سیرت نبوي (۲۸۳برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مسجد ضِرار نړول
کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک د غزاء څخه د بيرته را تګ په وخت کي مدينې منورې ته ور نژدې سو د خپلو اصحابِ کرامو څخه يې دوه نفره، په بل روايت کي څلور نفره چي مالک بن خُشُم، معن بن عدى، عامر بن سکن وه ( او يو بل څلورم نفر چي نوم يې نه دى ذکر سوى) و مدينې منورې ته ولېږل چي دغه تعمير چي نوم يې د فرېب او چم پر اساس مسجد ايښوول سوى ؤ ونړوي او د مځکي سره يې برابر کړي، دغه اصحاب کرام هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حکم د عملي کولو دپاره تر لښکر د مخه سوه هلته ولاړه او دغه مسجد ته يې اول اور ور واچاوه او بيا يې د هغه دېوالونه ونړول، منافقانو کوښښ وکړی چي دغه نفر د دې کاره څخه منعه کي، خو دوى ويل: دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر دى چي دغه مسجد بايد وسوځل سي او ونړول سي.
نو د فاسق ابو عامر او منافقانو ټول ارمانونه د دوى په زړو کي پاته سوه او ابو عامر الفاسق په خپله دعاء او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په آمين په شام او په (قَنسرين) نومي ځاى کي د خلکو څخه جلا او د پردېسۍ په مرګ مړ سو.
الله جل جلاله نور هم په سورة التوبه کي د دغه مسجد په باره کي فرمايي:
(لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًالَّمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَىٰ مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَن تَقُومَ فِيهِ)هيڅکله په دغه مسجد ضِرار کي د لمانځه دپاره مه درېږه، خامخا هغه د قُباء مسجد چي اساس او تاداو يې د اولي ورځي څخه پر تقوْى او پرهېزګارۍ ايښوول سوى دى د دې ډير لائق دى چي د لمانځه دپاره په هغه کي و درېږې.
فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواوَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ [التوبه :108]
په دغه مسجد قُباءکي داسي خلک دي چي دا خوښ لري چي خپل ځانونه د ګنهو او نجاستو څخه پاک وساتي او الله جل جلاله هغه ښه ځان پاکونکي خوښ لري.
دغه معلومات د مسجد ضرار، ابو عامر فاسق او منافقانو په باره کي وه، اوس بيرته و هغه د مخني بحث ته چي د تبوک د غزاء په باره کي مو خبري کولې رجوع كوم.
دغه د روم د حملې خبرونه او معلومات د ليري څخه د آوازو پر قسم و مسلمانانو ته را رسېدل څو بالاْۤخره په دغه وختو کي د انباط يوه ډله و مدينې منورې ته راغله (انباط) يو قوم ؤ چي د شام څخه به يې مدينې منورې ته تجارتي مالونه راوړل خاصتًا نباتي غوړي، دغو خلکو دغه خبر په تفصيل او تاکيد ور سره را وړى چي هرقل د مسلمانانو د حملې دپاره يو قوي لښکر جوړکړى دى چي شمېر يې څلوېښت زره نفره دى او د دغه لښکر مشرتوب او قومنداني يې د روم د ډيرو لويو مشرانو څخه و يوه مشرته ورکړي دي او د دغه لښکر سره يې هغه نوري عربي قبيلې هم يو ځاى کړي دي کومي چي نصرانيت ته اوښتي او د روم تابع دي، (تاسي ته معلومه ده چي د عربو هغه قبيلې چي د شام پر حدودو پرتې وې د پخوا څخه د نصرانيت و دين ته داخلي سوي وې او د روم تر حکم لاندي وې) نو ويل: دغه عربي قبيلې لکه لُخُم، جُذام او نوري هم ور سره يو ځاى سوي دي او د دغه لښکر مقدمه تر بلقاء پوري را رسېدلې ده، د دغه خبر په را رسېدلو سره د مسلمانانو دپاره ډير لوى خطر پيدا سو او هغه شئ چي دغه خطر يې نور هم زياتاوه هغه دا ؤ: چي وخت او موسم هم د ډيري شديدي ګرمۍ ؤ، خلک په وچ کالي او مشکلاتو اخته وه، حيوانات يې هم لږ سوي وه او د مدينې منورې مېوې هم تازه پر پخېدلو او رسېدلو وې، نو د ټولو خلکو دا خوښه وه چي په خپلو مېوو او سايو کي و اوسيږي، د هيچا دانه وه خوښه چي دغسي د ګرمۍ په وخت او دغسي د مفلسۍ په حال کي د خپلو کورو څخه په سفر ولاړ سي او پر دې ټولو سربېره د مدينې منورې او شام په منځ کي مسافه هم ډيره زياته وه، لار يې وچه او سخته وه.
مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم دغو حالاتو ته په حکيم او دقيق نظر سره کتل، هغه د روم آمادګي دغه د مدينې منورې تر داخلي مشکلاتو مهمه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم پوهېدى که د دغو مشکلاتو په سبب د روم سره په مقابله کي لږ تاخير او کسالت وسي او روم ته دا موقع ورکول سي چي و هغو منطقو ته ور ننوزي چي د مسلمانانو تر نفوذ او سيطرې لاندي دي او بيا د هغه ځايه څخه د مدينې منورې پر طرف را رهي سي، پر اسلامي دعوت او د مسلمانانو پر عسکري شهرت به د دې کار ډير بد اثر ولويږي او هغه جاهليت به بيرته را ژوندئ سي چي د حنين په جنګ سره يې سخته او شديده ضربه خوړلې وه او اوس آخري نفسونه کاږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دا هم ور معلومه وه: هغه داخلي منافقان چي په داسي موقع پسي ګرځېدل چي کله به پر مسلمانانو حمله وکړي اوس د روم د پاچا سره د ابو عامر الفاسق په واسطه ارتباطونه نيسي، نو به هغه وخت چي روم د مخ د طرفه پر مسلمانانو حمله وکړي داخلي منافقان به دشا د طرفه د مسلمانانو نسونه په خپلو خنجرو ور څيري، چي په دې ډول سره به د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ده د اصحابو هغه کوښښونه چي د اسلام د نشرولو دپاره يې کړي وه عبث او بېهوده سي او هغه کاميابۍ چي دوى پسله ډيرو پرله پسې خونړيو جنګو او سرِيو لاس ته راوړي وې په مفته د لاسه ورکړي.
حکيم او دانا رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغو ټولو کارو او نتيجو ښه پوره پوهېدى، نو ځکه يې د دغي ګرمۍ او مفلسۍ سره سره دا مقرره کړه چي مسلمانان بايد د روم سره يو فيصله کونکى جنګ د هغو پر سرحد وکړي او روميانو ته دا موقع ور نه کړي چي و دار الإسلام يا د مسلمانانو ملک ته ور داخل سي، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا فيصله وکړه چي موږ بايد د داخلي، اقتصادي او موسمي مشکلاتو په سبب د روم سره په جنګ کولو کي ځنډ او تاخير و نه کړو نو يې په صحابۀ کرامو کي اعلان وکړی چي د روم سره د جنګ دپاره خپل ځانونه تيار او آماده کړی.
همدارنګه يې د عربو و قبيلو او مکې مکرمې ته حال ولېږى چي د جنګ او سفر دپاره تيار سى او مدينې منورې ته راسى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم همېشه داعادت ؤ چي جنګ ته به وتى تَوريه به يې کول يعني: په صراحت سره به يې نه ويل چي چيري او د چا جنګ ته ځي، مقصد به يې يو ځاى ؤ او نوم به يې د بل ځاى ياداوه، دا د دې دپاره چي دښمن د مسلمانانو په حرکت نه سي خبر (ځکه که دښمن خبرسي يا خو تښتي او ځاى پرېږدي، يا د جنګ دپاره آمادګي نيسي) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په هيڅ وخت کي په صراحت سره د مقصد د ځاى نوم نه ياداوه بېله تبوک او خيبر څخه، چي په دغو دوو ځايو کي امر واضح او صريح ؤ، د خيبر په غزاءکي په دې سبب صراحت ؤ چي د الله جل جلاله د طرفه د خيبر د فتحه کولو وعده سوې وه، نو و تَوريې ته ضرورت نه ؤ او دلته د تبوک په غزاءکي بيا په دې سبب صراحت ؤ چي مسافه ډيره ليري وه او ښايي جنګ به هم ډير شديد وي نو د دې جنګ دپاره بايد پوره او لازمه آمادګي ونيول سي، مسلمانان بايد په دې خبر وي چي دغه جنګ مو د هغه دولت سره دى چي په هغه وختو کي د دنيا هغه لوى مملکت بلل کېدى چي هغه د روم پاچهي وه او د دې جنګ دپاره عادي او معمولي تياري نه وه کافي.
ځکه دا ممکنه وه چي دغه جنګ دي ډير وخت په برکي ونيسي، نو مسلمانان بايد حتماً په دې پوهېدلي واى چي جنګ اوږد او سفر سخت دى نو خامخا بايد پوره استعدادات ورته نيول سوي او برابر سوي واى، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم د مقصد ځاى په وضاحت او صراحت سره اعلان کړى او مسلمانان يې و جهاد ته تشويق کړه، همدارنګه د سورة التوبه ډير آياتونه په دغه وخت کي د دې دپاره نازل سوه چي مسلمانان و جهاد او سفر ته تشويق او ترغيب کړي او رسول الله صلی الله علیه وسلم و دې ته هم تشويق کړه چي خپل هغه ښه او نفيس مالونه د الله جل جلاله په لار کي مصرف کړي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net