تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله (ص) د هجرت مهمي نقطې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 5, 2020
  0


سیرت نبوي (۱۲۲ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د هجرت مهمي او ښکاره نقطې

لومړۍ نقطه: هغه ښکاره شئ چي موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت څخه را معلوميږي هغه دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو اصحابِ کرامو د جملې څخه  حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  اختيار ور کړى چي په دغه سفرکي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګرى وي نو علماءکرام د دې څخه د حضرت ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د محبت اندازه را باسي چي دئ رضی الله عنه  تر ټولو اصحابو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ور نژدې ؤ او پس له رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه هم دئ رضی الله عنه  د خلافت وړ او لائق ؤ، چي د دغه مفهوم تائيد او تاکيد بيا په  وروسته کي نور ډير شيان کوي.
 مثلاً رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله مريضي کي د لمانځو د امامت دپاره ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  خليفه وګرځاوه او پر دې يې ډیر تاکيد کاوه چي د خلکو د لمانځه امامت به بېله ده رضی الله عنه  څخه بل څوک نه کوي.


  او په هغه صحي حديث کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: که ما د ځان دپاره خليل پيدا کولاى نو ابوبکر به مي د ځان خليل ګرځولى واى  (رواه مسلم)


نو واقعاً هم الله جل جلاله  په خپل احسان سره ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  د دغه امتياز وړ او لائق ګرځولى ؤ، ابوبکر رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ملګرتيا کي د صدق او اخلاص يوه نمونه او مثال ؤ، بلکه خپل روح او مال يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ملګرتيا او د هغه دپاره قربانول، موږ وليدل چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: تر هغو به ته غار ته نه ننوزې ترڅو چي زه ورنه سم، دا د دې دپاره: که په دغه غار کي يو څيرونکى حيوان، يا مار او لړم، يا يو بل داسي  خطر چي و انسان ته ضرر رسوي موجود وي، دئ رضی الله عنه  به خپل ځان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  قرباني کړي او  موږ و ليدل چي څنګه يې خپل مال، خپل زوى،  خپله لور، خپل مولا او شپانه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خدمت دپاره دغه د هجرت په تکليفي او خطرناکه سفر کي منظم کړي او ګمارلي وه.  


قسم په الله دغه محبت او قرباني پر هر هغه مسلمان چي پر الله او رسول الله ايمان لري واجب او لازم دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په هغه حديث شريف کي چي امام بخاري او امام مسلم يې روايتوي فرمايي:« لايؤمنُ  احدُکم حتّْی أکونَ أحبّ اليه من ولده و والده والنّاسِ اجمعين« يعني: ستاسي څخه يوه هم تر هغو کامل ايمان نه دى را وړى، يا کامل مومن نه دى ترڅو چي زه و هغه ته ترخپل اولاد، خپل مور او پلار او ټولو خلکو خوښ او محبوب نه سم. مسلمانانو! ښه متوجه سى او خپل ايمانونه مو د عدل په ترازو وتلى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره څومره محبت لرى؟ 


دوهمه نقطه:   يو مسلمان به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت او د حضرت عمرِ فاروق رضی الله عنه  د هجرت په منځ کي مقارنه او موازنه سره کوي او په زړه  کي به يې دا پوښتنه ور ګرځي چي حضرت عمر رضی الله عنه  ولي په ښکاره سره بيله بيري او وارخطايي هجرت وکړی؟ او کفارو ته يې لا دا تحدّي يا دمکۍ هم ور کول چي زه په هجرت رهي يم د هر چا په زړه کي که يو شئ سته هغه دي را پسي راسي او رسول الله صلی الله علیه وسلم  په پټه او په ډېر احتياط سره هجرت  وکړى آيا د عمر رضی الله عنه  جُرئت تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  زيات او ډير ؤ؟ د هغو په جواب  کي وايم: عمر رضی الله عنه  او بل هر مسلمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره فرق لري ځکه د هر چا تصرف د هغه يو شخصي تصرف بلل کيږي، د هغه تصرف د امت مسلمه دپاره نه قانون ګرځول کيږي او نه شريعت، د هغه خوښه ده کومه طريقه او وسائل چي د هغه د قوت، جُرئت، ايمان او حاله سره وړ او مناسب وي کولای سي چي هغه طریقه د خپل ځان دپاره اختيار او عملي کړي. 


مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  مشرِّع يا د اسلامي قانون جوړونکى دى يعني: د ده صلی الله علیه وسلم  ټول تصرفات زموږ دپاره دين او شريعت بلل کيږي نو ځکه د ده صلی الله علیه وسلم  ټول اقوال، افعال، صفات او تقرير د شريعت دوهم مصدر بلل کيږي، زموږ د دين او شريعت اول مصدر: قرآن دى، دوهم مصدر: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  افعال او اقوال دي، نو که رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي هجرت کړى واى لکه عمر رضی الله عنه  چي وکړى خلکو به داسي ګمان کولاى چي د هجرت  دپاره دغه هغه واجبه طريقه ده احتياط او حذر نه دي روا، د بيري په وخت کي بايد څوک پټ نه سي، حال دا چه الله جل جلاله  په دې دنيا کي خپل شريعت پر اسبابو قائم کړى دى، که څه هم په حقيقت کي هغه چي زموږ عقيده ده او ايمان پر لرو هغه دا ده: چي اسباب هم د الله جل جلاله  په إراده سره برابريږي او کارکوي، مسبب الاسباب رب عزوجل  دى، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ټول هغه احتياطي طريقې او مادي وسائل استعمال کړل چي بشري عقل په دغسي حالاتو کي د هغه تقاضاء کوي، هيڅ يوه داسي وسيله يې نه  پرېښوول چي هغه يې نه کړه استعمال. علي رضی الله عنه  يې امر کړى چي د ده صلی الله علیه وسلم  په بستر کي پرېوزي او هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خاص پټو پر ځان واچوي او بيا يې يو مشرک پسله هغه څخه چي امين يې وبلى د دې دپاره نوکر کړى چي پر يوه داسي نا معلومه لار يې بوزي چي د دښمنانو په زړه کي نه ورګرځي او بيا يې درې ورځي په غار ثور کي په پټه سره تيري کړې او داسي نور احتياطات چي عقل د هغو تقاضاء کول، دا ټوله د دې دپاره چي دا واضحه او ښکاره سي چي پر الله جل جلاله  ايمان درلودل د اسبابو د استعمالولو سره ضِد او منافي نه دى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه ټول احتياطات يا د اسبابو استعمالول د بيري په سبب نه وه او نه دا په خيال او تصور کي ورګرځېدل چي د مدينې منورې تر رسېدلو د  مخه دي د مشرکانو  د طرفه ونيول سي او د دغه إدعاء د اثبات دپاره زموږ دليل دا دى: پسله هغه څخه چي ټول مادي اسباب پاى ته ورسېدل او مشرکان د هغه غار پر شا وخوا را وګرځېدل چي هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګرى پټ وه، که يوه د مشرکانو سر ورکښته کړى واى دوى به يې ليدلي  واى، دلته نو د ابوبکر رضی الله عنه  پر زړه بېره غالبه سوه، البته دا بېره هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په سبب وه نه د خپل ځان، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  څه ورته و ويل؟ وې فرمايل: يا ابا بکر! ما ظنک بإثنين الله ثالثهما؟ يا ابا بکر د هغو دوو په باره کي څه فکر کوې چي درېیم يې الله وي؟ که د يو چا اعتماد پر هغو اسبابو او احتياطاتو وي چي ده برابر کړي دي په دغسي حال کي يو څه بېره ورته پيښيږي، نو دا معلومه خبره ده چي دغه ټول احتياط او د اسبابو استعمالول رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې دپاره وکړه چي د شريعت او قانون جوړولو وظيفه آداء کړي او پسله دغه احتياطاتو او اسبابو  يې زړه په الله جل جلاله  پوري تړلى ؤ او د هغه رب پر ساتنه يې پوره توکل او اعتماد ؤ، خو دغه کارونه یې د دې دپاره وکړل چي مسلمانان په دې پوه سي چي په هر کار کي بايد اعتماد پر الله جل جلاله  وي مګر هو دغه اعتماد د دې سره ضد او منافي نه دى چي د هَغُو اسبابو څخه هم کار واخستل سي کوم چي الله عزوجل  په دې کون کي اسباب ګرځولي دي. 


يو بل ښکاره او روښانه دليل چي موږ يې پردغه موضوع وايو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه حالت دى: كله چي سراقه پسي ور ورسېدى او د ده صلی الله علیه وسلم  د وژلو إراده يې درلوده، که واقعاً هم په رسول الله صلی الله علیه وسلم کي بېره واى او دغه احتياطات يې د بيري په واسطه سره واى نو اوس به په دغه  حال کي چي دښمن پسي ور ورسېدى يو څه بېره ورته پيښه سوې واى، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بيري هيڅ احساس نه کاوه بلکه د قرآن مجید په تلاوت او د خپل رب سره په مناجات مشغوله ؤ ځکه د ده صلی الله علیه وسلم  دا يقين ؤ چي هغه الله چي دئ صلی الله علیه وسلم  يې په هجرت سره امرکړى دى هغه يې د دښمنانو او د هغو د شره څخه ساتي. 


درېيمه نقطه: دا چه رسول الله صلی الله علیه وسلم  حضرتِ علي رضی الله عنه  د دې دپاره په مکه مکرمه کي پرېښاوه چي هغه امانتونه و خپلو خاوندانو ته ورسوي کوم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره پراته وه دا پر هغه عجيب ضِد او تناقضي حالت دلالت کوي چي مشرکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په باره کي درلودى، په داسي حال کي چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تصديق نه کاوه د درواغو، سحر او لېونتوب تهمتونه يې پر ويل، د بله طرفه دوى پر خپل شا وخوا تر ده صلی الله علیه وسلم  بل صادق او امين نه سواى پيدا کولاى چي خپل امانتونه ورسره کښيږدي، نو  يې خپل مالونه او قېمتي شيان بېله رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بل چا سره نه ايښوول چي دا کار پر دې دلالت کوي چي د دوى کفر د شک په سبب نه  ؤ چي دوى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په صداقت او امانت کي شک درلودى، بلکه د دوى انکار او کفر د دوى د تکبر او حق تر پښو لاندي کولو په  سبب ؤ، څرنګه چي دوى پرخپل رياست بېرېدل نو يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د متابعت څخه سرکښي کول. 


څلورمه نقطه: عبدالله بن ابي بکر رضی الله عنه  چي د مکې مکرمې او غار په منځ کي تګ او را تګ کاوه په مکه مکرمه کي يې اخبار ټولول او بيا يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او خپل پلار ته ور وړل او خور يې اسماء رضی الله عنها  چي د دوى د خوړو یا خوراکي موادو اهتمام يې کاوه او د دغه سفر دپاره يې دوى ته د دوى د ضرورت شيان برابرول، موږ ته دا لار ښوونه کوي چي پر هر ځوان مسلمان که نارينه  وي که ښځه د الله جل جلاله  په لارکي د اسلام د اوامرو د تحقُق دپاره او د اسلامي ټولني د جوړولو دپاره دا لازمه او واجب ده چي خپل انتهايي کوښښ وکړي، يواځي دا نه ده کافي چي يو انسان پر خپل ځان سره را ګرځي فقط شخصي او ځاني عبادتونه آداء کوي، بلکه پر هر مسلمان دا لازمه ده چي خپل ټول قوت او طاقت او خپل د پوهي تخصص د اسلام په لارکي قرباني کړي چي دغه قربانۍ په هر عصر او زمانه کي د اسلام او مسلمانانو د ژوند دپاره د ځوانانو مزيت او سر لوړۍ وې، نن ورځ هم بايد دغه فخر د ځوانانو په نصيب وي، ځوانان دي چي اسلام او اسلامي ټولنه مخ ته بېولای سی.


که ته هغو کسانو ته وګورې چي د دعوت او جهاد په وخت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر شا وخوا ولاړ وه وبه وينې چي اکثريت د هغو خلکو داسي ځوانان وه چي د ځوانۍ اولي مرحلې يې نه وې تيري سوي، خو دوى خپل ټول قوت او طاقت د اسلام د نصرت دپاره او د اسلامي ټولني د جوړولو دپاره هيڅ نه دى درېغولى، نن ورځ هم زموږ  امیدونه په ځوانانو پوري تړلي دي.


پنځمه نقطه: هغه واقعه ده چي و سُراقه او د ده و آس ته هغه وخت پېښه سوه چي دئ په رسول الله صلی الله علیه وسلم  پسي ور ورسېدى، موږ بايد پوه سو چي دغه واقعه د رسول الله  صلی الله علیه وسلم د خارق العاده هغو معجزو څخه يوه معجزه ده چي د حديثو امامانو د هغې پرصحت او را نقلولو اتفاق کړى دى، چي د  هغو په مقدمه کي امام بخاري او امام مسلم دي، نو دا معجزه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ونورو معجزو ته ور زياته کړه.


شپږمه نقطه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د هجرت په قصه کي د نورو معجزو ترڅنګ ښکاره او بارزه معجزه هغه معجزه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کوره څخه هغه وخت را و وتى چي د مشرکانو ځوانان شا وخوا د ده پر کور را ګرځېدلي وه او د ده صلی الله علیه وسلم  د وژلو په انتظار وه خو الله جل جلاله  د دوى ټولو سترګي په خوب داسي ور وتړلې چي يوه هم و نه ليدى، يواځي دا نه چي نه يې وليدى بلکه د دوى د دغه مؤامرې او توطئې د مسخره کولو دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى ټولو سرونه په خاورو ور ډک کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى د منځ څخه په داسي حال کي تېر سو چي د الله جل جلاله  دا قول يې تلاوتا وه چي فرمايي:
وَجَعَلْنَا مِن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ سَدًّا وَمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَأَغْشَيْنَاهُمْ فَهُمْ لَا يُبْصِرُونَ ﴿٩﴾دغه معجزه د هغه وخت او هري زمانې وکفارو ته د يوه اعلان په مثال سره ده، چي هو تاسي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  او د هغه و پيروانو ته د دين او دعوت په لارکي د يو څه مو دې دپاره تکليف او آزار ورکولاى سى خو دا دا معنْی نه لري چي الله جل جلاله  دوى پرېښوول او هيڅکله بيا دوى نصر او کاميابي نه سي ليدلاى، مشرکانو او د دين ټولو دښمنانو ته دا نه ښايي چي د يو څه مو دې دپاره د مسلمانانو په وژلو او آزارولو خوشاله سي ﴿ أَلَا إِنَّ نَصْرَ اللَّهِ قَرِيبٌ ﴾[بقره: 214] 
بېشکه چي د الله جل جلاله  نصرت و مسلمانانو ته ډير نژدې دى او ممکن د دغه نصرت وسائل په هره لحظه کي د الله عزوجل   په إراده موجود او آماده سي.


اوومه نقطه: دغه د هجرت په قصه کي موږ وليدل چي د مدينې منورې مسلمانانو که نارينه وه که ښځي،که لويان وه که کوچنيان په څومره شديد محبت او د زړه په اخلاص سره یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  استقبال او ښه راغلى وکړی، دوى هره ورځ د خپلو کورو څخه تر مدينې منورې دباندي وتل او د لمر تر سوځونکو شعاعو لاندي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د را تګ په انتظار تر ماپښينه پوري ولاړ وه، کوم وخت چي به ګرمي ډېره زياته سوه او د ورځي ډېره حصه به تېره سوه نو به خپلو کورو ته ولاړل چي د سبا ورځي د انتظار دپاره آمادګي ونيسي، کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى د مسلمانانو په زړو کي احساسات او عواطف پر جوش راغله او په  ژبه سره يې د ده صلی الله علیه وسلم  د استقبال او ښه راغلي قصيدې او ترانې ويلې او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د دوى د محبت په بدله کي محبت ورکاوه، تر داسي اندازې چي د بني نجار هلکان شا وخوا پر را ګرځېدلي وه او د استقبال يا  ښه راغلي ترانې يې ويلې رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا تاسي زما سره محبت لرى؟ ما خوښ لرى؟ په والله زما زړه ستاسي سره محبت لري. 
دغه صحنه او کيفيت موږ ته دا راښيي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  محبت يواځي د ده صلی الله علیه وسلم  په متابعت کي نه دى، بلکه محبت د متابعت اساس او باعث دى، که چيري عاطفه او محبت په زړه کي نه وي د متابعت دپاره شوق نه پيدا کيږي، هغه قوم خطا وتلى دى چي وايي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم  محبت بله معنْی نه لري بېله متابعت او اقتداء څخه او دوى دا هېره کړې ده چي متابعت بېله قلبي محبت څخه په وجود نه سي را تلای او هغه شئ چي تا و متابعت ته ورکشوي هغه قلبي محبت دى چي احساسات او عواطف دي پر ښور را ولي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ايمان اندازه د ده صلی الله علیه وسلم  په محبت سره ښوولې ده هغه چي فرمايي» لاَ يُؤمِن اَحَدُکُم حتّْی أکونَ اَحبّ إليهِ مِن وَلَدِهِ و وَالِدِهِ وَالنَاسِ أجمَعِين « يعني: يوه ستاسي تر  هغو پوري کامل ايمان نه دى راوړى، يا کامل مومن نه دى ترڅو چي زه و هغه ته تر خپل اولاد، خپل مور او پلار او ټولو خلکو خوښ او محبوب نه سم.


اتمه نقطه: کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابو ايوب انصاري رضی الله عنه  په کور کي ؤ موږ ته د هغه محبت څخه چي صُحابۀ کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره درلودى يو بل شکل را ښکاره سو او هغه شئ چي د هغه محبت څخه دلته زموږ مقصد دى هغه د ابو ايوب او د هغه د ښځي هغه تبرُک دى: کوم وخت چي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خوړلو لوښى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه راوړل سو دوى به د هغه صلی الله علیه وسلم  د ګوتو په ځايو پسي د تبرّک دپاره ګرځېدل، نو د دې څخه دا را معلومه سوه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په آثارو تبرّک کول يو مشروع، جائز او مباح کار دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم هغه تبرُک مقرره کړى دى، يعني: په هغه خبر سو او رَد يې نه کړى.

 
وروڼو! د هجرت پر قصه به په دغه اندازه تبصره سره کفايت وکړو خو دا دي تاسي ته معلومه وي چي د سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  پر هره موضوع تاسي دغسي تبصرې کولاى سى او احکام ځني را ايستلاى سى، سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  فقط قصې او تاريخ 
نه دى چي فقط ويل يا اورېدل دي بلکه دا زموږ د پيغمبر او لار ښوونکي صلی الله علیه وسلم  ژوند او زموږ د شريعت د جوړولو مصدر او مرکز دى، هر څومره چي فکر پکښي کوى او هر څومره چي يې څېړى په هغه اندازه سره مو ديني معلومات پراخه کيږي او پر هغه اندازه احکام ځني را ايستلاى سى، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هر قول او هر فعل زموږ دپاره ديني او تشريعي حکم لري، زموږ مسلمانانو د دين او  شريعت دپاره، د قناعت او  تسليمېدلو دپاره فقط دغه کافي دي چي و ويل سي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي فرمايلي دي، يا رسول الله صلی الله علیه وسلم  داسي کړي دي، دغه زموږ دين او شريعت دى، نو سيرت النبي صلی الله علیه وسلم  چي هر څومره څېړې پر هغه اندازه احکام ځني را ايستلاى سې.


الحمد لله تر دغه ځايه موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د رسالت د اولني دیارلسو کلو ژوند چي د مکې مکرمې ژوند يا دوره ورته ويل کيږي د الله جل جلاله  په توفیق بیان کړی او اوس د مدينې منورې د ژوند يا دورې په حوادثو او واقعاتو شروع کوو، په راتلونکي بحث کي به د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مدينې منورې د ژوند حالات په تفصيل سره مطالعه کړى.
 
و ما توفيقي الا بالله وهو السميع البصير.
وصلى الله على محمّد وآله واصحابه وسلّم تسليماً کثيراً.


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته