تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پنځه کاره او د هغو جائزې!
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  April 21, 2022
  0

پنځه کاره او د هغو جائزې!


لیکنه : عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 د حضرت ابوهریره رضي الله عنه  څخه روایت دی ، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل : څوک به دا کلمات زما څخه واخلي ،چي عمل پرې وکړي او یا يې داسي چا ته ور وښايي، چي هغه عمل پرې وکړي؟


حضرت ابوهریره رضي الله عنه فرمایي: چي ما ورته وویل : ای د الله رسوله صلي الله علیه وسلم!
 زه تیار یم.


رسول الله صلي الله علیه وسلم زه تر  لاس ونیولم او پنځه شیان يې راته حساب کړل :


 ۱ : د حرامو څخه ځان لیري کړه ،ته به په  ټولو خلکوکښې ښه عبادت کوونکی یې.
 ۲ : د الله عزوجل  په تقسیم سره خوښ اوسه، نو ته به په ټولو خلکو کښې شتمن یې.
 ۳ : د خپل ګاوندي سره نېک چلند کوه ، ته به مؤمن یې.
 ۴ : د خلکو لپاره هغه څه خوښوه کوم چي د ځان لپاره خوښوې، ته به مسلمان یې.
 ۵ : ډېر مه خانده ،ځکه ډېره خندا  زړه  وژني.

 

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ يَأْخُذُ عَنِّي هَؤُلَاءِ الكَلِمَاتِ فَيَعْمَلُ بِهِنَّ أَوْ يُعَلِّمُ مَنْ يَعْمَلُ بِهِنَّ» ؟ فَقَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: فَقُلْتُ: أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، فَأَخَذَ بِيَدِي فَعَدَّ خَمْسًا وَقَالَ: «اتَّقِ المَحَارِمَ تَكُنْ أَعْبَدَ النَّاسِ، وَارْضَ بِمَا قَسَمَ اللَّهُ لَكَ تَكُنْ أَغْنَى النَّاسِ، وَأَحْسِنْ إِلَى جَارِكَ تَكُنْ مُؤْمِنًا، وَأَحِبَّ لِلنَّاسِ مَا تُحِبُّ لِنَفْسِكَ تَكُنْ مُسْلِمًا، وَلَا تُكْثِرِ الضَّحِكَ، فَإِنَّ كَثْرَةَ الضَّحِكِ تُمِيتُ القَلْبَ»(رواه:الترمذي،ج:۴،ص:۵۵۱،رقم : 2305،مسندأحمد،ج،۱۳،ص:۴۵۸،رقم:۸۰۹۵)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته