پر یوه مهال له ځان او نورو سره څنگه خواخویږي وکړو؟
راټولونه : منصور زیار /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
له ځان سره د مینې پر لار یو ستر گواښ د صمیمي اړیکو په جوړونه کې پرته ستونزه ده. هغه کسان چي رانژدي وو، هغوی سره په سرسري چلند سره، ما زياته کرکه موندلي ده. داسي ښکاري تر هغه مهاله چي له ځان سره د مینې نوي پړاو ته ننوځو، هغه کس خپل ژوند ته رابولم، چي زما د کرکي کچه ډېره رازیاته کړي او راڅرگنده يي کړي. زیات مهال به دغه حقیقت ما ته د معما بڼه غوره کوله، زه به ورته حيران وم. خو اوس پوهېدلی یم چي دا يو عالي منطق هم لري، چي دلته يې ليکم: موږ د خپلو لومړنیو غوښتنو د ارضا لپاره په صمیمي اړیکو لاس پوري کوو، له ځانه د ژورو تجربو او حقيقتونو لټون پیلوو.
غواړو لکه څنگه چې يو، خلك موږ وویني او موږ يي هم هغسي ووینو، لکه څنگه چي دي. غواړو شخصيتي ماسكونه يوې خوا ته کړو او خلك زموږ د وجود ماهیت ومني. چي عملا رامنځته شي، نو ناڅاپه درېږو،ولې؟
ځکه موږله هغه څه څخه وېره لرو، چې موږ ځان ته رابولي. پر دې بنسټ، له يوې خوا خپلي ژوري تجربي ته جذب شوي يو، له بلې خوا هم مهاله هغه له ځانه شړو، د دغه ماسك دننه او ځان ته د لار موندلو يوازېنۍ لار دا ده چي باید په يوه داسي ځای کي تم شو چي پر هغه ماسك برلاسي ولرو او په سمه توگه يي ووينو. موږ د دغه عمل ته له څو لارو څخه تحقق وربخښو. مشوره، غونډه، د ارواپوهنې درملنه او مطالعه. د ماسکونو د روښانه کېدو او څرگندېدو يوه بله لار داده چې جسمي اړیکو ته لاسرسي ولرو، ځکه کله چي يوه شخص ته نژدې کېږو، دا ارزښت نه لري چي دغه کس ستاسو محبوب وي، د کورنۍ غړی یا هم دوست وي. په هر حال، تاسي له خنډونو سره مخ کېږئ، دا خنډ د هغه کس د حقيقي "زه او د ځان د پېژندني ترمنځ يو پروت دېوال دي، دغه خنډونه باید له منځه یووړل شي.
هرڅومره چې خلکو ته نژدې کېږو، د خپلو اړیکو په برخه کې له مهمو شیانو سره مخ کېږو، چې باید ورسره مینه زده کړو. دا که دغه موضوع تاسې خوښ یا هم خواشینی کړي، دا په تاسو پورې اړه لري، ما دا دواړه غبرگونونه تجربه کړي، خو يوه هم ونه شول کړای، چې په رښتيني بدلون کي کوم نقش ولري .
هغه خنډ چې اوس ورباندې بحث کوو، هغه مسئله ده، چې زه په خپل یا هم د خپلو نژدې ملگرو په ژوند کې ورسره بلدتيا لرم، چي هغه خنډ رامنځته کول دي. ما ډېر لیدلي د زیاتو کسانو ترمنځ ځکه صمیمي اړیکي له منځه تللي، چي له دغه کانال څخه، له تېرېدو سره جوخت يي بڼه بدله کړي ده راشي فکر وکړو چي تاسي د ځان په وړاندې له کرکې څخه وېره لرئ، دا يوه ژوره وېره ده، چي ستاسو په تېر ژوند کې ریښې لري. مهمه نه ده چي سرچينه يي ستاسو مور، ښوونکی یا هم پلار وي، یوه پېښه به رامنځته کېږي اوستاسو د وېري لامل به گرځي.
ستاسو په ذهن او د ناخوداگاه ضمير په ژورو کي برخه ځای لري، چی تل هڅه کوي د ذهن له زېرمي څخه ستاسو د تېر ژوند زاړه مسایل را بهر کړي. دغه خلاقه برخه تاسي هم هغه وضعیت تاسي يي د خبرتیا په هیله یاست، خو په دي وخت کي به وېره در په برخه کېږي، دا تاسي داسي يوه موقعیت ته بیایي چي خنډ رامنځته کوي. تاسي په خپله کولای شئ دا زمینه برابره کړي، دا څرگند بهیر یو خلاقیت دی، که څه هم ارزښتمن دی، خو موږ ترې کرکه کوو.
کله چي موږ هغه موقعیت ته ورسېږو چې موږ په خپله رامنځته کړی، نو پر برېکونو پښه ږدو او درېږو. د يوه دوست په یاد خواشینی کېږم. زما په برخه کې بې عدالتي شوې ده. د ودې هغه زمینه مو چې ځانونو ته برابره کړې، په دې باور چې دا به تېروتنه وي، په لوی لاس په تېروتنې بدلوو.
تر ټولو بده يي لا داچي د خپلي تېروتني په برخه کي نور خلك پر گڼو. نو ځکه په ستونزو کې ښکېل ېږو، د ځان نیمگړتیاوی نه منو، بلکي پر نورو يي ورتپو. له همدې کبله خپلي جنسي غوښتنې هم په رسمیت نه پېژنو، د نورو خلکو جنسي غوښتنې هم مفسدي گڼو. که مو غوسه تر ټاکلي اندازې زیاته وي، د خپلي چاپېري نړۍ خواشیني مومو.
افراط په نړۍ کې يوه قاعده ده، نه استثناء. موږ د غوړ لوښي په څېر خپل ځان ته د مسوولیت نم نه منو.
د سیاست په نړۍ کي چي ملتونه يو او بل د ظالمانه جنایتونو له کبله ملامتوي، هلته .دغه واقعیت ترسترگو کېږي .د يوې ستونزې په وړاندې زموږ ارماني چلند دا دي چي په خپله لاندېنيو پوښتنو ته ځوابونه ووایو:
په ما کې د نه منلو وړ غړی کوم یو دی؟
زه کله له ځان سره د مینې چانس لرم؟
د خپل وجود کومه برخه د نورو نندارې ته وړاندې کړم؟
زه د خپل وجود کومه برخه نه منم؟
خو بیا هم برعکس، زیات مهال ځان مظلوم گڼو. کله چي د مظلومیت پر مورچه کښېناستو، زموږ مقابل لوری هم دغه ډول مورچي ته پناه وړي. غالبأ لفظي شخړې پر دي راڅرخي چي څوك به د مظلومیت ځایگی نیسي؟
له بده مرغه موږ تل دا قضاوت کوو، چي د بل چا له خوا پر یوه کس ظلم شوی، حال دا چي دغه قضاوت به د غلاء پر چا د تېري او نورو جنایتونو په برخه کی منطقي وي، خو په زیاتو شخصي مسایلو کي دا چلند د حل لار نه ده.
په شخصي مسایلو کي هغه وخت پوهه عملي کېږي، چې دواړه لوري د مظلومیت احساس يوې خوا ته پرېږدي او د رښتیني مسووليت په باب خپل نقش ومني. هغه وخت چې یو کس په څرگنده تر ستم لاندې راغلی، که بیا هم لږغور وکړو، کېدی شي د پېړیو په بهیر کې هم د دغه ډول پېښې ووینو.پر دې د هغه په څېر په دې موقعيت کې د مسوولیت په ارزوني پسي يو. هغه خپله ارزونه په مظلومیت سره کوي.
ځان مظلوم گڼي، که څه هم په دې دريځ کې يي يو څه مهال د رضایت احساس درلود، خو د ډېر وخت لپاره ورته د رضایت وړ نه وه. دي د زیاتو نورو مسایلو په باب چي په هغه موقعیت کي يي لږي ارزونې ته اړتیا درلوده، لږ څه مشكوك شو. د ځان د ارزونې په وخت کي يي ذهن ته يو فکر راغی، چي وروسته يي د بېلابېلو نړۍ لیدونو په باب خپل ليد بدل کړ، تر ژورې څېړني وروسته وپوهېد چي يو وخت يي هسي په ذهن کي دا وېره وه چي مېرمن به يي په حق کي خیانت کوي.
د انسانانو ترمنځ هغه وخت اړیکي بريمن وي، چي دواړه لوري د اړیکو برابر اړخونه رامنځته کړي. که دغه کسان خپل مسوولیت ونه مني، له ماتي سره به مخ کېږي، له ځان سره د مینې زده کړه يوه صميمي تجربه ده او دا د دي خبرې درك كول دي، چې ستاسو د بدن د کرکي وړ غړي هم تجربه کولای شئ. دغه نوښت تاسو ته دا وخت له خپل ټول وجود سره مینه وکړئ. په دي وخت کې لکه کوم جادو چې شوی وي، نور خلك به هم له تاسو سره مینه کوي.
ماخذ : دځان سره مینه وکړه
www.taleemulislam.net