لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د تبليغ او بيان آداب
(لومړۍ برخه)
لومړی ادب: د بیان او تبلیغ لپاره لومړی ادب اخلاص دی؛ په دې معنی سره چي تبلیغ کوونکی باید تر ټولو مخکي خپل نیت سم کړي او په پوره اخلاص بیان وکړي.
په بیان کي اخلاص کول دوې مهمي ګټي لري: لومړی ګټه یې دا ده چي پر تبلیغ یې ثواب مرتب کیږي, ځکه چي د اخلاص په درلودلو یې بیان د الله تعالی لپاره ګرځي چي طبعا الله تعالی ثواب ورته ورکوي، دویمه ګټه یې دا ده چي پر حاضرینو او مخاطبینو تأثیر کوي, ځکه په بیان کي اخلاص د معنوي تأثیر پیدا کيدلو سبب جوړیږي چي ارومرو پر حاضرینو مثبته اغېزه کوي.
الله تعالی فرمایي: وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ....[البینة،۵]
ژباړه: دوی نه دي امر سوي؛ مګر په دې باندي چي د الله تعالی عبادت وکړي په داسي حال کي چي خپل عبادت یواځي د الله لپاره وګرځوي، د باطل څخه حق ته مایل وسي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: إنما الأعمال بالنیات و إنما لکل امرئ ما نوی...[متفق علیه]
ژباړه: یقینا چي عملونه په نیتونو پوري اړه لري او د هر انسان لپاره هغه څه سته چي نیت یې کړی وي.
دا چي د الله لپاره اخلاص او نصیحت څه شی دی په لاندي اثر کي یې ښه بیان کیږي:
عَنْ أَبِي ثُمَامَةَ ، قَالَ : قَالَ الْحَوَارِيُّونَ : يَا عِيسَى ، مَا الإِخْلاَصُ لِلَّهِ ؟ قَالَ : أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ الْعَمَلَ لاَ يُحِبُّ أَنْ يَحْمَدَهُ عَلَيْهِ أَحَدٌ مِنَ النَّاسِ ، وَالْمُنَاصِحُ لِلَّهِ الَّذِي يَبْدَأُ بِحَقِّ اللهِ قَبْلَ حَقِّ النَّاسِ ، يُؤْثِرُ حَقَّ اللهِ عَلَى حَقِّ النَّاسِ ، وَإِذَا عُرِضَ أَمْرَانِ : أَحَدُهُمَا لِلدُّنْيَا ، وَالآخَرُ لِلآخِرَةِ ، بَدَأَ بِأَمْرِ الآخِرَةِ قَبْلَ أَمْرِ الدُّنْيَا.[مصنف إبن أبي شيبة۳۵۳۷۵]
ژباړه: د ابي ثمامه څخه روايت دی چي حواريونو عيسی عليه السلام ته وويل: د الله لپاره اخلاص څشی دی؟ عيسی عليه السلام ورته وويل: د الله لپاره اخلاص دا دی چي يو څوک (ښه کار) کار کوي خو دا يې نه خوښيږي چي خلک یې ستاينه ورباندي وکړي.
او د الله لپاره نصيحت کوونکی هغه څوک دی چي د الله حق د خلکو د حق څخه مخکي شروع کوي، د الله حق ته د خلکو پر حق ترجيح ورکوي او چي کله دوه کارونه ورته پيدا سي چي يو د دنيا کار وي او بل د آخرت کار وي دی د آخرت کار د دنيا تر کار مخکي شروع کوي.
دويم ادب د بيان او تبليغ دا دی چي بيان کوونکی به داسي بيان کوي چي خلک ورڅخه متأثر سي او د دې کوښښ به کوي چي د ناستو کسانو تر زړونو پوري خپل وعظ او تبليغ ورسوي نه يواځي تر غوږونو پوري؛ لکه په حديث کي د ترمذي چي راځي: عرباض بن ساريه رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار د لمانځه وروسته موږ ته داسي جامع تبليغ وکړ چي په سبب يې د ناستو کسانو سترګي و بهېدلې او زړونه يې و وېرېدل.
د ناستو کسانو د سترګو څخه اوښکي ځکه بهېدلي او زړونه يې ځکه وېرېدلي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم جامع او هراړخيز مؤثر بيان کړی دی او داسي بيان ارومرو پر ناستو کسانو تأثير کوي لکه په قرآن شريف کي چي الله تعالی فرمايي: وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ.[الذاريات،۵۵]
ژباړه: وعظ وکړه يقينا چي وعظ مؤمنانو ته ګټه کوي؛ ابن جرير طبري رحمه الله د دې آيت په تفسير کي ليکي: يعني اې محمده هغو کسانو ته چي ته رالېږل سوی يې تبليغ وکړه يقينا چي تبليغ مؤمنانو ته ګټه کوي.
د تبليغ د ښه تأثير کولو لپاره يو سبب دا هم دی، چي مبلغ د تبليغ په وخت کي په خپلو خبرو او ظاهري حرکاتو خلک داسي ځان ته متوجه کړي، چي د ده د تبليغ تر تأثير لاندي راسي، لکه: جابر بن عبدالله رضي الله عنه چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبليغ کولو حالت داسي بيانوي:
ژباړه: کله چي به رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويل نو سترګي به يې سرې سوې، ږغ به يې لوړ سو او قهر به يې ډېر سو او داسي به ښکارېدی لکه خلک چي د لښکر څخه وېروي او وايي: سهار پر تاسي حمله کوي او ماښام پر تاسي حمله کوي. [صحيح مسلم ۲۰۴۲]
هدف د دې څخه دا دی چي د خبرو د ډول سره د مبلغ او بيان کوونکي ږغ بايد تغيير وکړي تر څو يې بيان د ناستو کسانو په ذائقه ښه ولګيږي.
www.taleemulislam.net