سیرت نبوي (۱۶۴برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د دفاع دپاره د مسلمانانو مشورتي غونډه
د مدينې منورې استخباراتو د مشرکانو د لښکر خبرونه او حالات پرله پسې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته را وړل ترڅو چي دغه آخري خبر چي د کفارو د لښکر د اړولو حالات وه هم و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدى، دلته نو رسول الله صلی الله علیه وسلم يو مشورتي عسکري مجلس جوړ کړی چي په هغه مجلس کي د موقف او دريز د اختيارولو دپاره رأيي او نظريې بيان سوې او رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه مجلس په هغه خوب خبرکړی چي ده صلی الله علیه وسلم ليدلى ؤ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: ما خوب وليدى او خير مي وليدى، و مي ليده چي يوه غوا حلاليږي او زما د توري په څنډه کي مي يو مات ځاى وليدى (لکه هغه غاښ چي وتلى وي) او و مي ليدل چي ما خپل لاس په يوه قوي زغره ننه ايستى.
اصحاب کرامو و ويل: يا رسولَ الله! د دغه خوب ترجمه دي څنګه وکړه؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: د غوا حلالېدل زما په اصحابو کي مرګ او وژنه ده، دا چي زما د توري غاښ وتلى دى: زما د اهل بيت څخه يو نفر وژل کيږي او زغره: مدينه منوره ده، نو زما رأيه او فکر دا دى چي د مدينې څخه به نه وزو، که مشرکان پر دغه خپل ځاى پاته وي په ډېر بد ځاى کي دي او که مدينې ته را داخل سوه مسلمانان به د مدينې د کوڅو په خولو کي جنګ ور سره کوي او ښځي به د کورو د بامو څخه جنګ ور سره کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دا زما رأيه ده.
عبدالله بن اُبى منافق چي و دې مجلس ته د خزرج د قبيلې د يوه مشر او زعيم په صفت سره راغلى ؤ هغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغي رأيي سره موافق سو، خو دا معلومه خبره ده چي د ده موافقت په دې سبب نه ؤ چي ده دغه رأيه د عسکري نظره صحي رأيه بلل بلکه د ده اصلي مقصد دا ؤ چي بېله دې څخه چي څوک د ده په منافقت پوه سي دئ د جنګه څخه خلاص سي، خو د الله جل جلاله دا إراده وه چي دئ او د ده ملګري د اول وار دپاره د مسلمانانو په حضور کي رسوا او شرمنده کړي او د دوى څخه هغه پرده ايسته کي چي دوى په هغه سره خپل کفر او نفاق پټاوه او مسلمانان د ډيري سختۍ په حالت کي هغه افعي ماران و پېژني چي د دوى په لستوڼو او کالو کي ګرځېدل.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رأيي تر اورېدلو وروسته اصحابِ کرامو د خپلو رأيو په وړاندي کولو شروع وکړه، په اصحاب کراموکي چي اسلامي احساسات پارېدلي وه او ځيني خو يې هغه کسان وه چي د بدر په ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره نه وه وتلي هغو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وتلو مشوره ورکړه او د وتلو دپاره يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته زارۍ هم کولې حتّْی يوه و ويل: يا رسولَ الله! موږ د دغسي ورځي تمنا درلودل او د الله عزوجل څخه مو په خواستو غوښتل او الله جل جلاله دغه ورځ موږ ته را وستل نو موږ زموږ و دښمنانو ته ور وباسه، چي دوى و نه وايي:
مسلمانان زموږ څخه وبېرېدل، د دغو خلکو په جمله کي انس بن نضر رضی الله عنه ولاړ سو (دغه انس و بدر ته نه ؤ حاضر سوى ځکه د ده دا خيال نه ؤ چي جنګ پيښيږي بلکه د ده ګمان د قافلې ؤ مګر کوم وخت چي هلته جنګ پېښ سو او هغه هم پاى ته ورسېدى او دئ نه ؤ پکښي حاضر نو ډېر خواشينى او غمجن سو او هغه وخت يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضور يوه جمله و ويل، ويل: دا اول جنګ ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پکښي حاضر ؤ او زه نه سوم ورته حاضر، په والله که پسله نن ورځي څخه د قريشو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم جنګ پېښ سو هغه کار چي زه يې کوم الله جل جلاله به يې و ويني، دا نه چي تاسي به يې و وينى، بلکه ويل: هغه کار چه زه يې کوم الله جل جلاله به يې و ويني) اوس چي قريش راغله او د اُحُد سره يې واړول د ده احساس او حماس و جنګ ته ايشي او غواړي چي هغه خپله وعده پر ځاى کړي، نو ويل: يا رسولَ الله! کفارو ته د جنګ کولو دپاره ور وزو.
د دغو كسانو په مقدمه کي حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ؤ هغه چي د توري جوهر او هنر يې په بدرکي ښکاره سو هغه و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: قسم مي دي په هغه ذات وي چي پر تا يې کتاب نازل کړى دى تر هغو به خواړه و نه خورم ترڅو تر مدينې دباندي په خپله توره د دوى سرونه و نه وهم، د ډيرو صحابۀ کرامو رأيه دا وه چي بايد ور ووزو ځکه که موږ په مدينه کي کښينو کفار به وايي چي مسلمانان و بېرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې دپاره چي د خپلو اصحابو په مشوره يې عمل کړى وي نو د رأيو د اَغلبيت په مقابل کي يې هغه خپله رأيه او نظر پرېښاوه او پر دې فيصله وسوه چي د مدينې منورې څخه ور وزو او په ښکاره ميدان کي د مشرکانو سره جنګيږو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net