تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معنوي ګرانښت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 5, 2024
  0

لیکنه: مرحوم عبدالحميد ارغندابی/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

معنوي ګرانښت


د اهليت لياقت او پوهي څښتن متقي متواضع او مودب وي.  د هرچا سره په نرمه لهجه او خوږه ژبه خبري کوي،  هيڅوک نه ازاروي، د خدای په عبادت او د ولس په خدمت ځان مکلف بولي. په دي لار کي د هيڅ ډول ستومانۍ احساس نه کوي، هرڅه ته په دقيق نظر ګوري، حقيقت نه پټوي، پرمظلومانو زړه سوى لري، د ظالمانو سره د عدالت پراساس چلند کوي، د حسد کولو څخه نفرت کوي، پراخه حوصله او د ميني ډک زړه لري. 


 د عمل په ډګرکي ترهرچاګړندى وي، دهيڅ تکبر په وړاندي د تسليمۍ سرنه ټيټوي.  


د خپلي ورسپارل سوي دندي سره د زړه له کومي مينه لري.  


خپله وظيفه په صداقت او د يانت ترسره کوي؛ ځکه له خداى څخه بېریږي او د خپل سپيڅلي وجدان څخه شرميږي. 


 داسي څوک ټولنيزو ګټو ته پر ځاني ګټو ترجيح ورکوي. 


 داسي څوک هغه په کامل فکري تمرکز د پوهي په روڼا کي د ورځني مسائيلو تحليل کوي. 


داسي کسان نو په خپل قضاوت کي نه تېروزي، دارنګه شخصيتونه د اولس په منځ کي خاص ګرانښت لري،  هر څوک ورته د ميني او قدر په سترګه ګوري. 


 داسي ټولنه د اسلام، وطن او اولس واقعي خدمتګار ګڼي او ترهرقدم لاندي ئي ليمه ږدي. 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته