حضرت ابن عمر رضي الله عنه فرمایي چي زه یو ځل د بدر د میدان پرغاړه روان وم چي یو سړی له یوې کندي راووتي. د هغه په غاړه کي ځنځیر وو، هغه ما ته را ږغ کړل: اې عبدالله ماته اوبه راکه، اې عبدالله ما ته اوبه راکه! دا ږغ یي درې ځله وکړی. او ماته معلومه نه وه چي هغه ته زما نوم څنګه معلوم وو یا یي هسي د عربو د دستور مطابق په عبدالله سره ږغ را وکړی. بیا هم دهغه کندي څخه یو بل څوک را ووتی، د هغه په لاس کي چلاخه وه هغه ماته په لوړ ږغ وویل: اې عبدالله! اوبه مه ورکوه ځکه چي کافر دی.
بیا یي هغه په چلاخه ووهی چي په هغه سره هغه سړی بیرته خپلي کندي ته ولاړی. زه ژر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ولاړم او کیسه مي ورته وکړه. رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: ایا تا هغه لیدلي دی؟ ما وویل هو. رسول الله صلی الله عليه وسلم وویل دا د الله جل جلاله دښمن ابو جهل وو او هغه ته به د قیامت تر ورځي پوري داغسي عذاب ورکول کیږی.
إِنَّ بَطْشَ رَبِّكَ لَشَدِيدٌ (سورت البروج)
ژباړه: یقیناً ستا د رب نيول ډېر سخت دي
ماخذ: حیاة الصحابه-اخرجه الطبراني قال الهیثمي (ج۶ص۸۱)، رواه الطبرانی فی الاوسط وفیه من لم اعرفه انتهی