لیکنه: مولوي سیحان کندهاری/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په شعر کي عاطفه
د شعر دقوي توکو څخه یوشی عاطفه ده اوعاطفه هغه وجداني حالت ته وایي چي په تجربه اواستعمال سره ترلاسه کيږي او په انسانانو کي هم یو له بله فرق لري، هغه دارقم چي په بعضو انسانانو کي عاطفه زیاته وي او په ځینو کي کمه.
شعر چي کله بې عاطفې وي نوهغه ته له سره شعرویلای نه سو، ځکه عاطفه د شعر روح ده، شعر ورته په مثال د جسد دئ، نو چي کله هم په جسد کي روح نه وي هغه جسد بې معنی دئ او چي کله هم بیا په جسد کي روح راسي نو معنی داره هم سي او احکامات هم ورته متوجې کيږي. یعنی اصل ګرځي همدارقم په شعر کي به عاطفه ضرور وي، که شعر بې عاطفې وي او په مطلق خیالاتو باندي مشتمله ؤ نوهغه شعرته شعر نه وایو بلکي یو ترتیب سوی لفظ ورته ویلای سو.مثلا: که تاسو وګورئ یو هنر ته که ښکلی وي یایو مضمون ته چي پارونکی وي، نوهغه به ضرور د احساس او عاطفې سره اړيکه لري، خلاصه داچي عاطفه هغه داخلي قوه ده چي پر احساساتو او زړه باندي اغېزکوي.
بعضو ملګرو احساسات اوعاطفي شی واحد ګرځولي دي، چي داپه خپل منځ کي توپېر لري.
مطلق عاطفه هم پر زړه اغېز نه کوي؛ بلکي عاطفه هغه وخت پر زړه او احساساتو اغېز کوي چي کله هم دخپلو شرائطو په چوکاټ کي ونغښتل سې، بیا مؤثره تمامېږي نو دعاطفې دمؤثر والي له پاره خپل شرائط سته هغه دا چي:
(۱) لومړی شرط داعاطفې دادی، چي رېښتینې به وي، یعني د شاعر له زړه نه بې سرچینه اخستې وي، د شاعر د زړه له تله به راوتلې وي، د شاعر دزړه کړېکه به وي ساده پېکه اوبې ځایه صفتونه به نه وي، په شعر کي لکه یو قیصه چي مشوره ده دحجاج بن یوسف په هکله یې بعضي ادب پوهان ذکر کوي هغه واقعه دارقم ده. ویل کيږي چي کله دحجاج زوی مړسو؛ نوحجاج یو شاعر را وغوښتی او ورته وې ویل چي ته زما د زوی په هکله څه وليکه، لکه څنګه چي دې دخپل زویی په هکله لیکلي ؤ، هغه لیکوال په ځواب کی ورته وویل چي امیر صاحب داسي څه نه سم لیکلی، ولی چي هلته هغه شاعر هغه درد او کړیکه نه محسوسه وله له هم دې وجي یې انکار ورته وکړو، نو چي په زړه کي درد او هغه دعاطفې اسباب نه وي نو مؤثره نه سي ثابتېدلای.
(۲) دوهم شرط دعاطفې دادی چي ظهور اوتجلابه لري، عاطفه باید په دومره ښکلي انداز کی وکارول سي چي شعر دایجاب اوقبول مقام ته ورسوي مینه وال او لوستونکي ومومي.
(۳) درېیم شرط دعاطفې له پاره دادی چي په شعرکي به موضوع هم ښکلې انتخاب سوې وي، پېکه موضوع هم عاطفې ته نقصان رسوي.
(۴) څلورم شرط دعافطې دادی، چي په شعرکي به عاطفه له سره ترپایه په یوه رقم استعمال سوې وي داسي باید نه وي چي دشعر بعضي کړۍ عالي وي اوبعضي سپېرې وي، بلکۍ ټولې کړۍ به علی السویه وي.
اویاد ساتئ که عاطفه له خپلو شرائطو سره نه وکارول سي بیادومره مثبته او اغېزناکه نه ګرځي.
د بېلګي په توګه به د مولوي امان الله مستغفر صاحب د کلام یوه نمونه له تاسي سره شریکه کم.
چیرته چي دا ستا خبره یاده سي
بس نوري خبري رانه هیري سي
سترګوته مي ستا سترګي یودم راسي
کله چي مي سترګي ترله تیري سي
یو خوستا د درد اوښکه قیمت لري
بله چي را توی د خدای له بیري سي
ږدمه به لیمه ستا تر قدم لاندي
زما که ترغوږ ستا د راتلو زیري سي
www.taleemulislam.net