تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟/ درېیه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 12, 2024
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
مدرسه او مکتب څنګه سره يو ځای سول؟
(درېیمه برخه )

 

معلم صاحب ورته وويل، د دغسي لوړ هدف لپاره بايد يوه ګډه مشورتي غونډه جوړه سي، چي د دواړو علمي مرکزونو استادان او اداري اشخاص ګډون ولري.


په مشوره ئې د مشورتي غونډي لپاره وخت او ځای وټاکئ.


د بر کلي مشرانو غوښتنه وکړه، چي د ډوډۍ او اکراميې لپاره موږ چمتووالی لرو.


پر ټاکلې ورځ د مدرسې او ښوونځي استادانو او اداري مسئولينو غونډي ته تشريف راوړ. 


غونډه د کلام الله په څو مبارکو اياتونو سره پيل سوه.


د مدرسې د مهتمم صاحب لخوا د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست وويل سو، وروسته متقاعد معلم صاحب د غونډي هدف په خلص ډول ارائه کړ او غونډه پيل سوه.


هر استاد او اداري مسئول پخپل وار د ديني او عصري علومو پر ارزښت خبري وکړې او د دغو دوو مهمو شعبو تر منځ ئې همږغي د اولس او مسلمانانو په ګټه وبلله.


د ديني او عصري علومو د همږغۍ لپاره نظر غوښتنه پيل سوه، هر چا خپل نظر او دلائل وړاندي کول. چا ويل چي دواړه علمي مرکزونه دي فعال واوسي؛ خو وختونه دي ئې مختلف سي، يعني يو علمي مرکز دي له سهاره تر غرمې پوري فعاليت ولري او بل دي د ماپښين لخوا وي، تر څو استادان ئې فارغ وخت ولري او زده کوونکي به هم په يو وخت کي ديني زده کړي کوي او په بل وخت کي به عصري زه کړي کوي. چا ويل په يو وخت کي دي دواړه علمي مرکزونه فعال واوسي، د هر چا خوښه ده، چي پخپلو بچيانو باندي کومي زده کړي تعقيبوي.


د متقاعد معلم صاحب نظر داوو، چي دا د اسلام په پيل کي يوه علمي شعبه وه؛ خو د يوې دسيسې په نتيجه کي سره بېل سوي دي، نو جلاوالی ئې په راتلونکي کي بيا کړاوونه زيږولای سي. 


د اسلام له پيله بيا تر هغه وخته مسلمانان د برم خاوندان، محققين او مخترعين ول، چي دغه شعبه يوه وه. کله چي دغه شعبې سره بيلي سولې، نو د مسلمانانو استعدادونه د ابتکار، اختراع، تحقيق، تاليف، تصنيف او تسليط پر ځای د يو بل په مقابل کي مصروف سوي او مستعمل سوي دي. معلم صاحب د خپلو خبرو په دوام کي وويل، چي زما نظر دادی، چي دواړه علمي مرکزونه سره مدغم او پاشل سوی علمي قوت سره منسجم سي، تر څو د کلي بچيان په يو وخت او يو مرکز کي دواړه ډوله علوم ترلاسه کړي. د ټولو ګډونوالو دا نظر خوښ سو؛ خو د ډيرو استادانو او مسئولينو سره ګڼ شمېر سوالونه پيدا سولو د بيلګي په توګه: 


۱) د دغه علمي مرکز نوم او عنوان به څه وي؟


۲) مدرسه به په ښوونځي کي مدغميږي که به ښوونځی په مدرسه کي مدغميږي؟


۳) کوم ځای به ورته انتخابيږي؛ ځکه که د مدرسې تعمير وټاکل سي، نو هغه بل تعمير به څه په کوو او که د ښوونځي تعمير وټاکل سي، نو د مدرسې تعمير به د څه برخليک سره مخ کيږي؟


۴) نصاب به ئې څنګه وي؟


۵) مهالويش به ئې څنګه وي؟


۶) اطلاعنامې يا شهادې به په کوم عنوان ورته جوړيږي؟


۷) د فراغت لپاره به ئې څو صنفونه وي او ....


هر چا خپل سوال مطرح کاوه او د مجلس د ګډونوالو د بحثونو په نتيجه کي معقوله لاره ورته پيدا کيده او.... 


۱) د علمي بنسټ د نامه په اړه زيات بحث وسو، په نتيجه کي پرېکړه وسوه، چي په پښتو اسنادو کي به په ښوونځي او په غير پښتو اسنادو کي به په مدرسه ليکل کيږي.


۲) د ادغام خبره بي توپيره ده، يا مدرسه ادغام سوې يا ښوونځي مدغم سوې، هدف دادی چي دواړه علمي مرکزونه سره يو ځای سي.


۳) د محل او تعمير په اړه تر زيات بحث وروسته نتيجه دا سوه، چي د مدرسې تعمير به د نارينه وو لپاره وټاکل سي او د ښوونځي تعمير به د نجونو لپاره وټاکل سي، د دې نظر لپاره دلائل ډير وه، يو دليل داوو، چي د مدرسې په داخل کي مسجد سته، نارينه استادان، زده کوونکي او نور مېلمانه به د جماعت لپاره استفاده ورڅخه کوي او نارينه زده کوونکي ممکن ليليه هم ولري، نو هغوی ته مسجد په کار دی. ښځينه زده کوونکي سهار تر غرمې پوري درس ته راځي، د لمونځونو وختونو ته خپلو کورونو ته ځي.


۴) د نصاب اړوند بحث وسو، په نتيجه کي د مفرداتو د ټاکلو په اړه مختلطه کمېټه يا لجنة وټاکل سوه، چي مفردات تعين کړي.


۵) پر مهالوېش هم لږ بحث وسو او پرېکړه دا وسوه، چي د استادانو او ادارې د موافقې سره سم به تقسيم الاوقات جوړيږي.


۶) د اطلاعنامو يا شهادو بحث هم لږ وخت ونيوی، پرېکړه داوه، چي د ښوونځي او مدرسې په عنوان به جوړيږي او ټول تدريسي مضامين به پکښي ليکل کيږي.


۷) د فراغت لپاره د صنفونو تحديد ډيره ګرمه موضوع سوه او د زيات بحث سبب سوه. د اکثرو استادانو نظر داوو، چي د زده کوونکو وخت بايد په ابتدائي دورو کي ضائع نسي، په ابتدائي دورو کي دي زده کوونکو ته د ټولو علومو او فنونو اساسيات او بنسټونه تدريس سي، وروسته به هره رشته بيليږي او زده کوونکي به د تخصص په دوره کي خپل مسلکي مضامين تعقيبوي؛ نو د صنفونو اړوند داسي پرېکړه وسوه، چي تر شپږمه صنفه پوري د ټولو علومو او فنونو اساسيات او ابتدائي مفردات تدريسيږي. 


له اووم څخه تر نهم صنف پوري رشته بندي کيږي او په مختلفو رشتو کي تدريس کيږي، تر هغه وروسته به د لوړو زده کړو لپاره ښار ته ځي او د کانکور له لاري به د خپلي رشتې مطابق تحصيلات او تخصصات کوي.


په غونډه کي يادونه وسوه، چي د نصاب لجنې (کميټې) ته زياته ستړيا ورترغاړي سوې ده، نو هيله څرګنده سوه، چي هغوی نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړي، تر څو دغه اقدام بريالی سي، نور کلي او حتی ښارونه د دوی پر پله قدم کښيږدي او د مسلمانانو د پيړيو پيړيو ارمانونه تحقق پيدا کړي او....

 

نوربيا... 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته