د ابوبکر الصّدِّیق(رض) اوصاف
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ابوبكر الصّدِّیق(رض) د مشهورو صفتو څخه یو دا دی چي ده هیڅکله و بت ته سجده نه ده کړې، په یوه روایت کي راغلي دي چي د ابوبکر الصّدِّیق(رض) پلار ابو قحافه یوه ورځ د ابوبکر د کوچنيوالي په وخت کي ابوبکر د ځان سره د بتانو د عبادت دپاره بوتلی او هلته یې ورته و ویل ته دلته د دغو بتانو عبادت کوه او پلار یې په خپل کار پسي ولاړی، ابوبکر الصّدِّیق(رض) دغو بتانو ته کتل او ورته ویل یې: ما ته خواړه راکړی، ما ته اوبه راکړی، ما ته کالي راکړی، کله چي یې د هغو له طرفه جواب نه اورېدی نو یې دغه بتان په ډبرو ویشتل تر څو چي مات یې کړل او د دغې ورځی څخه یې هیڅکله بت ته سجده نه ده کړې.
یو وخت د مکې مکرمې قریشو ور ته ویل: یا ابابکر! ته و لات او عُزْی ته سجده نه کوې؟ ده ویل: لات او عُزْی څوک دي؟ هغو ویل: د الله لوڼي دي، ده ویل: مور یې څوک ده؟ قریش لا جابه او پټه خوله سوه.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) د مخه تر اسلام د جاهلیت په زمانه کي اته دېرش کاله ژوند کړی دی خو په دغو ټولو کلو کي یې د شرابو څکه نه ده کړې، یو وخت د اصحاب کرامو په مجلس کي یو چا پوښتنه ځني وکړه چي تا په جاهلیت کي شراب چښلي دي؟ ده (رض) و ویل: أعوذ بالله! په الله(ج) سره پناه غواړم، یو چا ورته و ویل ولي؟ ده(رض) و ویل: ما خپل عزت، شرف او مړانه ساتل، ځکه هر هغه څوک چي شراب وچښي هغه د خپل شرف او مړاني ضایع کوونکی دی، د دغه مجلس خبري و رسول الله(ص) ته و رسېدې، رسول الله(ص) دوه واره و فرمایل: صدقَ ابوبکر، صدقَ ابوبکر.
ویل کیږي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) یو سړﺉ ولیدی چي شراب یې چښل او د مځکي څخه یې ناپاک او کچره شیان را اخستل په خپله خوله کي یې ایښوول، ابوبکر الصّدِّیق(رض) چي دغه حال ولیدی قسم یې یاد کړی چي هیڅکله به خپل ځان و دغه ذلت ته ور نه کړم.
دغه ذلیل کیفیت او حالت باید د ټولو شراب چښونکو له پاره عبرت سي.
ابوبکر الصّدِّیق(رض) تر اسلام د مخه ټولو هغو کسانو خوښ درلودی چي د مړاني او وقار خاوندان وه.
د ابوبکر الصّدِّیق(رض) مهم صفت دا ؤ چي دﺉ (رض) تر بعثت د مخه د رسول الله(ص) اشنای ؤ د دوی په منځ کي تر بعثت د مخه اُلفت او محبت موجود ؤ، داسي لا هم ویل کیږي چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) د رسول الله(ص) په هغه سفر کی هم ملګری ؤ چي د ابوطالب سره شام ته تلی او په هغه سفر کي یې د بُحیرا راهب سره ولیدل.
علماء کرام وايي: د کومي ورځي څخه چي ابوبکر الصّدِّیق(رض) په اسلام مشرفه سوی دی بیا هیڅکله د رسول الله(ص) څخه نه په سفر کي او نه په اقامت کي جلا سوی دی، بېله هغه وخته څخه چي د رسول الله(ص) په امر یا اجازه سره د حج یا غزاء دپاره لېږل سوی وي، یواځی دا نه چي د رسول الله(ص) سره په ټولو غزاوو کي ملګری ؤ بلکه په هجرت کي یې هم ملګری ؤ، خپله کورنۍ او اولاد یې په مکه مکرمه کي د کافر قریشو په منځ کي پرېښوول او دﺉ د الله او رسول الله د رضاء دپاره د رسول الله(ص) ملګری سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدين
www.taleemulislam.net