تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي و خيبر ته وتل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 22, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۲۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

و خيبر ته وتل

 

کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر د غزاء دپاره د لښکر په تيارولو امر وکړی نو دا يې هم ور سره اعلان کړه چي الله جل جلاله  د خيبر د فتحه کولو وعده را سره کړې ده، خيبر د الهي وعدې په سبب خامخا فتحه کيږي.


دا خو تاسي ته معلومه ده چي خيبر زراعتي مځکه وه او ډير باغونه پکښې وه خلک يې هم مالداره وه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا شرط کښېښاوه چي د خيبر د فتحه کولو دپاره به فقط هغه نفر را سره ځي چي حديبيې ته را سره تللي وه کوم څوک چي حديبيې ته نه وه را سره تللي هغه نه غواړم او نه به را سره ځي، مګر اعراب او منافقانو چي واورېدل چي خيبر فتحه کيږي او د خيبر د فتحه كولو وعده يقيني وعده ده ځکه دا هر چا ته معلومه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هر کار په باره کي و فرمايي چي داسي کیږي هغه کار خامخا کېدونکی دی، نو دا چي دئ صلی الله علیه وسلم  فرمايي چي الله جل جلاله  د خيبر د فتحه کولو وعده را سره کړې ده نو خيبر خامخا فتحه کيږي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بېله خيبره د بل هيڅ ځاى په باره کي نه وه فرمايلي چي خامخا فتحه کيږي، نو دغه نور نفر يعني: اعراب او منافقان هم پوه سوه چي دغه وعده حق ده نو یې د غنيمتو طمعه پيدا سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ويل: موږ پرېږده چي ستا سره ولاړ سو موږ غواړو چي د الله جل جلاله  په لار کي جهاد وکړو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! بېله د حديبيې د نفرو څخه به بل څوک نه را سره ځي. 


أعراب او منافقان ډيري زارۍ کوي وايې: يا رسولَ الله! موږ په کارو مشغوله ؤ، موږ کورني مشکلات درلودل، ځيني کارونه او عذرونه را ته پېښ وه چي حديبيې ته نه ولاړو خو اوس د وتلو اجازه را ته وکه موږ د الله جل جلاله  په لار کي شهادت غواړو موږ د جهاد د أجر او ثواب څخه مه محرومه کوه، کوم وخت چي دغو خلکو ډيري زارۍ وکړې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بېله د حديبيې د نفرو څخه که بل څوک غواړي چي زما سره خيبر ته ولاړ سي!

 

ولاړ دي سي مګر هغو نفرو لره په غنيمتو کي حصه نسته، کوم څوک چي د جهاد أجر او ثوابونه غواړي، شهادت غواړي، را سره ولاړ دي سي، مګر هـو! په غنيمتو کي حصه نه لري نو هيڅوک نه ور سره ووتى، هغه د شهادت آرزو څه سوه؟ هغه د جهاد شوق څه سو؟ ټوله د خولې خبري وې، د منافقانو او ضعيف الإيمانه خلکو دغه حال هم الله جل جلاله  په قرآن کريم کي تر دغه پيښي د مخه ښکاره کړى ؤ کوم چي د سورة الفتح په (15) نمبر آيات او نورو آياتو کي فرمايي:


سَيَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انطَلَقْتُمْ إِلَى  مَغَانِمَ لِتَأْخُذُوهَا ذَرُونَا نَتَّبِعْكُمْ  يُرِيدُونَ أَن يُبَدِّلُوا كَلَامَ اللَّهِ.
يعني: کوم وخت چي تاسي د خيبر و غنيمتو ته رهي سى چي دغه غنيمتونه واخلى، ژر ده چي هغه د حديبيې څخه پاته سوي خلک و تاسي ته و وايي: موږ پرېږدى چي ستاسي سره ولاړ سو، دوى إراده لري چي د الله جل جلاله  حکم بدل کړي.

 

﴿ قُل لَّن تَتَّبِعُونَا كَذَ لِكُمْ قَالَ اللَّهُ مِن قَبْلُ ﴾.
و دوى ته و وايه: هيڅکله به تاسي زموږ متابعت او ملګرتيا و نه کړى، همدارنګه الله جل جلاله  پخوا یا د مخه فرمايلي وه. يعني: ستاسي د دغي غوښتني په باره کي پخوا لا ما ته الله جل جلاله  هدايت کړى ؤ  چي تاسي په دې سفرکي هيڅکله زما سره نه سى تلاى، که ولاړ سى نو د دې تګ معنْی دا سوه: چي د الله جل جلاله  په حکم کي تغير راغلى، حال دا چي د الله جل جلاله  په احکامو کي هيڅکله تغير او تبديل نه راځي. 


(فَسَيَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنَا)
نو بيا به دوى درته و وايي: تاسي زموږ سره حسد او عناد کوى. يعني: دا د الله جل جلاله  امر نه دى چي موږ به نه ځو بلکه تاسي نه غواړى چي موږ ته ګټه او فايده ورسيږي، تاسي غواړى چي د غنيمت مالونه يواځي تاسي ته پاته سي. 


بَلْ كَانُوا لَا يَفْقَهُونَ إِلَّا قَلِيلًا [الفتح :15]  
داسي نه ده لکه دوى چي وايي، بلکه دوى په اسلام او د اسلام په دين نه پوهيږي مګر ډير لږ . دغه ناپوهان په دې نه پوهيږي چي د مسلمانانو د زهد او تقوْى مرتبه دومره لوړه ده چي دوى و دنيوي ګټو ته هيڅ نه ګوري، کوم وخت چي په مسلمانانو کي د مال او دنيا حرص نه وي موجود نو پر تاسي به ولي او د څه شي په سبب حسد کوي؟ الله عزوجل  نور هم پسي فرمايي:


﴿ قُل لِّلْمُخَلَّفِينَ مِنَ الْأَعْرَابِ سَتُدْعَوْنَ إِلَى قَوْمٍ أُولِي بَأْسٍ شَدِيدٍ تُقَاتِلُونَهُمْ أَوْ يُسْلِمُونَ  فَإِن تُطِيعُوا يُؤْتِكُمُ اللَّهُ أَجْرًا حَسَنًا ﴾.
يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم هغه پاته سوو خلکو ته چي د أعرابو څخه دي و وايه: ژر ده چي په وروسته کي به تاسي د يوه قوي او جنګي قوم و جنګ ته را وبلل سى، يا به تاسي د هغو سره جنګ کوى يا به هغه قوم مسلمانيږي، نو که تاسي په هغه وخت کي د دغه بلونکي امر و منى او په جهاد کي مو ملګرتيا ور سره وکړه، الله جل جلاله  به تاسي ته ښه أجر او ثواب درکړي. 


يعني: اې أعرابو! اوس خو دغه د خيبر غزاء ته نه سى تلاى خو بيا په وروسته کي نور ډير جنګونه را تلونکي دي او د ډيرو سختو جنګي قومو سره د مسلمانانو جنګونه پېښيږي او دا جنګونه به تر هغو دوام لري ترڅو دغه قومونه د اسلام په دين مشرفه سي، يا د جزيې په ورکولو د اسلام تابع سي، نوکه تاسي په رشتيا سره د جهاد محبت لرى، هلته جهاد وکړی خپله توره او مړانه ښکاره کړی، چي الله جل جلاله  به ډير أجر او ثواب درکړي. 


وروڼو! د دغه جنګي او قوي قومو څخه چي الله جل جلاله  ذکر کړي دي ډير قومونه مراد او مقصد دي چي مفسرينو د دغو قومو په تفسير کي د بنو حنيفه قبيله، چي د مسيلمة الکذاب قوم دى، هوازن يا ثقيف، چي د حُنين په غزاء کي مقابله ور سره وسوه، هغه مرتدان چي د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه  په خلافت کي سخت جنګونه ور سره وسوه، يا د فارس، روم، خراسان، پښتون خوا او نور قومونه او قبيلې چي د خلفاء راشدينو په وختو کي سخت جنګونه ور سره سوي دي، ذکر کړي دي. 


خاصتًا په کابل کي ډير سخت جنګونه وسوه چي تر ډيري مو دې پوري اوږده سوه، پښتانه څو واره مغلوبه سوي او بيا به ياغيان سوه، د اصحاب کرامو لوى جنګي قهرمانان لکه حضرت تميم او جبير رضي الله عنهما  هلته شهيدان سوه او د حضرت عثمان ذي النورين رضی الله عنه  په خلافت کي ټول افغانستان د اسلام په مبارکه رڼا منور سو.


﴿ وَإِن تَتَوَلَّوْا كَمَا تَوَلَّيْتُم مِّن قَبْلُ يُعَذِّبْكُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴾. [الفتح :16]  
او که په را تلونکو جنګو کي هم پاته سواست نه ولاړاست، لکه د مخه چي په حديبيه کي پاته سواست نو الله جل جلاله  به و تاسي ته ډير دردناکه عذاب درکړي. 


اوبيا الله جل جلاله  و مومنانو ته خطاب کوي او ورته فرمايي: 
وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ ٰذِهِ 
الله جل جلاله  ستاسي سره د ډيرو غنيمتو وعده کړې ده چي تاسي به يې اخلى او ژر يې دغه اوسني غنيمتونه درکړه چي دغه اوس يې په خيبرکي اخلى. 


یعني: تر دي وروسته به نور ډير غنيمتونه واخلى چي د هغو د جملې څخه يو هم دغه اوسنئ د خيبر غنيمت دى چي تاسي به يې واخلى.


(وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنكُمْ )او الله جل جلاله  د خلکو لاسونه ستاسي څخه بند يا منعه کړه. 
د ناس څخه دلته ډير خلک او قومونه مقصد دي، اول: د قريشو لاسونه د مسلمانانو څخه د هغه صلحي په واسطه بند سوه، بل په خيبرکي د يهودو د طرفه مسلمانانو ته کوم خاص ضرر او تاوان و نه رسېدى او بل د مسلمانانو په نه موجوديت کي د هغو کورو او کورنيو ته چا د تجاوز او ضرر لاس و نه غځاوه. 


وَلِتَكُونَ آيَةً لِّلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا [الفتح: 20]
او دغه کار به د مومنانو دپاره د الله  جل جلاله  د قدرت نخښه او علامه سي. 


يعني: مسلمانان دي و پوهيږي چي الله جل جلاله  څومره قادر دى او د مسلمانانو درجه په الْهي دربار کي څومره لوړه ده او وروستنۍ ټوله الْهي وعدې هم دغه رنګه پوره کېدونکي دي او الله جل جلاله  و تا سي ته سمه لار در ښيي، چي هغه په هرکار کي پر الله جل جلاله  توکل دى. 


(وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا )
او يو بل غنيمت او برئ هم سته چي اوس تاسي پر هغه نه ياست قادر، مګر په وروسته کي به په لاس درسي، په تحقيق الله جل جلاله  پر هغه غنیمتو علمي احاطه کړې ده.


ځيني مفسرين دغه غنيمت چي مسلمانان اوس پر هغه نه دي قادر د مکې مکرمې فتحه بولي او څوک وايي د (اُخرْى) څخه مقصد د طائف فتحه ده، نو الله جل جلاله  و مسلمانانو ته د خيبر تر فتحي د مخه دغه زيري ورکړه چي اول يې د خيبر د فتحي زېرى ؤ او بيا د مکې مکرمې فتحه چي په هغه وخت کي په لاس نه درغله، تر دې وروسته به يې فتحه کړى، الله جل جلاله  د هغې د فتحه کولو وعده ور سره وکړه. 


الله جل جلاله  يو په بل پسي زيري ورکوي، بيا يې د حُنين زيرى ورکړی او دا خبر يې هم ورکړی چي يو کلى يا جنګ يا غنيمت سته، چي اوس پر هغه نه سى کاميابه کېدلاى، چي هغه پسله حُنينه څخه طائف دى، په دغو مبارکو آياتو کي و هغو ټولو واقعاتو ته اشاره ده کومي چي تر دې وروسته پېښيږي. 


نور هم د سورة الفتح آياتونه په دغه باره کي دوام لري تر څو چه الله جل جلاله  فرمايي: مسلمانانو دغه د حديبيې په وخت کي ولي مکه مکرمه په زور او جنګ سره نه کړه فتحه؟ الله جل جلاله  فرمايي: 


(هُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوكُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَالْهَدْيَ مَعْكُوفًا أَن يَبْلُغَ مَحِلَّهُ )
يعني: قريش هغه کسان دي چي کافران سوي دي او تاسي يې د مسجد الحرام څخه منعه کړاست او ستاسي قربانۍ يې منعه کړې، ستاسي (هَديِ) په داسي حال کي چي بندي کړه سوي وې د دې څخه چي خپل د حلالېدلو ځاى ته ورسيږي. 
نو د کافرانو دغه کارونه خو ډير بد کارونه وه بايد جنګ ور سره سوى واى او مسلمانان په زور مکې مکرمې ته داخل سوي واى مګر هلته يو بل علت موجود ؤ چي د هغه په سبب الله جل جلاله  و مسلمانانو ته د جنګ كولو اجازه ور نه کړه، هغه سبب الله جل جلاله  بيانوي او فرمايي: 


(وَلَوْلَا رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاءٌ مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَئُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ )
يعني:که چيري د مکې په کفارو کي څو نارينه  مومنان او څو ښځي مومناني پټ نه واى چي تاسي د هغو په ايمان نه واست خبر. 


يعني: هلته په مکه مکرمه کي ځيني داسي نارينه  مسلمانان او مسلماني ښځي موجود وه چي تاسي د هغو په اسلام نه واست خبر، نو که تاسي جنګ کړى واى دا خطر موجود ؤ چي تاسي هغه مسلمانان هم په ناپوهي او بې خبرتيا کي وژلي واى او بيا به تاسي ته د هغو د وژلو په سبب ضرر او غم در رسېدلى واى، بل دا چي هلته داسي کسان هم موجود وه چي د هغو مسلمانېدل مقدر وه او هغه هم په دغه جنګ کي وژل کېدل او د لاسه وتل، نو ځکه الله جل جلاله  جنګ معطله کړى او د جهاد حکم يې درنه کړى او د صلحي په دغه دوو کلو کي څومره خلک چي مسلمانېدل مسلمانان سوه، چا چه هجرت کاوه هغو هجرت وکړی، بيا نو د مکې مکرمې د فتحي دپاره د جنګ اجازه وسوه، چي د آيات شريف د دغي حصې:


(لِّيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاءُ) 
ترجمه هم دا ده: چي الله جل جلاله  په خپل رحمت کي هر هغه څوک چي إراده يې و فرمايي داخل کړي. 


هغه كسان چي مسلمانيدل مسلمانان سوه، هغه چي هجرت يې کاوه هجرت يې وکړی، مقصد دا چي کفار او قريش د دغه عمل په سبب چي تاسي يې د مکې مکرمې د داخليدلو او عمره کولو څخه منعه کړلاست او هَديِ يې نه پرېښوولې چي پر هغه خپل ځاى حلالي سوي وای، د دغه وړ او لائق وه چي جنګ ور سره وسي او مکه مکرمه هم دغه اوس فتحه کړل سي، مګر څرنګه چي هلته داسي مسلمانان او مسلماني ښځي موجود دي چي تاسي يې په اسلام نه ياست خبر او هغه په دغه جنګ کي وژل کيږي نو الله جل جلاله  د جنګ كولو اجازه و نه فرمايل.

 
او بل هلته نور داسي خلک هم موجود وه چي اسلام يې په نصيب ؤ او په وروسته کي په اسلام مشرفه کېدل نو د مکې مکرمې فتحه دوه کاله د دې دپاره وځنډول سوه چي کوم چا چي هجرت کاوه هجرت يې وکړی او هغه څوک چي اسلام يې په نصيب کي ؤ هغه هم په دغه موده کي مسلمان سو او بيا نو په مکه مکرمه کي جنګ وسو او فتحه سوه او بيا الله جل جلاله  فرمايي: 


[لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿الفتح: ٢٥﴾ ]
که چيري دغه په مکه مکرمه کي پټ مسلمانان دکفارو څخه جلا سوي واى نو خامخا به مو د اهلِ مکې هغه کسان په ډير دردناکه عذاب سره په عذاب کړي واى چي کافران سوي دي. 


يعني: که چيري په مکه مکرمه کي مسلمانان او کافران سره جلا واى او تاسي پېژندلاى، دکفارو سره ګډ وډ نه واى پراته، نو تاسي به ليدلي واى چي موږ کافرانو ته د مسلمانانو په لاس څومره خوږوونکې جزا ورکول. اوبيا الله جل جلاله  فرمايي: 


(إِذْ جَعَلَ الَّذِينَ كَفَرُوا فِي قُلُوبِهِمُ الْحَمِيَّةَ حَمِيَّةَ الْجَاهِلِيَّةِ فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ)
يعني: کوم وخت چي هغو کسانو چي کافران سوي وه په خپلو زړو کي ضِد او تعصب ګرځولى ؤ، داسي ضِد او تعصب چي د جاهليت ناپوهي وه، نو الله جل جلاله  پر خپل رسول او مومنانو سکون، اطمينان او آرامتيا نازل کړه. 
وروڼو! تاسي ته خو د کفارو ضـد او تعصب بيان سوه: چي ويل: 

سږکال به عمره نه کوى. که د مکې مکرمې څخه يو مسلمان مدينې منورې ته هجرت وکړي هغه به بيرته په لاس را کوى. 
پرکال چي عمرې ته راسى په مکه مکرمه کي به تر درو ورځو  زيات وخت نه تېروى او د ځان سره به اسلحه هم نه را وړى. 
په صلحنامه کي به (بسم الله الرّحمْن الرّحيم) نه ليکى. 


د محمّد رسول الله پر ځاى به يواځي محمّد بن عبدالله ليکى. 
چي دا ټوله ضد، تعصب او د جاهليت ناپوهي وه مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه ټوله خبري په سړه سينه سره و منلې، صحابۀ کرام که څه هم په دغه صلحه نا خوښه وه خو بيا يې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اطاعت وکړی او په دغه فيصله يې زړونه مطمئن سوه، چي دا الْهي سکون او اطمينان ؤ چي مسلمانانو ته ورکړه سوه، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متابعت يې وکړی،نور هم الله جل جلاله  فرمايي:


وَأَلْزَمَهُمْ كَلِمَةَ التَّقْوَى وَكَانُوا أَحَقَّ بِهَا وَأَهْلَهَا وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا. [الفتح: 26]
او الله جل جلاله  مسلمانانو لره د تقوْى کلمه ټينګه او لازمه کړه، يعني:  (د ادب خبري) او دوى د تقوْى وړ او لائق وه او د تقوْى د کلمې اهل وه او الله جل جلاله  پر هر شي ښه عالم دى.


کوم وخت چي د حديبيې صلحه پاى ته ورسېدل حالات آرام سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپل احرامه څخه ځان حلال کړی (لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل) عمر رضی الله عنه  ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! په هغه خوب چي تا ليدلى ؤ زموږ سره دي وعده نه وه کړې؟ چي مکې مکرمې ته به داخليږو، طواف به کوو، سرونه به خروو يا کوچني کوو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا عمر! آيا ما وعده در سره وکړه چي دغه عمره به په دغه کال کي پيښيږي؟ هـو دا صحي ده چي ما ويل: مکې مکرمې ته به داخليږو او عمره به کوو، مسلمانان به سرونه خروي يا کوچني کوي، مګر دامي نه وه درته ويلي چي دغه عمره به سږکال پيښيږي.


 وروڼو! حقيقتًا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خوب پر هغه قسم چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ليدلى ؤ پېښ او واقع سو، مسلمانانو عمره وکړه مګر د حديبيې تر صلحي يو کال وروسته، چي دغه عمرې ته (عمرة القضاء) ويل کيږي ځکه د  هغه تيري عمرې چي نه سوه آداء قضاء يې راوړل، نو الله جل جلاله  دغه د عمرې د خوب په باره کي هم په سورة الفتح کي فرمايي: 


(لَّقَدْ صَدَقَ اللَّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْيَا بِالْحَقِّ  لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ إِن شَاءَ اللَّهُ آمِنِينَ مُحَلِّقِينَ رُءُوسَكُمْ وَمُقَصِّرِينَ لَا تَخَافُونَ)
 يعني: خامخا الله جل جلاله  په حقه او رشتيا سره خپل رسول ته د ده خوب ښوولى دى چي تاسي به خامخا مسجد الحرام ته په أمن او أمان سره داخل سى (ان شاء الله) په داسي حال کي چي څوک به خپل سرونه خروي او څوک به يې کوچني کوي او تاسي به د هيچا څخه نه بېرېږى. 


که چيري مسلمانانو په دغه کال د حديبيې څخه عمره کړې واى نو په بېره او تشويش کي به واى مګر په عمرة القضاء کي هيڅ بېره او تشويش نه وه په پوره امان او اطمینان سره مکې مکرمې ته داخل سوه او عمره يې آداء کړه او بيا الله جل جلاله   فرمايي:


﴿ فَعَلِمَ مَا لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِن دُونِ ذَلِكَ فَتْحًا قَرِيبًا ﴾.الفتح (۲۷)
يعني: الله جل جلاله  لره د دغي صلحي فايدې هغه چي تا سي نه په پوهېدلاست معلومي دي، نو يې مکې مکرمې ته تر داخلېدلو د مخه يوه فتحه او برئ نژدې وګرځول، ځيني مفسرين د ﴿
فَتْحًا قَرِيبًا  ﴾ مقصد خيبر بولي، يعني: د مکې مکرمې تر داخلېدلو د مخه يې بله نژدې فتحه درکړه چي خيبر دى او څوک بيا وايي چي د ﴿ فَتْحًا قَرِيبًا ﴾ څخه مقصد د مکې مکرمې فتحه ده، چي تر عمرة القضاء يو کال وروسته فتحه سوه، که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او قريشو په منځ کي د صلحي موده لس کاله وه مګر الله جل جلاله  دغه فتحه را نژدې کړه او د حديبيې تر صلحي دوه کاله وروسته مکه مکرمه فتحه سوه، نو ځکه الله جل جلاله  ﴿ فَتْحًا قَرِيبًا  ﴾ و فرمايل.


تقريبًا د سورة الفتح ټول آياتونه د حديبيې د صلحي په واقعاتو پوري تعلق لري، نو کوم وخت چي د حديبيې په صلحه پوه سو او د هغې صلحي په واقعاتو خبر سو او بيا په هغو واقعاتو خبر سو چي تر دغي صلحي وروسته پېښ سوي دي چي 
د خيبر فتحه ده، عمرة القضاء ده او بيا د مکې مکرمې فتحه ده او بيا حُنين او طائف دي نو د سورة الفتح په مقصد او معنْی هم پوهېدلاى سو، ځکه چي و دغو ټولو واقعاتو ته په سورة الفتح کي اشارې موجودي دي او د سورة الفتح آياتونه د حديبيې د صلحي په وخت کي نازل سوه، چي پر هغو واقعاتو چي اوس پيښي سوې يا تر دې وروسته پيښيږي الْهي تبصره ده. 


معافي غواړم ما د خيبر د غزاء قصه بيانول او د هغې قصې ترڅنګ مي د سورة الفتح ځيني هغه آياتونه د تر جمې سره تلاوت کړه چي د حدیبیې په صلحه، د خیبر په غزاء او په نورو راتلونکو واقعاتو پوري یې تعلق درلودی چي په دې کار کي دوې مهمي فايدې پرتې وې، يو دا چي دا راته معلومه سي چي د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  معلومات د قرآن مجيد د معنْی د پوهېدلو سره څومره تعلق او ارتباط لري، که موږ د  سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  معلومات و نه لرو يواځي دا نه چي د سورة الفتح په معنْی نه پوهيږو بلکه د قرآن مجيد د ډيرو آياتو په ترجمه نه سو پوهېدلاى. 

دوهم: دا به ډير ښه او په زړه پور ي کار وي چي د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  تر څنګ د قرآن مجيد د ځينو آياتو په ترجمه او مقصد هم پوه سو. 


هـو! هلته ځيني کسان سته چي دا يې خوښه ده چي پرله پسې قصې واوري خو د هغو تر څنګ داسي د علم طلبونکي هم سته چي دا يې خوښه ده چي د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  د اورېدلو او مطالعه کولو څخه اعظمي او هر اړخيزه فايده واخلي، نو ما د خپل بحث په جريان کي ټول ويونکي او اورېدونکي په نظرکي نيولي دي.


 (اوس به بيرته خپلي قصې ته ولاړسم)
موږ مخ کي و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: چي دئ صلی الله علیه وسلم  د خيبر د فتحه کولو إراده لري، د خيبر د فتحه کولو دپاره يو سبب دا ؤ: لکه څرنګه چي موږ وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خندق تر غزاء وروسته و هغو قبيلو ته جزاء ورکول چي د خندق په جنګ کي يې ګډون او اشتراک کړى ؤ او د دغه مقصد دپاره چي هرڅه سَرِيې لېږل سوي وې يا غزاوي پيښي سوي وې هغه مو د مخه درته بيان کړې، مګر هغه کسان چي دغه ډلي يې سره يو ځاى کړي وې او په دغه موضوع کي د کفارو رهبران او مشران وه او د دغه خيانت رئيسان وه هغه څوک وه؟ هغه د بني النضير يهود وه، هغه یهود چي د مدينې منورې څخه و شړل سوه او په خيبرکي سره يو ځاى سوه چي تر دغه وروسته خيبر دکفارو د مشورو مرکز وګرځېدى،نو په هم دغه سبب چي دغو خاینو یهودو ته هم جزاء ورکول سي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر د فتحه کولو إراده وه.


 په دغه وخت کي د خيبر عمومي رئيسان او مشران دغه کسان وه: کنانه بن ابي الحُقيق او ورور يې رُبَيِّع بن ابي الحُقيق او د بني النضير سردار: سلام بن مشکم، خاصتًا کنانه بن ابي الحُقيق د خيبر پاچا بلل کېدى، د خيبر اوسېدونکي ټول يهود وه، هلته بېله يهودو بل قوم او بل څوک نه وه، اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر و طرف ته رهي سو فقط هغه د حديبيې مسلمانان ور سره ملګري دي چي ټول(1400) نفره وه بېله پنځو نفرو څخه چي هغه هم ډير شديد مريضان وه او پر دوى د دغه پاته کېدلو په سبب کومه ملامتي نسته، ځکه الله جل جلاله  د سورة الفتح په (17) نمبرآيات کي فرمايي: 
(لَّيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ )
يعني: پر ړانده، ګوډ او مريض د جهاد څخه د پاته کېدلو په سبب هيڅ ګناه او ملامتيا نسته ځکه جهاد پر دغو معذورو خلکو نه دى فرض، نو دغه کسان چي د مريضۍ په سبب پاته سوه پر دوى ملامتيا نسته. 


او رسول الله صلی الله علیه وسلم  بېله د حديبيې د خلکو څخه و بل چا ته د وتلو اجازه ور نه کړه او که بيا چيري نور نفر ور سره ولاړ هم سي و هغو ته په غنيمتو کي حصه نه ورکول  کيږي، نو د خيبر په فتحه کي د أعرابو او منافقانو څخه چا اشتراک نه دى کړى.


د هجرت د اووم کال د محرم په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خيبر و طرف ته د حرکت إراده وکړه، د خيبر يهود چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه حرکت خبر سوه.


د خيبر يهود ولي او څنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په إراده خبر سوه؟

ځکه تر اوسه ځيني يهود په مدينه منوره کي پاته وه، تاسي ته معلومه ده کوم  وخت چي د مسلمانانو او بني قينقاع د يهودو تر منځ هغه د ښځي او هغه مسلمان سړي د وژلو مشکل پېښ سو او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه يهود و عبدالله بن اُبى منافق ته ور پرېښوول، نو د بني قينقاع يهود ټوله د مدينې منورې څخه نه و وتل،  بلکه يو شمېر نفر يې پاته سوه، هـو! د بني النضير يهود ټول و شړل سوه او د بني قريظه يهود ټول حلال کړل سوه، مګر د بني قينقاع يهود نه و وژل سوه نه وشړل سوه، خو د دوى ډيرو نفرو په خپله دا نه کړه خوښه چي په مدينه منوره کي پاته سي، نو کوم څوک چي تله هغه ولاړل، مګر ځيني نفر يې بيا هم په مدينه منوره کي پاته وه او بېله دوى څخه ځيني نور انفرادي يهود هم په مدينه منوره کي موجود وه، نو هغه يهود چي په مدينه منوره کي پاته وه په دې نه وه خوښ چي مسلمانان دي د خيبر پر يهودو حمله وکړي.


 نو دغه پاته يهودو څوکاره وکړه، يو يې د مسلمانانو د ځنډولو إراده وکړه غواړي چي مسلمانان وځنډوي، بل يې دا آوازې اچولې چي خيبر نه فتحه کيږي او ټول مسلمانان به د خيبر د يهودو د طرفه حلال کړل سي، غواړي چي په دغو آوازو سره مسلمانان وبېروي، بل دا چي د دوى هر څومره په وسه پوره سي هغومره مسلمانان د دې جنګه څخه پاته کړي نو يې څه وکړه؟ د ځينو يهودو پر ځينو مسلمانانو پورونه باندي وه ځکه اصلاً يهود غنيان او مالداره وه، نو يې پر خپلو پوروړو مسلمانانو دا شرط کښېښاوه ويل د مخه تر دې چي خيبر ته ووزى زموږ پورونه به راکوى او ترڅو چي زموږ پور را نه کړی خيبرته به نه ځى، په دغه بهانه يې مسلمانان ځنډول يا پاته کول. 


د دغي جملې څخه يو يهودي ؤ چي ابو شحم ورته ويل کېده د مسلمانانو پر يوه نفر یې پور باندي ؤ چي دغه نفر عبدالله نومېدى ، هغه هم فقط پنځه درهمه، يهودي و مسلمان ته وايي: ته به تر هغو نه وزې څو دغه زما پنځه درهمه رانه کړې، مسلمان ورته وايي: ته لږ صبر وکه چي موږ مسلمانان خيبر ته ولاړ سو او خيبر فتحه کړو غنيمتونه راوړو بيا به ستا پور درکم، يهودي ته يې نور هم زور ورکړی ويل: تاسي خيبر فتحه کوى؟ والله تاسي ټول په خيبر کي حلالېږى او وژل کېږى او بيا زه زما پور د چا څخه واخلم؟ نو زما پور به د مخه تردې را کوې چي خیبر ته ولاړ سې ، مسلمان وګرځېدى چي يو څوک مرسته ور سره وکړي او دغه پنځه درهمه ورکي خو داسي څوک يې نه کړی پيدا چي دغه پنځه درهمه ورکي او يهودي ورته ټينګ دى چي زما پور به را کوې، نو عبدالله و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته شکايت وکړی چي يا رسولَ الله! ترڅو چي د دغه يهودي پنځه درهمه ور نه کړم د وتلو اجازه نه راکوي او په دې مي لا هم بېروي چي په خيبرکي لس زره جنګيالي نفر سته او تاسي به د  هغه ځايه څخه ژوندي رانه سى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: پور يې ورکه، عبدالله هم ولاړى خپل کالي يې خرڅ کړه او د يهودي پور يې ورکړی او بيا دغه عبدالله ته د خيبر د غنيمتو په جمله کي يوه مینځه هم ور ورسېدل چي د دغه ابو شحم يهودي د اقرباوو څخه وه، نو عبدالله پسله خيبره څخه وابو شحم ته ورغلى او ويل: دغه ستا قريبه ده او زما سره مينځه ده نه يې رانيسې؟ هغه ويل: هو رانيسم يې، نو يې د هغه پور څو چنده مبلغ و عبدالله ته ورکړی او هغه خپله قريبه يې رانيول. 


مقصد دا چي يهودو کوښښ کاوه چي مسلمانان په هره طريقه سره چي وي د دغه جنګ او وتلو څخه معطله کړي او په زړو يې بيره هم ورننه باسي.


 كله چي مسلمانانو د تګ دپاره ځانونه تيارول د مدينې منورې يهودو نيت وکړی چي د خيبر يهود خبرکي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر تاسي حمله کوي تاسي هم د جنګ دپاره تيار سى، د دغه مقصد دپاره يې يو  أعرابي يعني: صحرايي عرب چي د بني أشجع د قبيلې څخه ؤ و خيبر ته ولېږى چي يهود په دغه حمله خبرکي. 


دغه رنګه عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين هم د خپلو ملګرو څخه يو نفر و خيبر ته ولېږى چي يهود خبرکي چي محمّد صلی الله علیه وسلم  ستاسي و طرف ته در رهي سو، ويښ او بيداره اوسى او مه ځني بېرېږى ځکه ستاسي عدد او اسلحه ډير دي او د محمّد  صلی الله علیه وسلم  ملګري لږ او پاشلي کسان دي او اسلحه هم لږ ور سره ده، سبحان الله! دغه سړئ مسلمان دى او نوم يې هم عبدالله دى، يهودو ته د مسلمانانو جاسوسي کوي. 


خو دا کارونه عجب نه دي، نن ورځ هم د دغه اُبى د زوى پر قسم مسلمانان سته چي و هغو يهودو او نصاراوو ته چي د اسلام او مسلمانانو دښمنان دی د څو ډالرو په مقابل کي د مسلمانانو جاسوسي کوي او د الله جل جلاله  سخت عذابونه يې هېر کړي دي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د معلوماتو دپاره شا وخوا نفر لېږل، هغو نفرو وکولاى سواى چي هغه د يهودو لېږل سوى نفر ونيسي، مګر د عبدالله بن اُبى لېږل سوى نفرځني ولاړى او يهودو ته يې خبر و رساوه چي مسلمانان ستاسي د حملې دپاره ځانونه تياروي.   (نو د یهودو د خبرېدلو سبب عبدالله بن اُبی منافق ؤ) 


په پخوا کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عادت ؤ چي د يوه ځاى د حملې إراده به يې وه په ظاهره به يې د بل ځاى نوم ياداوه، مثلاً که به يې د  قريشو د حملې إراده وه اول به پر بل طرف رهي سو او بيا به پر قريشو را وګرځېدى چي و دغه کار ته په عربي کي (توريه) ويل کيږي چي په جنګو کي دا کار جائز او روا دى، مګر د خيبر په باره کي يې هيڅ توريه و نه کړه، تر وتلو د مخه يې په صراحت سره ويل: موږ خيبر ته ځو او الله جل جلاله  د هغه د فتحه کولو وعده را سره کړې ده، د دې غزاء حال لڅ او ښکاره ؤ ځکه دلته د الله جل جلاله  د طرفه وعده وه چي خيبر به فتحه کوى نو خود توريې ته هيڅ ضرورت نه ؤ. 
هلته چي يهودو ته د مسلمانانو د حرکت خبر ورسېدى هغو هم د جنګ دپاره پوره آمادګي او تياري ونيول مګر دا نه وه ورمعلومه چي مسلمانان کله راځي او څه وخت را رسيږي، نو خپلي قلاوي يې ټينګي کړې د خوړو او اوبو ذخيرې يې ونيولې، ښځي او کوچنيان يې په هغه ټینګه او محفوظه قلا کي سره يو ځاى کړل، په قلاوو کي يې شا وخوا جنګي نفر سره تقسيم او ځاى پر ځاى کړه، يهودو خپل ځانونه او کارونه ښه پر ترتيب برابر او منظم کړه، ځکه د مسلمانانو تر را تګ د مخه خبر ورته راغلى ؤ. 


خو پر دغه سر بېره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى د طرفه مطمئن ؤ او د دوى په ترتيباتو يې پروا نه کېدل ځکه چي د الله جل جلاله  د طرفه د فتحي وعده واضحه او ښکاره وه، دا داسي جنګ ؤ چي تر پېښېدلو دمخه يې نتيجه معلومه وه نو د مسلمانانو پوره اطمينان ؤ چي خيبر فتحه کيږي، مسلمانان د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر وعده مطمئن او باوري وه.


 هلته په خيبرکي د يهودو مشران سره را ټول سوه مشوره کوي چي د دغه را تلونکي خطر په مقابل کي بايد څه وکړي؟ دوى سره يو ځاى دي هر يو خپل فکر او نظر بيانوي، خو د دوى په نظريو کي اختلاف ؤ څوک وايي دننه په قلاوو کي پاته کيږو او قلاوي به وتړو، څوک وايي يا! لښکر به جوړکو او مخ ته به ور ووزو، تر قلاوو دباندي به جنګ ور سره وکو، سلام بن مشکم و ويل: ښه خبره دا ده چي دباندي ور ووزو ځکه پر هر قوم چي دننه د دوى په کورو کي حمله وسي ذليله کيږي او خواريږي، څرنګه چي اوس موږ تيار او منظم يو بايد مخ ته ور ووزو او د مدينې منورې پر طرف ور رهي سو او هلته جنګ ور سره وکو، که چيري موږ و وژل سو بيا هم خيبر په قلاوو کي دى مالونه او اولادونه مو په خير دي او که موږ پرکاميابه سو غنيمتونه به ځني را وړو، مګر دا چي موږ دلې ورته ناست يو او د دوى د راتګ انتظار کوو دا زموږ دپاره ذِلّت دى، خو د سلام بن مشکم خبره چا نه کړه قبوله ځکه د وتلو څخه بېرېدل، سلام بن مشکم ورته و ويل: تاسي چي زما خبره نه منى نو معلومه خبره ده چي نه عزم لرى نه غيرت، ځکه د دفاع دپاره واقعي لار هجوم دى، موږ بايد د دوى د هجوم انتظار و نه کړو، بلکه موږ بايد حمله پر وکو مګر بيا هم د ده خبره چا و نه منل. 


(ښه داخو يهود سوه) هلته د مسلمانانو حرکت د خيبر و طرف ته شروع سو (1400) نفره ټول سپاره دي پياده نفر پکښي نسته، اوس د مسلمانانو حالت هم ښه کيږي د مسلمانانو په دې لښکرکي (200) نفره د آسانو سپاره وه او دا اول وار دى چي په مسلمانانو کي د آس د سپرو شمېر و دوو سوو نفرو ته رسيږي. 


د خيبر و يهودو ته چي د مسلمانانو د آمادګۍ او تيارۍ خبر ورسېدى سره د دې چي د خيبر يهود لس زره نفره وه مګر بيا يې هم زړونه د بيري ډک سوه، نو يې د خپلو مشرانو څخه يوه ډله ولېږل چي د أعرابو او نورو قبيلو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو د جنګ دپاره مرسته وغواړي، د يهودو دغه ډله دکنانه په مشرۍ چي د يهودو پاچا بلل کېدى رهي سوه، اول د بني مُره و قبيلې ته ورغله چي مشر يې حارث بن عوف المُري ؤ او دا هغه قبيله ده چي په خندق کي يې هم ګډون کړى ؤ، اوس يهود ورغله چي حارث بن عوف د دوى سره د خيبر په دفاع کي حصه واخلي او پر مسلمانانو حمله وکړي، مګر حارث بن عوف ورته و ويل: والله ما ته دا را معلومه سوه چي د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين لوړيږي او د ده کاميابۍ يوه په بله پسې دي، نو زه نه غواړم چي د ده سره جنګ وکم او دا يې نه کړه قبوله چي د خيبر په جنګ کي ګډون وکړي.
 دغه ډله بيا و غطفان ته رهي سوه چي د غطفان د مشر عُیینه بن حِصن سره و ويني، هغه عُیینه چي د خندق په جنګ کي يې د څلورو زرو نفرو سره اشتراک کړى ؤ او د خندق په جنګ کي تقريبًا د کفارو نيم لښکر د دوى څخه جوړ سوى ؤ، عُیینه بن حِصن چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  (مُطاعِ اَحمق) بللى دى بيعقل آمر او بيعقل سړئ ؤ، هيڅ فکر او هوښياري يې نه درلودل، نظريات يې ټول غلط را وتل، په هره موضوع کي چي به يې مداخله وکړه په هغه کي به ناکامه ؤ، مګر بيا هم د قبيلې مشرؤ او خلکو يې اطاعت کاوه، هر امر چي به يې وکړی لس زره نفر به ورته ولاړ وه او چا پوښتنه هم نه ځني کول چي څه راکوې؟  او چيري مو بيايې؟ 


نو د يهودو ډله و دغه احمقِ مُطاع ته ورغله او د مسلمانانو حال يې ورته و وايه چي پر خيبر حمله کوي، يو خو غطفان د خيبر د يهودو حُلفاء او متعاهدين وه او بل يهودو ورته و ويل: که موږ پر مسلمانانو غالبه سوو د خيبر د يوه کال نيمي مېوې درکوو، عُیینه بن حصن ورته و ويل: زر نفره خو به دغه اوس ستاسي سره ملګري کم او زه به نور څلور زره نفره تيار کم او د هغو سره به در رهي سم، اوس يې د يهودو سره زر نفره ملګري کړه او دئ د نور لښکر په را ټولولو مشغول سو. 


دا خبر بيا د بني مُره و مشر حارث بن عوف ته و رسېدى، څرنګه چي حارث د عُیینه آشناى او ملګرى ؤ نو ورته راغلى ويل يا عُیینه! د يهودو په ملګرتيا جنګ مه کوه، ويل ولي؟ حارث ويل د محمّد صلی الله علیه وسلم  دين لوړ او غالبه سو جنګ مه ور سره کوه، عُیینه ويل: پر موږ او يهودو نه سي غالبه کېدلاى، حارث بن عوف و ويل: يا عُیینه! د مخه تر دې چي د اسلام دين غالبه او په دغه اوسني ډول سره نشر سي، هغه وخت مي په دغه خپلو غوږو د سلام بن مشکم څخه چي د يهودو مشر دى واورېدل چي ويل يې: يهودو لره دوه واره حلالېدل سته، يهود دوه واره حلاليږي او وژل کيږي، يو وار حلالېدل يې په مدينه منوره کي دي هغه چي پېښ سوه او موږ وليدل چي د بني قريظه یهود ټول حلال کړل سوه او ويل: بل حلالېدل يې په خيبر کي دي، چي هغه دغه دي اوس پېښيږي، نو د يهودو سره په جنګ کي ګډون مه کوه، عُیینه ويل تا د سلام بن مشکم څخه واورېدل چي دغه يې و ويل؟ حارث ويل: هو! په دغه خپلو غوږو مي واورېدل، عُیینه ويل: که سلام دغه خبره کړې وي نو بيا دﺉ په خپله ولي جنګ ور سره کوي؟ حارث ويل: هغه مجبوره دى هغه د قوم په سبب جنګيږي، عُیینه ويل: زه هم د هغه ملګرى يم، عُیینه او بيعقلۍ ته يې وګورى: پسله دغو ټولو خبرو بيا هم ټينګ دى چي د یهودو په ملګرتیا د مسلمانانو سره وجنګیږي. 


واقعًا :هم دغه احمق مطاع د څلورو زرو نفرو په را ټولولو شروع وکړه، زر نفره خو يې د مخه د يهودو سره لېږلي وه چي اوس نو هلته د خيبر په قلاوو کي يوولس زره جنګي نفر موجود دي، لس زره په خپله يهود دي او زر نفره يې د غطفان څخه ور سره بوتله، دغه یوولس زره نفره بېله هغي مرستي او كومك څخه دي چي بيا په وروسته کي ورته راځي چي هغه هم څلور زره نفره دي او دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  د یو زر څلورو سوو نفرو مسلمانانو سره د خيبر پر طرف رهي سو. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته