سیرت نبوي (۱۵۰برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مدينې منورې ته د مسلمانانو د نصرت د خبر رسېدل
موږ مخ کي درته ويلي وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم مدينې منورې ته نفر ولېږل چي هلته د مسلمانانو د کاميابۍ خبر ور وړي، دغه زېرى کونکي دوه نفره وه چي يو يې عبدالله بن رواحه رضی الله عنه ؤ چي په مدينه منوره کي د عاليه يعني: لوړ طرف اوسیدونکي خبر کړي او بل يې زيد بن حارثه رضی الله عنه ؤ چي د مدينې منورې د کښته طرف اهل خبر کړي، دغه دوه نفره د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر اوښه سپاره دي په مدينه منوره کي ګرځي د فتحي او کاميابۍ زېرى بيانوي مګر د دوى دغه د زيري د بيانولو طريقه د عادته څخه مخالفه وه، هغه داسي: کوم وخت چي دوى مدينې منورې ته ورسېدل نارې وهي: ابوجهل و وژل سو، عتبه و وژل سو، شيبه ووژل سو فلانئ، فلانئ، فلانئ و وژل سوه، د مکې مکرمې د مشرکانو د ټولو سردارانو نومونه يادوي، اول خو دا معقوله نه ده چي ټول مشران دي وژل سوي وي او بل د مدينې منورې خلک خبر وه چي مسلمانان قافلې ته وتلي دي نه جنګ ته، نور حال خو بيا و هغو ته نه ؤ معلوم نو ويل د قافلې او د قريشو د سردارانو يې سره څه؟ او دغه نفر څنګه و وژل سوه؟ دغه زېرى کونکي نفر نور هم وخبري ته تفصيل نه ور کوي، رهي دي او دغه نارې وهي فلانئ و وژل سو فلانئ و وژل سو، د شا وخوا لويان او کوچنيان په پسې دي، حتّْی د مدينې منورې کوچنيان يې د بيتو پر قسم وايي: قُتِلَ ابوجهل الفاسق، ترانه يې ځني جوړه کړه.
د مدينې منورې کفار، منافقان او يهود دا خبر نه مني بلکه دوی وايي: دا څنګه خبره ده؟ مسلمانان قافلې ته ولاړل او د ها خوا دا خبر را وړي چي د قريشو د سردارانو څخه اويا نفره په يوه وار فنا کيږي دا د چا زړه ته نه لويږي، نو کفارو او منافقانو به ويل: دغه زیري کوونکي نفر درواغ وايي او په حقيقت کي محمّد صلی الله علیه وسلم وژل سوى دى (د دوى په قول) او د دې دليل هم دا دى چي دغه دوه نفره د محمّد صلی الله علیه وسلم پر اوښه راغلي دي، اصلاً مسلمانان غواړي چي په مدينه کي خلک سره و نه پاشل سي نو يې دغه خبر را وړى دى، دا بيا د يهودو او منافقانو آوازې وې چي په خلکو کي يې نشرولې، اوس د مدينې منورې په کفارو کي د مسلمانانو د فتحي او کاميابۍ پر ځای دا خبر نشر سو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وژل سوى دى.
يوه منافق و يوه صادق مسلمان ته دغه خبره وکړه خو هغه صادق مسلمان ورته و ويل: د دغو خبرو څخه لاس واخلى که نه والله رسول الله صلی الله علیه وسلم به درخبرکړم، بيانو کفارو دغه خبري پرېښوولې، خو دغه د فتحي خبر چي د مدينې منورې و واقعي مسلمانانو ته ورسېدى او دا يې يقين سو چي مسلمانان کاميابه سوي دي نو ټول د خوشاليه په کالو کي نه ځايېدل او د مدينې منورې ټول اطراف د (الله اکبر) په تکبير او د (لا اله الا الله) په تهليل ريږدېدل، د مسلمانانو هغه مشران چي په مدينه منوره کي پاته سوي وه د بدر ولاري ته ور و وتل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم استقبال وکړي او د دغه فتحي مبارکي ورته و وايي.
اسامه بن زيد رضی الله عنه وايي: موږ ته د مسلمانانو د کاميابۍ خبر هغه وخت را ورسېدى چي موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر لور رُقَـيّه رضی الله عنها هغه چي د عثمان رضی الله عنه زوجه وه خاوري واړولې، چي د هغې رضی الله عنها د مريضۍ په سبب رسول الله صلی الله علیه وسلم عثمان رضی الله عنه پرې اېښى ؤ او زه يې هم د هغه سره د مرستي او کومک دپاره پرېښوولم، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور رُقَیّه رضی الله عنها د بدر د غزاء په وخت کي وفات سوې ده. ﴿ اِنّا للهِ واِنّا اليه راجعون﴾
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net