د انسان په بدن کې د بولو کڅوړه
ژباړه. عبدالسلام حنفي
د انسان د بولو کڅوړې ته په هرو ۲۰ ثانیو کې یو څاڅکی بولې راڅڅیږي کله چې دا کڅوړه ډکه شي نو انسان د قضاء حاجت د پوره کولو لپاره ځې.
نو که چیرته دغه کڅوړه یا مثانه نه وي انسان به په یو ځای کي د یو څو لحظو لپاره نه شوی پاتی کیدلی بلکی په هرو ۲۰ ثانیو کي به یوار د حاجت د پوره کیدلو لپاره تلي.
داسي پښه شوی ده چي یو کس د بولو په کڅوړه کې د سرطان دانه لرله. چې مثانه یي د سرطان په دانه سره ډکه شوی وه نو ډاکتر د هغې مثانې په ځای بله مصنوعي کڅوړه یا مثانه ور واچوله. خو ډاکتر دا خبره هم ورته وکړله چې کله تا ته الله جل جلاله خپله طبیعي د بولو کڅوړه درکړي وه هغه به چې هر وخت د بولو ډکه شوله ته به پری خبری دي او ولاړ به شوی خپل حاجت به دې پوره کړي لیکن اوس چې دغه مصنوعي مثانه یا د بولو کڅوړه لری نو دا که د بولو ډکه هم شي ته نه پوهیږی. نو تا ته په کار ده چې د شپي او ورځی هر ساعت خپل حاجت پوري کړی ځکه که چيرته مثانه ډکه شي او ته خپل حاجت پوره نه کړي نو د ډير ډکيدو له سببه به ستا دغه اوسني مصنوعي مثانه پټاو سي چې ستا د مرګ سبب به وګرځي.
نو ای انسانه اوس ته د الله جل جلاله په دې نعمت باندي خبر شوئ ؟
نو د الله جل جلاله د نعتونو شکر وباسه او ناشکری یي مه کوه.
سبحان الله