نبوي سیرت (۱۰۹ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د إسراء او معراج واقعه
د مخه تردې چي د واقعې په تفصيل شروع وسي اول به د إسراء او معراج ترجمه درته بيان سي:
د علماوو په اصطلاح د مکې مکرمې څخه تر بيت المقدسه پوري دغه سفر او تللو ته إسراء ويل کيږي او بيا د هغه ځايه څخه تر سِدرةُ المُنتهْی پوري تګ او سياحت ته معراج ويل کيږي او ځيني وختونه که يو هم ياد سي، مثلاً يواځي إسراء يا يواځي معراج و ويل سي دغه دواړه سفرونه ځني مراد او مقصد دي.
اوس قصې ته متوجه سى:
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه مرحله کي دى چي دعوت يې د کاميابۍ او تکاليفو په منځ کي رهي دى او په ډيرو ليرو آفاقو کي د اميد ضعيفه ستوري ورته ځلېدل چي د إسراء او معراج واقعه پېښه سوه، الله جل جلاله په دغه واقعه سره خپل رسول معزز او مکرم کړی او زړه يې نور هم ور آرام کړی.
د معراج د وخت او تاريخ په تعينولو او معلومولو کي څو مختلف قولونه سته:
1 - څوک وايي: چي إسراء او معراج د نبوت په اول کال کي وه چي دغه قول امام طبري اختيار کړى دى.
2 - څوک وايي: چي دغه واقعه تر بعثت پنځه کاله وروسته وه چي امام نووي او امام قُرطبي و دغه قول ته ترجيح ورکوي.
3 - څوک وايي: چي إسراء او معراج د بعثت د لسم کال د رجب د مياشتي د اوه ويشتم په شپه وه چي دا قول علامه منصور پوري اختيار کړى دى.
4 - څوک وايي: چي د معراج واقعه شپاړس مياشتي تر هجرت د مخه وه، يعني: د بعثت د دوولسم کال د روژې په مياشت کي وه.
5 - څوک وايي: چي يو کال او دوې مياشتي تر هجرت د مخه وه، يعني د بعثت د ديارلسم کال د محرم په مياشت کي وه.
6 - څوک وايي: چي تر هجرت يو کال د مخه وه، يعني: د بعثت د ديارلسم کال د ربيع الاول په مياشت کي وه.
اول درې قوله خو په دې سبب نه دي صحي چي خديجه رضی الله عنها د بعثت د لسم کال د روژې په مياشت کي وفات سوه او د دې رضی الله عنها وفات د مخه تر هغه ؤ چي پنځه لمنځونه فرض سي او په دې کي د علماوو هيڅ اختلاف نسته چي پنځه لمنځونه د معراج په شپه فرض سوه، نو معلومه خبره ده چي معراج د دې تر وفات او د بعثت تر لسم کال وروسته دى، پاته سوه درې آخر قولونه د هغو په باره کي داسي دليل نسته چي يو قول دي تر هغه نورو راجح او افضله کړي، خو فقط د آيات شريف سياق پر دې دلالت کوي چي إسراء او معراج ډير وروسته پېښ سوي دي.
معراج د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کي ډېره لويه او مهمه واقعه ده.
معراج زموږ په دين او اسلام کي لويه او عجيبه واقعه ده او دغه معراج د دې سبب دى چي موږ بيت المقدس مُقدس بولو او د بيت المقدس په باره کي د الله عزوجل دا قول نازل سوى دى چي د سورة بني اسرائيل يا الإسراء په شروع کي فرمايي:
سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿الإسراء: ١﴾
يعني: پاکي ده هغه ذات لره چي خپل بنده محمّد صلی الله علیه وسلم يې د شپې په يوه حصه کي د مسجد الحرام څخه تر مسجد الاقصا پوري بېولى ؤ، هغه مسجد الاقصا چي موږ د هغه شا وخوا برکتناکه کړې ده، د څه شي دپاره يې بېولى ؤ؟ چي موږ دغه محمّد صلی الله علیه وسلم ته د خپل قدرت ځيني دلائل او علامې وښيو، يا ور ښکاره کړو، بېشکه چي دغه الله ښه اورېدونکى او ښه ليدونکى دى، هر څه اوري او پټ اسرار هم ورته ښکاره دي.
وروڼو! بيت المقدس مبارکه مځکه ده، مځکه څنګه مبارکه او مشرفه کيږي؟
شرف او برکت د الله عزوجل د طرفه وي، الله جل جلاله يې مبارک کوي او په دغه آيات شريف کي الله جل جلاله بيت المقدس مبارک بللى دى ځکه فرمايي:
﴿ اَلذِي بْرَکنَا حَولَهُ﴾ يعني: هغه چي موږ د هغه شا وخوا مبارکه کړې ده.
او دغه رنګه الله جل جلاله مکه مکرمه او مدينه منوره مبارک کړي دي، نو دغه د معراج په شپه جبريل عليه السلام و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شريفي د حطيم سره بيده ؤ، که څه هم ځيني علماء وايي: إسراء او معراج د اُم هاني د کور څخه وه مګر دا حديث په بخاري شريف کي صحي حديث دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دکعبې شريفي د حطيم سره بيده ؤ او جبريل عليه السلام ورته راغلى را ويښ يې کړی چي هغه لوى سفر، د إسراء او معراج سفر شروع کړي او د جبريل عليه السلام سره يو حيوان ور سره ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دغه حيوان تر خره لوى او تر غاطري يا قچري کوچنئ ؤ، دا خو د دغه حيوان د جسم يا بدن اندازه وه، مګر تعجب يې په تېزوالي کي ؤ، يو غورځېدل يې د سترګو د لیدني پر اندازه وه، سرعت او چابکي يې تر تصور زيات وه.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم را ويښ سو جبريل عليه السلام ورته و ويل: پر دغه بُراق سپور سه، رسول الله صلی الله علیه وسلم سپور سو او بُراق د بيت المقدس و طرف ته حرکت وکړی، په لږ وخت کي بيت المقدس ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم و مسجد اقصا ته ور داخل سو هلته يې يوه عجيبه اجتماع وليدل، الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم دپاره ټول انبياء او رسُولان را جمعه کړي او يو ځاى کړي وه.
علماء کرام د انبياء او رسُولانو په عدد او شمېر کي مختلف قولونه لري څوک د ټولو انبياء او رسُولانو عليهم السلام شمېر يو لک څلير ويشت زره زيات او کم پکښې بولي، څوک وايي: د رسُولانو عدد درې سوه دى او د انبياوو عدد څليرويشت زره دى، نور قولونه هم سته، مقصد دا چه په دغه مبارکه شپه الله جل جلاله ټول انبياء او رسُلان عليهم السلام په دغه لويه او مبارکه ټولنه او اجتماع کي را جمعه کړي وه، ابراهيم، نوح، موسْى، عيسْى عليهم السلام ، ټول انبياء او رسولان په مسجد الاقصا کي سره يو ځاى سوي وه.
د مځکي پر مخ کوم ځاى دى چي د ټولو انبياء عليهم السلام په اجتماع دي مشرف سوى وي؟ بېله بيت المَقدِس او بېله مکې مکرمې څخه بل ځاى نسته، کعبې شريفي ته ټول انبياء د حج دپاره راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: «اَلأنبِياءُ قَد حَجُوا بَيتَ اللهِ الحرام» يعني: ټولو انبياء عليهم السلام د بيت الله الحرام حج کړى دى او بيت المَقدِس هم هغه ځاى دى چي ټول انبياء په دغه شپه دلته سره جمعه سوي دي چي دغه اجتماع بيا هيڅ وخت او په ټول تاريخ کي نه ده تکرار سوې او د بل وار دپاره په هيڅ ځاى کي ټول انبياء نه دي سره جمعه سوي، بېله مسجد اقصا څخه او دغه ټول انبياء او رسُولان عليهم السلام د سيد البشر، سرور کائنات، فخر موجودات، جنابِ رسولُ الله، محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم و استقبال او ښه راغلي ته راغلي وه، انسان د دغه مبارک منظر او مشهد خيال او تصور هم نه سي کولاى، ټول انبياء او رسُولان و سرور کائنات، سردار کونين صلی الله علیه وسلم ته راغلي دي، صف صف، قطار قطار، ولاړ دي او ښه راغلئ ورته وايي، دا څومره مبارکه او د نوره ډکه اجتماع ده.
بَلَغَ العُلْى بِکَمَالِهِ کَشَفَ الدّجْى بِجَمَالِهِ
حَسُنَت جَميِعُ خِصَالِهِ صَلّوا عَلَيه وَآلِهِ
چي غم ديوار امت را که دارد چون تو پشتيبان
چه باک از موج بحر آن را که باشد نوح کشتيبان
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه ټولو انبياوو امامت کوي، و دغو ټولو انبياء عليهم السلام ته سيد د اولين او آخرين، سيد البشر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم لمونځ ورکوي، دا هغه لوى، عظيم او لوړ شرف دى، تر دې به بل شرف چيري وي چي د اُمتو د امامانو امام دي سي.
امام رُسل پيشوائی سبيل أمين خدا مهبط جبريل
او همدارنګه د قيامت په ورځ چي د هر امت څخه شاهد را وستل سي يعني: د هر امت نبي به پرخپل امت شاهد وي او محمّد صلی الله علیه وسلم به بيا پر هغه انبياوو شاهد وي، دا هم د خيرالبشر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم عزت او کرامت دى، دا اجتماع او ټولنه هغه لويه او معظمه اجتماع او ټولنه وه.
په دې اجتماع کي و انبياء عليهم السلام ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ او امامت ؤ چي دا کار بيا د اسلام په تاريخ کي نه دى مکرر سوى، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه څخه فارغه سو جبريل عليه السلام دوه لوښي يا دوه ګيلاسه ورته را وړل چي په يوه کي شيدې او په بل کي شراب وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د شيدو لوښى واخستى، جبريل عليه السلام ورته و ويل: و سمي لاري ته لار ښوونه او هدايت درته سوى دى، يعني: دا چه شراب دي نه واخستل، الله جل جلاله سمه لار درښوولې ده او امت دي هم و سمي لاري ته را بللى دى، په دغه خبره کي د جبريل عليه السلام د طرفه و دې ته اوله اشاره ده چي شراب بد او خبيث شئ دي، که څه هم تر دغه وخته په اسلام کي شراب نه وه منعه سوي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅکله نه شراب څښلي وه او نه يې څښلي دي، نه د مخه تر بعثت او نه وروسته تر بعثت.
تر لمانځه او د انبياء عليهم السلام تر ملاقات وروسته معراج را وړل سو، د معراج وصف او تعريف و موږ ته نه دى سوى، هلته په کتابو کي هم صحي تعريف او صحي دليل نسته چي معراج څه شي دى؟ بېله دې څخه چي عرب د معراج لفظ د ځِنې دپاره استعمالوي يعني: عرب و ځِنې ته معراج وايي، نو معراج يو قسم ځِنه ده، خو که دلته معراج د ځِنې په معنْی سره سي نو داسي ځِنه ده چي بشر يې نه پيژني، يوه خاصه ځِنه ده چي د هغه په حقيقت بشر نه پوهيږي او نه پوهېدلاى سي، نو دغه معراج چي د هغه حقيقت موږ ته نه را معلوميږي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کښېښوول سو.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه عجيبه او غريبه ځِنه کي وَخَتَى چي په څو لحظو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم و اول آسمان ته ورسېدى، دغه مسافې چي تر قياس لوړي او تر حساب تيري دي په څو لحظو کي طئ سوې.
وروڼو! موږ د دغه کون نه په لوى والي خبر يو او نه د دغو ليرو مسافو اندازه را ته معلوميږي، موږ ته دکون او د هغه د پراخوالي په باره کي هيڅ معلومات نسته، موږ انسانان که غربيان دي که شرقيان چي هرڅه پرله اوړي او را اوړي دا ټول دکون يو کوچنئ جز دى، د نن ورځي د کون علماء موږ ته د کون مسافه په ضوئي کال سره را ښيي.
موږ د مځکي مسافه په کيلو مترو سره بيانوو، خو بالمقابل کون دومره پراخه دى چي په کيلو متر يا نورو اندازو سره نه سي ښوول کېدلاى نو دکون علماوو دکون د مسافې د اندازه کولو دپاره ضوئي کال ايښى دى، ضوئي کال څه شي دى؟
(ضوء) يعني: رڼا او روښنايي لکه: د لمر رڼا يا شعاع، نو ضوئي کال و هغه مسافې ته ويل کيږي: چي ضوء يا روښنايي په يوه کال کي هغه مسافه طئ کولاى سي.
اوس نو که زه وغواړم چي د ضوء يا روښنايي سرعت يا چابکي در وښيم نو به داسي درته و وايم: چي د لمر روښنايي د لمر څخه بيا تر مځکي پوري په اتو دقيقو کي رارسيږي موږ داسي نه سو ويلاى چي لمر د مځکي څخه څو کيلو متره ليري دى، بلکه موږ وايو چي لمر د ضوئي کال په حساب د مځکي څخه اته دقيقې ليري دى، نو د هغي مسافې د ليري والي دپاره څه فکر کولاى سې چي هغه په يوه ضوئي کال کي طئ کيږي؟
د نن ورځي د علم فلک معلومات و دې اندازې ته رسېدلي دي چي په کون کي داسي نجوم او ستوري سته چي زموږ څخه په زرو زرو مليونه ضوئي کلو ليري دي او دا ټوله بيا هم دکون يو جُزء دى، ټول کون نه دى، بلکه کون نور هم تر دې ډير لوى او پراخه دى، دغه سفينه يا اَپولو چي و فضاء ته لېږل کيږي د دې تګ او سرعت په يوه ساعت کي تر درې زره کيلو متره زيات دى،که دغه أپولو يا فضائي سفينه په دغه خپل سرعت رهي وي درې کاله وروسته و هغه نژدې ترين کوکب ته چي و موږ ته تر ټولو کواکبو او نجومو را نژدې دى ور رسيږي، هغه تر ټولو تېزه او تر ټولو چابکه سفينه يا أپولو چي بشر جوړه کړې ده هغه پسله دروکلو څخه و هغه نژدې ترين ستوري ته رسيږي.
اوس نو ته و هغه بېحسابه مسافې ته فکر وکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر آسمانه يا لوړ تر هغه په دغه څو لحظو کي قطعه کړه، دا کومه معجزه ده؟ دا د الله جل جلاله کوم قدرت دى چي و موږ ته يې په دغه معراج کي را ښکاره کړى؟ دا لوى اعجاز او معجزه ده چي دغه ليري مسافه په دغه لږ وخت کي قطعه کيږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دنيا و آسمان ته ورسېدى، چي موږ اول آسمان ورته وايو، د آسمان دروازه بنده او تړلې وه، جبريل عليه السلام دروازه وټکول، د دروازې محافظ و ويل: څوک يې؟ ويل: جبريل، محافظ ويل: بل څوک در سره سته؟ ويل: هو محمّد را سره دى، د دروازې محافظ و ويل: امر نه دى را ته سوى چي بېله ده څخه يې و بل چا ته ورخلاصه کړم، د آسمان دروازه بنده وه و بل چا ته نه خلاصېدل بېله هغه چا څخه چي الله جل جلاله یې اجازه فرمايلې وه او اجازه هم بېله محمّد صلی الله علیه وسلم څخه د بل چا دپاره نه وه سوې، دروازه خلاصه سوه، زموږ امام او پيشوا جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم و اول آسمان يعني: د دنيا آسمان ته داخل سو هلته يې عجيب او نادره شيان وليدل، ملائکې يې وليدلې، انبیاء عليهم السلام او نور شیان یې ولیدل.
وروڼو! آسمان په خپله د دود پر قسم دى او دا چه پر دغه آسمان څنګه ملائکې ګرځي او هلته دروازې سته موږ نه په پوهيږو دا د خالقِ قدير کارونه دي.
إِنَّ اللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿العنكبوت: ٢٠﴾
او رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته يو سړئ وليدى ډير جګ سړئ چي شپېته ذراعه يې جګوالى ؤ (ذراع) د پخوانۍ زمانې د اندازه کولو آله وه لکه د نن ورځي متر او ذراع تر متر کمه یا لږ ده چي د نيم متر په شا وخوا کي ده، نو د متر په حساب د دغه سړي جګوالى دېرش متره ؤ او د دغه جګ سړي پر شا وخوا نور ډير زيات خلك وه، دغه جګ نفر چي د راسته طرف خلكو ته وګوري وخاندي او کوم وخت چي د چپه طرف خلكو ته وګوري و ژاړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم په تعجب کي سو ويل: يا جبريل! دا څوک دى؟ جبريل عليه السلام و ويل: دا ستا پلار آدم عليه السلام دى.
د آدم عليه السلام قد او جګوالى ديرش متره دى او د هغه وخت ټول انسانان په دغه اندازه جګ وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چي د هغه وخت څخه تر اوسه پوري انسانان د قد او قامت په کمېدلو کي دي او نور به هم پسي کميږي، مګر هغه وخت يې جګوالى په دغه اندازه سره ؤ او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه چي دغه د ده پر شا وخوا دغه نور څوک دي؟ او د ده د ژړا او خندا سبب څه دى؟ جبريل عليه السلام و ويل: دا يې اولاده ده، د راسته طرف خلك يې اهل جنت يا (جنتيان) دي او د چپه طرف خلك يې دوږخيان دي، آدم عليه السلام چي هغي اولادې ته وګوري چي جنت ته ځي خوشاله سي او وخاندي او بيا چي هغي اولادې ته وګوري چي دوږخ ته ځي خواشينى او غمجن سي وژاړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د آدم عليه السلام قيافه بيانوي او فرمايي: آدم عليه السلام ډير جګ سړئ ؤ، توربخن او غنم رنګه سړئ ؤ، سپين پوستى نه ؤ، ډنګر ؤ او جګه پزه يې وه، نو د آدم عليه السلام د شکل او قيافې تعريف داسي سو: جګ، ډنګر، سيهن يا غنم رنګه سړئ دى.
دلته په دغه اول آسمان کي رسول الله صلی الله علیه وسلم نور هم ډير عجيب شيان وليدل چي د هغې جملې څخه يې داسي خلك وليدل چي په يوه لويه واله کي اوبازي کوي، ځيني علماء وايي: دغه واله د وينو وه، د اوبو پر ځای ويني پکښي بهېدلې، دغو نفرو به په دغه وينو کي اوبازي کول څو په ډيره ستړيا سره به د ولې وغاړي ته ورسېدل او د ستړيا په سبب به يې خولې وازي نيولي وې، خو دلته د ولې پر غاړه به ملائکو پرمخ په ډبرو ويشتل، حتّْی مخان به يې زخمي سوه او ويني به ځني بهېدې او بيرته به په اوبازي هغه بل طرف ته رهي سوه خو هلته بيا دغه د ډبرو وارونه پر کېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم په تعجب کي سو ويل: يا جبريل! دا څوک دي؟ جبريل عليه السلام و ويل: دا هغه خلك دي چي د يتيمانو مال يې خوړلى دى.
وروڼو! هر هغه څوک چي د يتيمانو مال خوري پسله مرګه به په عالم برزخ کي د قيامت تر ورځي دغه عذاب ورکول کيږي او بيا يې په قيامت کي جزاء د دوږخ اور دى، دغه يې هغه اولنئ او کوچنئ عذاب دى چي د مخه تر قيامت ورکول کيږي او په قيامت کي بيا اشد عذابونه ور ته ګوري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته نور خلك هم وليدل چي ډير لوى نسونه او خيټي يې وې، ستوني ستخ پر مځکه پراته وه او د فرعون قوم به د هغو پر خيټو او نسو تېرېدی، تاسي ته دا معلومه ده چي الله عزوجل د مخه تر قيامت په عالم برزخ کي د فرعون و قوم ته جزاء ورکوي او جزاء يې په دې ډول سره ده: چي په يوه شپه او ورځ کي دوه واره و اور ته بېول کيږي، يعني: اوس يې عذاب پرله پسې نه دى فقط يو وار په ورځ او يو وار په شپه کي پر اور عرضيږي او بيا بيرته را وستل کيږي، دغه جزاء يې تر قيامت د مخه ده، او بيا په قيامت کي اشد عذاب ورکول کيږي.
نو دغه د فرعون د قوم خلك چي به اور ته بېول کېده او بيرته به را وستل کېده، د دغو لوى نسو خلكو پر خيټو به تېرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوښتنه وکړه ويل: ياجبريل! دغه څوک دي؟ جبريل عليه السلام و ويل: يا رسولَ الله! دغه لوى نسي خلك سود خوړونکي دي هغه چي په دنيا کي يې سود کاوه او رِبا يې خوړل او هغه کسان چي د دوى پر نسو تيريږي هغه د فرعون قوم دى چي دوه واره و عذاب ته بېول کيږي، خو د تګ او را تګ لار يې دغه د سود خوړونکو نسونه دي، هغه چي په دنيا کي به يې معاملې په سود او ربا سره کولې.
وروڼو! هغه کسان چي سود او رِبا کوي هغه بد او حرام کار کوي او الله جل جلاله دغو خلكو ته د جزاء او تهديد په ډول سره په سورة البقره کي فرمايي:
فَإِن لَّمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِّنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ ﴿البقرة: ٢٧٩﴾
يعني: تاسي د الله او رسول الله د جنګ دپاره ځانونه تيار کړى.
هغه څوک چي سود او رِبا کوي هغه ته به د قيامت په ورځ و ويل سي: اسلحه دي در واخله، سود خوړونکى به وايي: د څه شي دپاره؟ وايى: د الله عزوجل سره د جنګ كولو دپاره، او هر هغه څوک چي د رِبا مال خوري هغه به د قيامت په ورځ د پېرياني او مېرګياني سړي په شکل را پورته کيږي او دا هم تاسي ته معلومه ده چي پېرياني او مېرګياني پر لاري نه سي تلاى، چپه کیږي او را پورته کیږي.
مسلمان وروره! سود خوړونکى انسان دغه ټول تکاليف او د قيامت عذابونه ددې دپاره قبلوي چي په دغه نابوده او بې بقاء دنيا کي يو پنځه پيسې وګټي، د جُزئي او فاني ګټي دپاره لويه او ابدي ګټه د لاسه ورکوي.
او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي خلك وليدل چي د هغو سره وراسته او بد بويه خواړه ور سره وه، ډير بد بوى يې تلى، خو په عين وخت کي نور پاک، تازه او خوندور خواړه هم ور سره وه مګر دغو خلكو به هغه پاک او تازه خواړه پرېښوول او هغه بد بويه وراسته خواړه به يې خوړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډير تعجب کي سو، څوک دى چي ښه او تازه خواړه پريږدي؟ او بد بويه وراسته نجس خواړه خوري؟ نو ويل: يا جبريل! دا څوک دي؟ جبريل عليه السلام و ويل: دا زنا کاره دي، هغه زنا کاره چي حلاله او پاکه زوجه به يې پرېښوول خو خبيث او نجس ناروا ته به يې رجوع کول.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دلته په اول آسمان کي ډير شيان وليدل او بيا يې د اول آسمان څخه و دوهم آسمان ته د جبريل عليه السلام په ملګرتيا تشريف يو وړى، هلته يې هم نور ډير عجيب شيان وليدل چي پر هغو سر بېره يې دوه مشرف او معزز انبياء هم وليدل چي يو عيسْى عليه السلام او بل يحيْى عليه السلام ؤ، دواړه ځوانان او الله عزوجل ته مقربه انبياء وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د عيسْى عليه السلام د شکل او قيافې وصف داسي بيانوي: عيسْى عليه السلام په رنګ سور ؤ، يعني: د مخ رنګ يې د سپين والي څخه و سور والي ته مايل ؤ نه جګ او نه ګردئ ؤ، يعني: ميانه قده ؤ، پرمخ يې ډير خالونه درلودل، کوم وخت چي به يې سر وښوراوه ستا به داسي خيال سو چي اوبه ځني څڅيږي، يعني: وريښتان يې لکه لانده داسي معلومېدل که څه هم هغه به لانده نه وه، دا د عيسْى عليه السلام وصف او ښایست دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم يې و موږ ته بيانوي.
او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم و درېیم آسمان ته تشريف يووړى هلته يې يوسُف عليه السلام وليدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:» وَاللهِ ما رَاَيتُ أجمَلَ مِنهُ« يعني: قسم په الله تر هغه ښايسته مي نه دى ليدلى او فرمايي: و هغه ته نيم ښايست ورکول سوى ؤ، څنګه نيم ښايست؟ خلك د دغي جملې و مقصد ته نه متوجه کيږي، مقصد دا: الله جل جلاله چي څومره ښايست خَلق کړى یا پیدا کړی دى هغه پر دوې حصې وېشل سوى دى، يوه حصه يې يواځي يوسُف عليه السلام ته ورکول سوې ده او هغه بله حصه يې و ټول بشر ته ورکول سوې ده، نو ته و دې جمال او ښايست ته فکر وکه!
د مصر ښځو پر زُليخا ملامتي ويل چي زليخا د خپل مريي څخه نفساني غوښتنه کړې ده، زليخا و هغو ښځو ته ميلمستيا جوړه کړه، ښځو ته يې مېوې او چړې کښېښوولې او بيا يې يوسُف عليه السلام ته و ويل: ورسه، کوم وخت چي دئ عليه السلام ورغلى هغه ښځي دغه د ده و بې مثاله ښايست ته په حيرت کي ډوبي سوې په خپلو ځانو نه پوهېدې، مبهوته او بېحاله سوې تر داسي اندازې چي د مېوې په عوض او بدل کي يې خپل لاسونه په چړو پرې کول او په ځانو نه پوهېدې، الله جل جلاله دغه د دوى حال په قرآن مجيدکي بيانوي او فرمايي: فَلَمَّا رَأَيْنَهُ أَكْبَرْنَهُ کوم وخت چي دغو ښځو يوسُف عليه السلام وليدى ډير زيات ښايسته يې وبلى وَقَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ او پرله پسې يې خپل لاسونه پرېکول، الله جل جلاله داسي و نه فرمايل (وَ قَطَعنَ اَيدِيَهُنَ) يعني: د (طاء) په زور سره يې و نه ويل، ځکه په دغه صورت کي يې مقصد يو وار پرې کېدل دي، بلکه الله عزوجل د (طاء) په شد سره و فرمايل چي ترجمه يې څو واره پرې کېدل دي، نو هغو ښځو يو وار نه بلکه په تکرار سره خپل لاسونه په چړو پرې کول او په ځان نه پوهېدې، ﴿وَقُلْنَ حَاشَ لِلَّهِ مَا هَٰذَا بَشَرًا﴾ او دغو ښځو و ويل: الله د عجز او نقصانه څخه پاک دى، دغه ځوان انسان نه دى إِنْ هَٰذَا إِلَّا مَلَكٌ كَرِيمٌ ﴿يوسف: ٣١﴾ نه دى دغه ځوان مګر مکرمه ملائِکه دى، دا شکل د بشر شکل نه دى، بلکه لکه ښايسته مَلَکه، د يوسُف عليه السلام ښايست په دغه اندازه ؤ، مګر د ده عليه السلام درجه د ده د ښايست په سبب نه ده بلکه درجه يې په نبوت، په هغه علم او حکمت کي ده چي الله عزوجل و ده ته ورکړي وه.
او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم و څلورم آسمان ته تشريف يو وړى، هلته يې ادريس عليه السلام وليدى، هغه يې ښه راغلى و وايه او بيا د هغه ځايه څخه و پنځم آسمان ته ولاړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چي هلته مي هارون عليه السلام وليدى يو عزتمن شيخ او معتبره سړئ ؤ.
او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم و شپږم آسمان ته تشريف يو وړى او هلته يې مکرم رسول کليم الرّحمْن موسْى کليم الله عليه السلام وليدى.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم و اوم آسمان ته تشريف يو وړى او هلته يې بيت المعمور وليدى (بيتُ المعمور) د اهل سماء کعبه ده، لکه څرنګه چي زموږ د مځکي د انسانانو دپاره کعبه سته لمونځ ورته کوو، طواف پر کوو، همدارنګه د اهل سماء دپاره کعبه سته چي بيت المعمور ورته ويل کيږي او الله جل جلاله دغه بيت المعمور د سورة الطور په څلورم آيات کي ذکر کړى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه بيت المعمور په باره کي فرمايي: د ورځي اويا زره ملکي طواف پرکوي او هغو ملائکو ته بيا د قيامت تر ورځي بل نوبت نه ور رسيږي، هره ورځ نوري نوي اويا زره ملکي د طواف دپاره ورته راځي.
وَمَا يَعْلَمُ جُنُودَ رَبِّكَ إِلَّا هُوَ ﴿المدثر: ٣١﴾
د الله جل جلاله مخلوق او لښکري په خپله الله عزوجل ته معلوم دي.
دغه اوم آسمان په ملائکو ډک ؤ او ټوله ملائکې د الله جل جلاله په عبادت مشغوله وې، څوک پر سجده، څوک پر رکوع او چا تسبيحات ويل، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: چي په دغه اوم آسمان کي يوه لوېشت ځاى نه ؤ مګر هلته ملکه وه او الله جل جلاله ته يې سجده يا عبادت کاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دلته مي يو سړئ وليدى چي و بيت المعمور ته يې تکيه کړې وه او هغه سړئ تر هر چا دغه ستاسي د ملګري سره مشابه ؤ.
(ستاسي ملګري) د لفظ څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ځان مقصد ؤ، يعني: هغه سړئ په رنګ او شکل کي زما مشابه ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: پوښتنه مي وکړه چي يا جبريل! دا څوک دى؟ هغه را ته و ويل: دا ستا پلار ابراهيم عليه السلام دى.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د يوه آسمان څخه و بل آسمان ته تشريف وړى، او دغه انبياء او رسُولان يې هلته ليدل دا يواځي ليدل نه وه، بلکه هغه انبياء عليهم السلام ورته را تله سلام يې ور سره کاوه، د ده صلی الله علیه وسلم استقبال او ښه راغلى يې کاوه، خبري يې ور سره کولې او د ده صلی الله علیه وسلم د نبوت او رسالت تصديق يې کاوه.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه اوم آسمان کي د آسمان و هغه آخري حدودو ته تشريف يووړى او دلته يې جبريل عليه السلام د دوهم وار دپاره په هغه خپل واقعي شکل او صورت وليدى، چي بيا يې تردغه وروسته په هغه خپله چهره او شکل نه دى ليدلى، ځکه جبريل عليه السلام د دغه ټولو کلو په جريان کي چي به وحيِ را وړلې په هغه خپل حقيقي او د مَلَکي په شکل نه را تلى، د رسالت په ټوله موده کي يې فقط دوه واره په خپل شکل او صورت و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ځان ښکاره کړى دى، اول وار د بعثت په شروع کي چي د هغه بيان مو مخ کي درته کړى دى او دوهم وار دغه د معراج په شپه، دلته د اوم آسمان په اطرافو کي د سدرة المُنتهْی و وُني ته نژدې، په دغه باره کي الله جل جلاله د سورة النجم په
(13 ، 14) نمبر آياتو کي فرمايي: وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَىٰ ﴿النجم: ١٣﴾ عِندَ سِدْرَةِ الْمُنتَهَىٰ ﴿النجم: ١٤﴾
او خامخا محمّد صلی الله علیه وسلم جبريل عليه السلام په هغه خپل شکل دوهم وار په اوم آسمان کي د سدرة المُنتهْی د درختي یا وُني سره وليدى.
وروڼو! د سدرة المُنتهْی درخته يا ونه د لوړو او کښتو مخلوقاتو په منځ کي وېش او سرحد دى، پورتني مخلوقات لاندي او کښتني مخلوقات لوړ نه سي تلاى، د کښته طرفه اعمال او احوال تر سدرة المُنتهْی پوري ورځي او د لوړه طرفه الْهي اوامر او احکام تر سدرة المُنتهْی پوري را کښته کيږي او جنت هم هلته د سدرة المُنتهْی د وُني سره دى، ځکه الله جل جلاله فرمايي: عِندَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَىٰ ﴿النجم: ١٥﴾ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د جبريل عليه السلام په ملګرتيا و هغه ځاى ته ولاړى چي هلته هيڅ بشر نه دى تللى، هيڅ انسان و دغه مقام ته نه دى رسېدلى، بلکه داسي ځاى ته ولاړى چي هلته نه بشر او نه ملکه تللي دي، بېله جبريل عليه السلام څخه، فقط جبريل عليه السلام دغه ځاى او مقام ته ورغلى دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دلته مي و جبريل عليه السلام ته وکتل هغه په داسي شکل سو لکه هغه څيري، زړه، شوړېدلې بوريا، دا ټول د الله جل جلاله د بيري څخه، دا د جبريل عليه السلام حال ؤ، هغه جبريل چي ذِي قُوَةٍ، ذِي جَبَرُوت او شَديدُ القُوْى دى الله عزوجل هم شديدُ القوْى بللى دى، خو دغه شديدُ القوْى جبريل چي و دغه مقام او قُرب ته ورسېدى د الله جل جلاله د بيري يې دغه حال ؤ، دلته نو جبريل عليه السلام و درېدى ويل: يا محمّد! مخ ته ولاړ سه! ور دمخه سه! مګر زه: قسم په الله که يو قدم نور ور د مخه سم د الله جل جلاله په الْهي نُور به وسوځل سم. سعدي رحمة الله عليه په دغه باره کي وايي:
شبی برنشست از فلک درگذشت بتمکين وجاه ازمَلَک درگذشت
چـنان گـرم درتِيه قُربت بـراند که در سِدرَه جبريل ازو باز ماند
بـدو گـفت سالار بـيت الحرام کـه اى حاملِ وحى برتر خِـرام
چـو در دوستي مـخلصم يافـتي عِـنانـم زصـحـبت چـرا تافـتی؟
بـگفتـا فـراتـر مجـالـم نـمانـد بِماندم کـه نيروي بالـم نمـاند
اگــريـک سـرِمـوى بـرتـر پـرم فــروغ تـجـلّْى بـسـوزد پـرم
جبريل عليه السلام ويل: قسم په الله که يو قدم ور د مخه سم د الله جل جلاله په نور به وسوځل سم، نو رسول الله، حبيب الله، محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم يواځي مخ ته ولاړى، و داسي ځاى ته ولاړى چي هلته نه بشر تللى دى نه ملکه، دا د الله جل جلاله د طرفه څخه د دې امت و رسول: محمّد صلی الله علیه وسلم ته عزت او إکرام دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: ور د مخه سوم او مخ ته ولاړم څو د سدرةُ المُنتهْی و درختي یا وُني ته ورسېدم، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سدرة المُنتهْی د وُني تعريف او بيان را ته کوي او فرمايي: دغه ونه يوه عادي ونه وه، د دغي وُني پاڼي لکه د فيل غوږونه لوى لوى پاڼي وې، په ښکاره او ظاهره د ښايست کوم خاص شئ نه پر معلومېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: زه پر دغه حال وم چي د الله جل جلاله د نور تجلې دغه د سدرة المُنتهْی پر ونه ښکاره سوې او ونه په دغه الْهي نور کي پټه سوه، الله جل جلاله فرمايي: إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَىٰ ﴿النجم: ١٦﴾ يعني: کله چي دغه د سِدره ونه هغه شي پټه کړه چي پټه کړې يې وه، يعني: د رب عزوجل تجلْى او انوار پر دغه ونه پلوشې واچولې مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ ﴿النجم: ١٧﴾ د محمّد صلی الله علیه وسلم سترګي نه وې ګرځېدلې بلي خوا ته، يعني: د ډير ادب په سبب يې بل طرف ته هيڅ نه کتل.
لَقَدْ رَأَىٰ مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَىٰ ﴿النجم: ١٨﴾ د الله عزوجل د اُلُوهيت او قدرت لويي علامې يې وليدلې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د سدرة المنتهْى ونه یا درخته وليدل، هغه هم په داسي حال کي چي بېله کوم حائله او پردې او د الله جل جلاله په انوارو پټه وي، دا کومه لويي او کوم مقام دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کوم وخت چي دغه ونه په الْهي نور کي پټه سوه، د هغه خپل عادي حال څخه واوښتل شکل او رنګ يې تغير وکړی، په دغه وخت کي د دې وني د بهار او سينګار داسي حالت ؤ چي د هغې د حسن او جمال حال هيڅ بشر نه سي بيانولاى، ښاخونه يې ياقوت او زبرجُد وه، د وُني پر شا وخوا داسي ښايسته شيان ګرځېدل لکه د سرو زرو پتنګان، يا طلايي پتڼان، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي د سدرة المُنتهْی د وُني شکل دومره فرق وکړی او د ښايست و هغي درجې ته ورسېدل چي د هيڅ انسان په وس او طاقت نه ده پوره چي د هغې د حسن او جمال تعريف او توصيف وکړي، ژبه او الفاظ د دې څخه عاجزه دي چي د سدرة المُنتهْی د وُني د وصف او ښايست بيان دي وکړي، دا په هغه حالت کي چي د الله جل جلاله په نور او تجلو پټيږي، د چا ژبه د دغه توصيف څخه عاجزه سوه؟ د هغه فصيح ترين د انسانانو د رسول الله محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم ژبه د سدرة المُنتهْی د وُني د ښايست د تعريف او توصيف څخه عاجزه سوه، د هغه په قدرت نه وه پوره چي دغه حالت بيان کړي، حال دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو انسانانو ډير فصيح دى.
وروڼو! دغه د سدرة المُنتهْی ونه د الله جل جلاله د مخلوقاتو څخه يو مخلوق دى، خو کوم وخت چي د الله جل جلاله په نور پټه سوه سيدُ البشر، اَکملُ البشر صلی الله علیه وسلم يې د توصيف او بيانه څخه عاجزه سو، نو په خپله د حق سبحانه وتعالْى د ذات په باره کي څه خيال او فکر کوې؟ دا خبري ترخيال او فکر لوړي دي، کمالُ الجمال و الله جل جلاله لره دى او جمالُ الکمال رب العالمين سبحانه و تعالْى لره دى، په دغه مبارک او عجيب ځاى کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رب عزوجل سره بيله حائله او بېله واسطې خبري وکړې، د دوى په منځ کي هيڅوک نه وه وحيِ نه وې او هلته کوم ترجمان نه ؤ، حق سبحانه وتعالی بېله واسطې خبري ور سره وکړې، موسْى عليه السلام کليم الله دى، ابراهيم عليه السلام خليل الله دى او زموږ معزز پيغمبر محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم رسول الله، کليم الله، خليل الله او حبيب الله دى، ټول شرف او عزت د الله عزوجل د طرفه په ده صلی الله علیه وسلم کي جمعه سوى دى، په دغه نادره او نه پېښېدونکي ملاقات کي الله جل جلاله خپل رسول صلی الله علیه وسلم امر کړى چي پرخپل امت لمونځ فرض وګرځوي.
وروڼو! الله جل جلاله چي ټول شيان پر موږ فرض کړي دي هغه ټول موږ ته د جبريل عليه السلام د لاري او د هغه په واسطه سره را ته راغلي دي، ټول حلال او حرام، ټول فرائض لکه روژه، زکوة، حج او نور ټول احکام و موږ ته د وحيو په واسطه را رسوَل سوي دي، بېله لمانځه څخه، لمونځ د الله جل جلاله په مستقيم امر سره او د الله عزوجل په مستقيمو خبرو سره بېله واسطې را باندي فرض سوى دى، د الله جل جلاله په قدرت پوره وه چي لمونځ هم د وحيو په واسطه را باندي فرض کړي، مګر يا! د دې دپاره چي په اسلام کي د لمانځه درجه او مقام معلوم سي نو په لمانځه سره یې بېله واسطې امر كړو.
دا هم د الله جل جلاله په قدرت کي وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر مځکه وي او بېله واسطې يې په لمانځه سره امر کړي چي پر مځکه يې بېله واسطې خبري ور سره کړي واى، مګر يا! رسول الله صلی الله علیه وسلم يې لوړ بوتلى او هلته يې په دغه مشرف مقام کي لمونځ پر فرض کړى، دا دپاره د دې چي موږ مسلمانان د لمانځه سره بې پروايي و نه کړو، د لمانځه درجه او مقام وپېژنو.
الله جل جلاله په دغه مشرف او معزز ځاى کي په لمانځه مکلف کړو، نو خود رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: زموږ او د کفارو په منځ کي فرق لمونځ دى، که چا پرېښاوه هغه کافر سو او لمونځ د اسلام عمود دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (العهد الذى بيننا وبينهم الصلوة، فمن ترکها فقد کفر) چي دا د لمانځه په باره کي لوى امر دى، د لمانځه دپاره دغومره شرف او عظمت کافي دى چي د الله جل جلاله په مستقيم امر سره فرض سو او په داسي مبارک ځاى کي فرض سو چي هلته نه بشر رسېدلى دى نه ملکه، بېله سردار کونين محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم څخه، پسله دغه عظيم او مشرف ملاقات څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم بيرته رجعت وکړی او را وګرځېدى، په لار کي يې د موسْى عليه السلام سره وليدل، موسْى عليه السلام پوښتنه ځني وکړه چي الله جل جلاله په څه شي امر کړې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زما رب امرکړم چي په يوه شپه او ورځ کي پنځوس لمنځونه زما پر امت فرض کړم، موسْى عليه السلام و ويل: ما د بني اسرائيلو څخه تر دغه کم يا لږ غوښتل خو د هغو په وسه نه سوه پوره او نه يې کول، بيرته دي و خپل رب ته رجوع وکه او ستا د اُمت دپاره تخفيف ځني و غواړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم و جبريل عليه السلام ته وکتل لکه په دغه باره کي چي مشوره ځني غواړي، جبريل عليه السلام اشاره ورته وکړه که دي خوښه وي هــو، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم و رب العالمين ته رجوع وکړه.
اوس نو د دغه رجوع څخه مقصد دا دى چي بيرته يې و سدرة المُنتهْی ته رجوع وکړه او که څنګه؟ (والله اعلم) مګر په ظاهره داسي ښکاري چي دغه رجوع په دعاء سره وه، يعني: دعاء يې وکړه.
په هرصورت و رب عزوجل ته يې رجوع وکړه او وې غوښتل چي دغه لمنځونه زما پرامت يو څه لږ سي، الله جل جلاله لس لمنځونه پرکم کړه، بيا هم موسْى عليه السلام ورته وايي: چي ډير دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هم رجوع کوي، څو دېرش سوه او بيا شل سوه او بيا لس سوه او بيا پنځه سوه، بيا هم موسْى عليه السلام ويل: ما د بني اسرائيلو څخه تر دغه لږ غوښته او نه يې سواى آداء کولاى، نور هم د الله عزوجل څخه تخفيف وغواړه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د دغه ډيري مراجعې په سبب حياء را ته ودرېدل نوره رجوع نه سم کولای زه په دغه راضي يم او قبلوم يې او بيا د الله جل جلاله د طرفه و فرمايل سوه: دغه لمنځونه په آداء کولو کي پنځه دي مګر ثواب يې د هغه پنځوسو سره برابر دى.
وروڼو! موږ او تاسي په يوه شپه او ورځ کي د الله جل جلاله دپاره پنځه لمنځونه آداء کوو خو هغه هم ځيني ناوخته ځيني قضاء سوي خو الله جل جلاله دغه پنځه لمنځونه موږ ته په پنځوسو لمنځو را حسابوي، دا هم د رحيم او کريم رب عزوجل فضل او کرم دى، که چيري موږ په هغه پنځوسو لمنځو مکلف واى څه حال به مو واى؟ نو دا د الله جل جلاله کرم او احسان دى چي لمنځونه يې پنځه را باندي فرض کړه او ثواب هم هغه د پنځوسو لمنځو را کوي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه معراج په واسطه بيرته وبيت المقدِس ته را وګرځېدى او د بيت المَقدس څخه يې بيرته و مکې مکرمې ته تشريف را وړى.
دا نو د إسراء څخه عَوده او بېرته را ګرځېدل دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لاري څه شيان وليدل، يا څه شيان ورته پېښ سوه، هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر براق سپور ؤ او د يوې قافلې پر محاذاة يا برابري تېرېدى چي دغه قافله هم د قريشو وه چي د شام څخه و مکې مکرمې ته رهي وه، د دغي قافلې څخه يوه اوښ دغه د براق تګ او تېزوالى وليدى او و تورېدى، د قافلې څخه يې وځغستل دومره ليري ولاړى چي د قافلې د خلكو څخه ورک سو، دوى پسي ګرځي او نه يې ويني ځکه شپه او تاريکه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ور ږغ کړه چي اوښ مو په فلاني ځاى کي دى، خلك په تعجب کي سوه لوړ د هوا څخه ږغ اوري او څوک نه ويني، خو هغه ځاى ته ورغله او اوښ يې پيدا کړی، خير رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه شپه بيرته مکې مکرمې ته راغلى، دغه ټول سـفر او دغه ټوله واقعې په دغه يـوه شـپه کي بلکه تر يوې شپې لا هم په لږ وخت کي پيښی سوې، ځکه په دغه شپه کي ولاړى او په هغه شپه کي بيرته تر سهار د مخه راغلى.
کوم وخت چي سهار سو رسول الله صلی الله علیه وسلم د کعبې شريفي سره ناست دى او په فکر کي ډوب دى، د دې عجيب سفر تر تاثير لاندي دى، د الله جل جلاله سره ملاقات، د انبياء عليهم السلام سره ملاقات او بل دا چه قريش به د دې خبر په اورېدلو سره څه عکس العمل ښکاره کړي؟ په خپل فکر کي غرق دى او دغه حالات چي ور ته پېښ سوي دي هغه په خيال او فکرکي ورګرځوي، ابوجهل وليدى چي محمّد صلی الله علیه وسلم په فکرکي ډوب دى او چرت وهي، ابوجهل ملعون راغلى ورته کښېنستى او د پسخند پر قسم يې ورته و ويل: يا محمّد! آيا يو شئ پېښ سوى دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ويل: هــو! برايي شپه بيت المقدس ته ولاړم او بيرته راغلم، ابوجهل خبيث ته خندا ورغله خو ځان يې ټينګ کړی او ويل: هلته دي څه وکړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ويل ولاړم هلته مي لمونځ وکړی او بيرته راغلم، ابوجهل خندل او ناري يې کړه: يا معشر بني کعب بن لؤى! راسى محمّد څه وايي، قريش سره را ټول سوه ويل: څه قصه ده؟ ابوجهل لعنة اللهِ عليه و ويل: اوس د محمّد درواغ ښکاره سوه غوږ ونيسى غوږ ونيسى څه وايي؟
ابوجهل ویل: موږ پر اوښانو د ډيرو مشکلاتو سره يوه مياشت وروسته و بيت المقدس ته رسيږو او په ډېره ستړيا يوه مياشت پر لاري بيا بيرته دلته را رسيږو خو دئ تېر ماښام ولاړى او بيرته راغلى او دلې بيده هم سو، خلكو د ابوجهل خبره نه منل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دي داسي ويلي وي نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه ويل: يا محمّد! آيا رشتيا ولاړې او راغلې؟ ويل: هــو، خلك متحيّر او په حیرت کي سوه چي دا څه وايي؟ حتّْی مسلمانان په فکر کي سوه ځکه دا خبره ترخيال لوړه او د منلو نه ده، د مسلمانانو څخه يو نفر وابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ته په ځغستا ورغلى، دا سړئ د بيري ورغلى چي خبره اوس چپه اوړي د مسلمانانو کار بل ډول کيږي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ويل: خير څه پېښه ده؟ سړي ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي: برايي د شپې بيت المقدس ته ولاړم او تر سهار د مخه راغلم، ټول خلك پر را ګرځېدلي دي او ورته وايي خلاف وايې، په دې خبره سره د اسلام او مسلمانانو کار پاى ته رسيږي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه و ويل: که ده صلی الله علیه وسلم داسي ويلي وي رشتيا وايي (اِن قَالَ ذَالِک فَقَد صَدَقَ) دا بل خو مسلمان دى مګر بيا هم متردِد او په شک کي دى، ځکه دا کار او دغه سفر عجيب او غير طبيعي دى، نو دوى دواړه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله، دلته پر رسول الله صلی الله علیه وسلم خلك را ګرځېدلي دي، هغه قريش چي همېشه به يې خلك د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خبرو د اورېدلو څخه منعه کول اوس نارې وهي، هرڅوک چي و ويني ورته وايي: راسه واوره محمّد صلی الله علیه وسلم څه وايي، ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه راغلى و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کښېنستى او پوښتنه يې ځني وکړه، ويل: يا رسولَ الله! آيا ته برايي شپه بيت المَقدِس ته ولاړې او بيرته راغلې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ويل: هـو، ابوبکر رضی الله عنه ويل: صَدَقتَ، يعني: ته په دغه خپل قول کي صادق يې او زه يې منم، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: أنتَ الصِدِّیق، دلته د اول وار دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه د صديق لقب و ده رضی الله عنه ته ورکړی او د صديق د لقب سبب هم دغه د إسراء او معراج واقعه وه، دغه لقب د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه دپاره په ايمان کي لوړه درجه او لوى مقام دى.
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل هو، ده هيڅ شک او تردد و نه کړى، فوراً يې و ويل: صادقه يې، بېله نقاشه بېله پوښتني چي څنګه ولاړې او پرڅه شي ولاړې، بېله هرڅه! صادقه مسلمان ؤ، فوراً يې و ويل: صَدَقتَ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: اَنتَ يَا اَبَا بَکر! الصِدِّیق.
قريشو وابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه ته و ويل: ته څنګه دا خبره منې او څنګه ورته وايې صَدَقتَ؟ موږ يوه مياشت پرلار تېروو، تکليفونه او خوارۍ را باندي تېريږي بيا نو هلته رسيږو او دئ په يوه شپه ولاړى او بيرته راغلى؟ ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه و ويل: زه د ده صلی الله علیه وسلم خبري چي تر دغه لا هم عجب کار وي منم، زه د ده هغه خبري منم چي د آسمان څخه په يوه لحظه کي ورته راځي، زه يې په هغه وحيو کي صادق بولم چي د آسمان د خالق څخه ورته راځي او اوس يې و بيت المَقدِس ته تګ عجب وبولم او نه يې ومنم؟ بيا نو ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه إراده وکړه چي و خلكو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم صداقت او رشتيا ويل ور ښکاره کي او دا ثابته کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم صادق دى، نو ويل: يا رسولَ الله! موږ خبر يو چي تا په پخوا کي بيت المقدس نه دى ليدلى او ته هلته نه يې تللى.
وروڼو! تاسي ته هم معلومه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه خپلو سفرو کي شام ته تللى ؤ، خو بيت المقدس ته نه ؤ تللى.
نو ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه و ويل: تا بيت المقدس په خپل ژوند نه دى ليدلى خو موږ تللي يو او ليدلى مو دى او په حاضرو خلكو کي هم داسي ډير خلك سته چي بيت المقدس يې ليدلى دى، دا چي ته تېره شپه ولاړې او و دي ليدى نو موږ ته د هغه بيان وکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د بيت المقدس د علامو په بيانولو شروع وکړه، ويل داسي مسجد دى او داسي جوړ سوى دى، داسي يې عمودونه دي، د مسجد لوى لوى علامې بيانوي، دلته ځيني قريش حاضر وه چي بيت المقدس ته به ډير تله او راتله، هغو پوښتني شروع کړې د هر شي پوښتنه کوي او د هغه مفصل جواب او بيان غواړي.
وروڼو! تاسي ته معلومه ده که يو څوک مسجد ته د لمانځه د آداء کولو دپاره ولاړ سي هغه نفر لمونځ کوي او بيرته را وزي، د مسجد پر دروازو او کِلکِنانو فکر نه کوي چي څو دروازې څو کِلکنان څو ستني يا عمودونه لري او داسي نور ډير شيان د دغه لمونځ کونکي په فکر کي نه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم هم هلته د لمانځه او د انبياء عليهم السلام د ملاقات دپاره تللى ؤ، د مسجد و تعمير يا نقشې او داسي نورو شيانو ته يې نه فکر ؤ او نه يې په ياد وه او نه ورته معلوم وه، خو قريش قصداً دغسي پوښتني کوي چي دئ صلی الله علیه وسلم غلط سي يا معلومات ورته نه وي او د دوى خبره پر جوړه سي، مګر د قادر مطلق الله جل جلاله په إراده بيت المقدس د ده صلی الله علیه وسلم و مخ ته راوړل سو او دئ صلی الله علیه وسلم ورته ګوري، هر يو چي د هر شي پوښتنه وکړي رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه جواب ورته وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم يې ويني او دوى يې نه ويني، رسول الله صلی الله علیه وسلم د بيت المقدس ټولي علامې په مکمل ډول ورته بيان کړې، چي څوک پوښتنه وکړي رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ګوري او جواب ورته وايي، ټول قريش په تعجب کي دي خو بيا هم د قريشو کفار دا خبر نه مني.
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: زما سره نوري علامې هم سته، قريشو ويل: هغه څه شي دي؟ ويل قافله: ستاسي قافله پر لاري ده، د قافلې په مخ کي يو سور اوښ دى او دوې غرارې پر بار دي حتّْی هغه شيان يې ورته و ويل چي په دغه اوښ د ښايست او زينت دپاره ځړول سوي وه او د دغي قافلې څخه په فلانۍ منطقه کي يو اوښ ورک سو، ما ور ږغ کړه او اوښ مي ور وښاوه.
او د دغي قافلې سره په يوه لوښي کي اوبه وې چي سر يې بند او تړلى ؤ ما هغه اوبه وڅښلې، څرنګه چي د قافلې خلك د اوښ د را وستلو دپاره تللي وه زه يې نه وليدم، قريشو ويل: ښه دغه قافله چي تا پرلاري وليدل د دغه ځايه څخه څومره او په کومه اندازه ليري ده؟ او ستا په حساب څو ورځي وروسته به دلته را ورسيږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: پسله درو ورځو څخه دلته را رسيږي، اوس نو په دغه خبرو کي هيڅ درواغ نه ځاييږي ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پرون هم د دوى سره په مکه مکرمه کي ؤ او نن هم د دوى سره دى او قافله پرلاري ده او دلته درې ورځي وروسته رارسيږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه قافله ليدلې ده او خبري يې ور سره کړي دي، اوبه يې ځني څښلي دي، دلته د درواغ ويلو هيڅ امکان نسته، خلكو وعده سره وکړه چي د دغه قافلې د را رسېدلو انتظار به کوي، څو هغه ورځ را ورسېدل چي په دغه ورځ بايد قافله را ورسيږي، سهار وختي د مکې مکرمې ډير خلك دباندي ور و وتل او د قافلې انتظار کوي، واقعاً هم په دغه ورځ قافله را ورسېدل او د قافلې په مخ کي هغه سور اوښ دى او هغه علامې هم ټوله پر سته کومي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم بيان کړي وې، کوم وخت چي قافله را ورسېدل قريشو پوښتنه ځني وکړه چي ستاسي اوښ ورک سوى ؤ؟ ويل: هو اوښ مو ورک ؤ او د يو چا ږغ مو واورېدى چي اوښ يې را وښَوى او اوښ هم هلته ؤ، قريشو ويل: ستاسي د څښلو اوبه کمي سوي يا لږ سوي وې؟ ويل: هـو، اوس د قافلې خلك پوښتنه کوي چي تاسي چا خبرکړاست چي موږ ته دغه واقعې پيښي سوي دي؟ قريشو ويل: دا محمّد صلی الله علیه وسلم ؤ او هغه دغه خبر راوړى، خو سره د دغو لويو معجزاتو بيا هم قريشو نه ايمان را وړى او نه مسلمانان سوه.
وروڼـو! دغه د إسراء او معراج واقعه د هغو معجزو څخه نه ده چي الله جل جلاله خپل حجت او دليل پر کفارو قائم او ثابت کړي بلکه دغه حادثه او واقعه د دې دپاره وه چي الله جل جلاله پرخپل محبوب صلی الله علیه وسلم هغه غم او تشويش کم کړي، کوم چي دئ صلی الله علیه وسلم يې زهيراوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم زړه ثابت او قائم کړي، د دغي واقعې څخه په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم مقصد ؤ نه د خلكو دپاره د معجزو اثبات، د دغه مقصد د اثبات دپاره د الله عزوجل هغه قول دليل دى چي فرمايي:
لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ ﴿الإسراء: ١﴾
يعني: دغه إسراء او معراج ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بېول د دې دپاره وه چي موږ و ده صلی الله علیه وسلم ته د خپل قدرت ځيني دلائل او علامې ورښکاره کړو.
وروڼو! دلته د يو څو تنبيهاتو يا يوې تبصرې ضرورت وينم، هغه دا چي: کفار خو کفار دي نه قرآن مني نه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوت، نو هغه به په دغسي معجزو کله اقرار او اعتراف وکړي، خو د ډير افسوس ځاى دا دى چي په مسلمانانو کي هم داسي څوک پيدا سي چي د دغسي خارق العاده پيښو څخه په عقلي دلائلو سره انکار کوي،د دغسي خلكو د جواب او قناعت دپاره که څه هم ډير عقلي دلائل سته خو بيانول يې ډير وخت غواړي او د هغو په بيانولو سره موږ د خپلي موضوع څخه دباندي وزو، نو د هغو د جواب او قناعت دپاره په دغه راتلونکو مختصرو جملو او څو جوابو سره کفايت کوم.
اول: هر هغه څوک چي پر خالقُ المعجزات الله جل جلاله ايمان ولري و هغه ته ډير آسانه دي چي پر هرڅه ايمان را وړي، ځکه که په زړه کي پر الله عزوجل او د هغه پرکامل قدرت ايمان ثابت او قائم سي بيا نو په دنيا کي داسي شئ نه پاته کيږي چي و هغه ته دي موږ غير ممکن و وايو.
دوهم: زموږ مسلمانانو عقيده دا ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کي د ده صلی الله علیه وسلم عمده او ښکاره صفت دا دى چي دئ صلی الله علیه وسلم رسولُ الله او نبيُ الله دى، نو په دې کي هيڅ شک نسته چي نبوت او رسالت د هغه غيبي معانيو څخه دى چي زموږ د عقل او احساس تر معانيو او مقياسو نه لاندي کيږي، نو داسي معجزې او د بشري عادته څخه مخالف کارونه د ده صلی الله علیه وسلم په کِيان او ذات کي موجود دي، دغه معجزې او خارق العاده کارونه د ده صلی الله علیه وسلم د ذات څخه تر هغو نه سو ليري کولاى او نه سو جلا کولاى ترڅو د ده صلی الله علیه وسلم د ژوند څخه د نبوت صفت ايسته نه کړو، يعني: نبي يې و نه بولو او دا کار هغه وخت کولاى سو چي په ښکاره سره د دين څخه انکار وکړو (العياذ بالله) او تاسي پوهيږى کوم وخت چي دين د شک او انکار ځاى وګرځي بيا نو د معجزو د انکار يا اثبات دپاره بحث کول بېځايه او بېمعنْی دي.
درېيم: موږ ولي فکر نه کوو چي زموږ او ستاسي پر شا وخوا ټول شيان د خالقِ قدير عزوجل معجزې دي،کواکب او نجوم معجزه ده، د آسمانو حرکت معجزه ده، د جاذبې قانون معجزه ده، په انسان کي عصبي مجموعه معجزه ده، ستا په بدن کي د ويني جوړېدل او بهېدل معجزه ده، ستا په بدن کي ستا روح معجزه ده، دغه انسان په خپله معجزه دى، تاسي نه ګورى چي يوه فرانسوي عالم (شاتو بريان) پر انسان کوم او څه نوم ايښى دى؟ وايي: انسان يو غيبي او مجهول حيوان دى، (لميتا فيزيقي حيوان) يې بولي.
خو انسان د اوږده اُلفت او همېشني عادت په واسطه په دغو ټولو شيانو کي د هغو معجزه توب هېر کړى دى او د خپل جـهل او غـرور په سبب وايي: دغه شئ چي دا ته يې را ته وايې دا زما عقل نه قبلوي او نه يې مني.
او هغه شيان چي د انسان ناقص عقل په قانع کیږي د خپل كفر او ايمان دپاره مقياس او ترازو ګرځوي، چي دا د انسان هغه عجيب جهل او ناپوهي ده، سبحان الله! انسان چي هر څومره پـه علم او مدنيت کي لوړ سي، په ساينس او تکنالوجي پوه سي بيا هم د هغه خپل جهله څخه کار اخلي، خو که انسان لږ څه فکر وکړي ده ته به په ښکاره ډول سره واضحه او روښانه سي چي هغه الله چي دا ټول کون يې په مُعجِز ډول سره پيدا کړى دى، و هغه ته دا هيڅ نه ده ګرانه چي يوه بله معجزه هم پر زياته کړي يا په ځينو هغو قوانينو کي چي عالَم يې پر هغه قوانينو جوړ کړى دى تغير او تبديل را ولي، حتّْی يوه برېطانوي عالِم (ويليم جونز) هم دغه فکر کړى دى کوم وخت چي يې و ويل: هغه قدرت چي دغه عالَم يې خَلق کړى او پيدا کړى دى! هغه د دې څخه نه دى عاجزه چي يو شئ پر دغه عالَم زيات کړي يا يې ځني کم کړي.
فرضًا که دغه کون يا عالَم موجود نه واى او و دغسي چا ته چي د دغسي معجزو او خوارق العاده کارو څخه منکره وي ويل سوي واى: چي دغسي کون او عالَم به جوړ سي، هغه به فورًا ويلي واى چي دا غير ممکنه ده، د دغه کون پيدا کېدل به د ده په فکر تر دغه معجزې ډير ناممکنه واى.
نو د دغو څو لږو دلائلو په وړاندي کولو سره پر هر مسلمان دا لازمه ده چي بايد خامخا پوه سي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم رسول الله دى او الله جل جلاله په دغو معجزو سره مکرم کړى دى، لکه څرنګه چي د کون او د ژوند نوري ټولي معجزې د سره کيږي او زموږ عقلونه يې په آساني سره قبلوي، دغه رنګه بايد دغه معجزه هم په سهولت او آساني سره قبوله کړو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net