تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یوه دانه زوی مي څنګه لیونۍ کړ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 23, 2023
  0

لیکنه: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

یوه دانه زوی مي څنګه لیونۍ کړ؟

 


د کورنۍ غړو یې ۲۶ کلن ځوان تر لاس ونیوی او په زوره یې ډاکټر ته بوت. ځوان د تېر ځل په څېر نارې کړي: ”دا مي نهم ډاکټر دی، چي تاسو ما ور ښکاره کوی، زه روغ یم تاسو ولي ما نه درک کوی؟“ 

 
کشر اکا یې په لستوڼي اوښکي پاکي کړې، ویل: ”ته یوازي خونه کي ناست یې؛ له چا سره خبري نه کوې، ډودۍ نه خورې، سترګي دي سرې سوي دي، د سر ورېښتان دي نیم وختل. ته ووایه، ایا ته جوړ یې! موږ ټول ستا روغتیا غواړو. ته موږ درک کړه!“


ځوان یې رواني ډاکټر ته بوتلی، ډاکټر وغوښتل، چي د ناروغ سره یوازي کښېني. کورنۍ یې ومنل.


ډاکټر، ناروغ یوازي پرېښود او را ووتی، د کورنۍ څخه یې د ناروغ د ستونزي پوښتنه وکړل، پلار یې ورته وویل: ”درې میاشتي مخکي یې د کاروبار لپاره پيسې وغوښتې. موږ ویل، تکړه دی، د کاروبار وړتیا او لیوالتیا لري. پیسې مو ورکړې. یوه میاشت یې د کاروبار لټه وکړل، اوس پر کور راته ناست دی، عصبي او رواني حالت یې سم نه دی؛ یوازي ناست وي، له ځان سره خبري کوي، له موږ څخه کرکه کوي او دوو میاشتو کي دومره زوړ سوی دی، لکه لس کاله چي پر تېر سوي وي. ډاکټر صاحب، لطفا! داغه یو زوی مو دی، را وې ژغوره!“ 


ډاکټر حیران سو، چي جوړ سړی به ولي په رواني او عصبي ناروغیو اخته کيږي. اطاق ته ولاړ او د ناروغ سره کښېنست. ورته وې ویل: ”زویه! زه پوهېږم، چي په تا هیڅ هم نه دي سوي. ته داسي څه ویل لرې، چي زه یې واورم او بیا ستا و کورنۍ ته دا په ثبوت ورسوم، چي ته نه یې ناروغ؟“


ډاکټر و ناروغ ته د خبرو چانس ورکړ، ناروغ شا و خوا و کتل، چوکۍ یې د ډاکټر و خواته نوره هم نژدې کړل او ورته وې ویل: ډاکټر صاحب، تاسو چي دا درملتون خلاصوی، نو څو پیسې مو مصرف کړې؟


ډاکټر لنډ جواب ورکړ: پنځه لکه افغانۍ


ناروغ ورته وویل: زه چي هرڅه حساب ورته وکړم، نو ستاسي درملتون کي څلور لکه هم نه دي مصرف سوي.

 
ډاکټر ورته وویل: حقیقت کي دا شاوخوا الماری، اړین توکي او دواګاني د درې نیمو لکو افغانو دي. دېرش زره افغانۍ د درملتون د جواز اخیستلو کي قانوني را څخه تللي. پاته یو لک او شل زره افغانۍ په غیر قانوني توګه د درملتون د جواز او خپل د اسنادو د را ایستلو په جریان کي را څخه په زور اخیستل سوي دي. 


ناروغ سترګي را رډي کړې، د ډاکټر خبره یې ور پرې کړه او وې ویل: ”بس، همدغه زه لیونۍ کړی یم!!“


زیاته یې کړه: تېر کال له پوهنتون څخه په لوړو نمرو فارغ سوم. څو ځایه مي د دندي لپاره ازمویني ورکړې، نمرې به مي تر ټولو لوړي وې، خو هرځل به را څخه څه اندازه پیسې غوښتل کېدې. دا مي پر عصابو سخت بوج سول، نو مي پرېکړه وکړل، چي خپل کاروبار به پرانیزم. پلار او اکاګانو مي په خوښي خوښي پیسې راکړې.


یوه ریاست کي راڅخه پنځوس زره افغانۍ وغوښتل سوې، مامورینو ویل: رئیس بې پیسو کار نه کوي. 


په بل ریاست کي د یو شعبې مامور شل زره افغانۍ وغوښتې ویل، زموږ مدیر بې پیسو کار نه کوي. 


یوه ریاست کي خو مي مدیر لیدلی هم نه دی، هغه د دروازې چوکېداری یې ویل: ځان مه ستړی کوه، بله ورځ عاریضه، اسناد او پنځلس زره افغانۍ یو ځای راوړه، کار به دي خلاص سي. 


لس ګونه ځایونه مي نور هم همداسي کار و ځنډېد او بند سو. هره ورځ به مي عصاب نور هم خرابېدل. وروسته فکر راته پیدا سو، چي  زما پلار، کشر اکا او د اکا زوی خو هم په دې ریاستو کي کار کوي. ددې په ویلو سره یې سترګو کي اوښکي راغلې، ویل ډاکټر صاحب!! پوهېږې، زما پلار، کشر اکا او د اکا زوی څوک وه؟ 


ډاکټر د سر په اشاره ورته وویل: نه پوهېږم! 


ځوان ناروغ ور غبرګه کړل: هغه پنځوس زره چي یې غوښتې هغه مي اکا، شل زره چي یې غوښتې هغه مي پلار او پنځلس زره چي یې غوښتې هغه مي د اکا زوی وو. 


د زړه له درده یې وویل: ”کومي پیسې چي یې ماته راکړي وې، هغه د خوار او غریب څخه په زور اخیستل سوی رشوت وو. زه نه وم خبر، چي له ما سره کور کي شرموښان اوسي؛ یوازي نور خلک نه، بلکي ما هم څیري. ډاکټر صاحب! که د هر ریاست، هره شعبه وګورو، نو زموږ دوست، ملګری، ګاونډی یا ټولګیوال به پکښي ناست وي. موږ خپله یو د بل غوښي خورو.“  


ډاکټر پر خپله چوکۍ حیران ناست وو، اطاق کي خاموشي وه. ناروغ تر یو ښایسته شيبې وروسته سر ارام را پورته کړ او وې ویل: ډاکټر صاحب، زه چا لیونۍ کړی یم؟ ایا زه لیونۍ یم او که دوی؟ زه څنګه له دوی سره کښېنم؟ څنګه ورسره وخاندم؟


ناروغ او ډاکټر یو ګړی خاموشه ناست وه. 


ډاکټر دباندي را ووت، سترګي یې له اوښکو ډکي وې، د ناروغ پلار او اکا یې مخاطب کړل: ”ستاسو زوی روغ دی، کورته یې بوزی! تاسي لیوني یاست، رب ته پر سجده سئ او کوم خلکو باندي چي دې ښار کي تاسو ژوند تنګ کړی، د هغوی تنګول پرېږدی او توبه وباسئ!!“ 

 

www.taleemulislam.net

  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته