ده زما مور ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: مرحباً بها، يعني: دې ته ښه راغلى وايم او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دې ته و درېدى، دا چي ور نژدې سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دې ته د دې د زوى عمرو بن معاذ رضی الله عنه  چي د سعد بن معاذ رضی الله عنه  ورور ؤ د شهادت تسلّْى ورکول دې و ويل: يا رسولَ الله! دا چي ته مي جوړ روغ وليدلې نور ټول غمونه کوچني دي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هغو کسانو وکورنيو ته دعاء وکړه چي په اُحُد کي شهيدان سوي وه او بيا يې د سعد رضی الله عنه  و مور ته و ويل: يا اُمِّ سعد! تا ته زېرى درکوم او ته د هغو نورو وکورنيو ته زېرى ورکه چي د دوى وژل سوي کسان ټول په جنت کي سره ملګري دي او د خپلو ټولو کورنيو دپاره يې شفاعت کړى دى او شفاعت يې هم قبول سوى دى، د سعد بن معاذ رضی الله عنه  مور و ويل: يا رسولَ الله! موږ راضي يو او تردې ښه خبر وروسته به څوک پر خپلو وژل سوو کسانو ژاړي؟ 


بيا د سعد رضی الله عنه  مور و ويل: يا رسولَ الله! د شهيدانو و پاته کسانو ته دعاء وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: الْهي د دوى د زړو څخه غم ايسته کړې او د دوى مصيبت په خوشالي ور بدل کړې او د دوى و پاته کسانو ته ښه سر  پرست او پالونکى ورکړې. 
وروڼو او خوندو! موږ او تاسي بايد د الله جل جلاله  محُبت، د رسول الله صلی الله علیه وسلم   محُبت او د إسلام محُبت د دغو کسانو څخه زده کړو، دا هغه کسان دي چي پر اسلام او مسلمانېدلو يې درې کاله نه دي تېر سوي، هغه يې قربانۍ او فدا کارۍ  وې او دا يې صدق او اخلاص دى، موږ او تاسي چي د زېږېدلو په وخت کي مو د شهادت کلمې په غوږو کي ويل سوي دي او د مسلماني مور پاکي شيدې مو رَودلي دي څه راته پېښه ده چي نن ورځ د يو څه مال او پيسو دپاره دين او ايمان، الله او رسول الله هېر ؤ، همېشنئ جنت د څو ورځو په راحت مه بدلوى، د دنيا ټول تکليفونه  زغمل کېدلاى سي خو د دوږخ د يوې لحظې اور او تکليف نه سو زغملاى.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغې ورځي په ماښام کي چي د شنبې ورځ، اوومه د شوال او د هجرت درېیم کال ؤ مدينې منورې ته ورسېدى، کوم وخت  چي خپل کور ته ورغلى خپله توره يې و حضرتِ فاطمې رضی الله عنها  ته ورکړه او ويل لوري! د دغه څخه ويني پرېمنځه په والله نن يې وفاء را سره وکړه، حضرت علي رضی الله عنه  هم خپله توره چي کږه سوې هم وه 


و حضرت فاطمې رضی الله عنها  ته ورکړه ويل: د دې څخه هم ويني پرېمنځه په والله نن يې وفاء را سره وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که تا نن په اخلاص سره جنګ کړى دى نو سهل بن حُنَيف او ابودُجانه هم ستا سره يو ځاى په اخلاص جنګ کړى دى. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته