سیرت نبوي (۱۶۳برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مشرکانو د لښکر جوړېدل
اوس چي د بدر د غزاء پوره يوکال تېر سو په دغه موده کي قريشو وکولاى سواى چي خپل لښکر او اسلحه تيار او آماده کړي، قريشو د درو زرو جنګي نفرو لښکر جوړ کړی چي دا په خپله قريش، د دوى حليفي يا متحدي قبيلې، احابيش او نور وه، یا په اوسنۍ اصطلاح ټول دوست هیوادونه د مسلمانانو د جنګ دپاره سره یو ځای سوه.
قريشو ته ډېر لوى لښکر را ټول سو، يو کال د مخه په بدرکي د کفارو شمېر زر نفره ؤ او اوس درې زره نفره سوه چي دا د خلکو پر را ټولولو او جمعه کولو د ابوسفيان قدرت ښکاره کوي او د قريشو مشرانو په دې جنګ کي ښځي هم ور سره رهي کړې ځکه د دوى په فکر دا کار په جنګ کي د خلکو د ثابته پاته کېدلو سبب ګرځي او د دغو ښځو شمېر پنځلس تنې ؤ، د دې لښکر د نقلولو حيوانات درې زره اوښان وه او دوه سوه د آسانو سپاره ور سره وه، د ساتني اسلحه يې اووه سوه زغري وې، د لښکر عمومي قومندان ابوسفيان بن حرب دى د آسانو د سپرو قومندان خالد بن وليد دى او د ده معاون عِکرمه بن ابوجهل ؤ، چي دغه دواړه په هغه وختو کي د خپلو پلرو پر دين يعني پر شرک وه، د مکې مکرمې دغه لوى او مسلح لښکر پسله دغه ټولو تياريو څخه د مدينې منورې پر طرف حرکت وکړی، پخواني انتقام، غرور او طُغيان، د دغه لښکر په زړو کي د بغض او عناد، قهر او غضب اورونه بل کړي وه، د دوى د حسده ډک او زخمي زړو ته تر هغو شِفاء نه حاصلېدل ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم او ټول مسلمانان و نه وژني او د اسلام دين د مځکي د مخ څخه ورک نه کړي.
عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا چي په مکه مکرمه کي دى د قريشو دغه حرکتونه او عسکري آمادګي یې تر نظر لاندي نيولي دي، کوم وخت چي دكفارو لښکر حرکت وکړی عباس رضی الله عنه په ډېر تلوار سره يو ليک و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و لېږى چي په هغه ليک کي يې د قريشو د لښکر ټول حالات په تفصيل سره ليکلي وه، د عباس رضی الله عنه قاصد هم د دغه ليک په رسولو کي ډېره چابکي او چالاکي وکړه تر داسي اندازې چي د مکې مکرمې او مدينې منورې تر منځ پنځه شپږ سوه کيلو متره لار يې په درو ورځو کي طئ کړه او ليک يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چي په دغه وخت کي په مسجد قباءکي ؤ ور کړى.
ليک اُبى بن کعب رضی الله عنه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حال په پټولو سره امرکړی او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر ژر و مدينې منورې ته ولاړى هلته يې د مهاجرينو او انصارو مشران سره را ټول کړه مشوره ور سره کوي چي موږ بايد د دغه راتلونکي لښکر په مقابل کي څه وکړو؟
ټوله مدينه منوره د تيارسئ په حالت کي ده تر داسي اندازې چي مسلمانان د لمانځه په وخت کي هم اسلحه د ځانه څخه نه ليري کوي، د انصارو يوه ډله چي سعد بن معاذ، اُسيد بن حُضير او سعد بن عُباده هم پکښې وه مسلح د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ساتني دپاره و درېدل، شپه به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دکور و مخ ته د اسلحې سره تېرول، پر هغو لارو چي د دباندي څخه مدينې منورې ته راتلې د مسلمانانو مسلحي ډلي د دې دپاره و درېدلې چي په بې خبري کي حمله پر و نه سي او د مسلمانانو ګښتي پيرې او ګزمې شروع سوې، مسلمانان د هغو لارو پر شا وخوا ګرځېدل چي د دې احتمال ؤ چي مشرکان دي د دغه طرفه څخه حمله وکړي.
د مشرکانو لښکر چي د مکې مکرمې څخه را و وتى د مدينې منورې پر عمومي لار رهي ؤ، کوم وخت چي (اَبواء) ته ورسېدى دلته هند بنت عتبه چي د ابوسفيان ښځه وه و قوم ته دا مشوره ورکړه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مور قبر وشنى او دا د قبره څخه راوباسى، خو د لښکر مشرانو دا مشوره رَد کړه او د دې کار د عواقبو څخه وبېرېدل، ويل: که دا کار شروع سو په نتيجه کي يې موږ تاوانيان کيږو.
لښکر بيا هم د مدينې منورې پر عمومي لار رهي دى څو و مدينې منورې ته نژدې سو، دلته د لاري و راسته طرف ته واوښتل ترڅو چي د اُحُد و غره ته نژدې يې په يوه ځاى کي واړول چي (عَينين) ورته ويل کيږي، دکفارو لښکر پر دغه ځاى د جمعې په ورځ چي د هجرت د درېیم کال د شوال د مياشتي شپږمه ورځ وه واړول.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net.