تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : ( ۳۴۳)
نوم: محمد شهير
سوال : د جمعې دلمانځه څخه مخکي څلور رکعته سنت او نور د فرضو څڅه وروسته سنت که ونه سي دا څنګه دئ . او نيت يي دسنتو څه ډول دئ ؟
جواب :
حامداً و مصلًيا
د جمعي د لمانځه وروسته او مخکي څلور رکعته سنت مؤکد دي ، قصداً او هميشه پريښوول يې ګناه ده او د ضرورت يا عذر په خاطر يې کله کله پريښوول جائز دي البته دجمعې د لمانځه وروسته دوه رکعته سنت غير مؤکد دي خو کول يې ښه کار دى.
او نيت خو اصلاً د زړه ارادې او قصد ته ويل کیږي او که څوک يې په خوله نيت تړي نو د نورو سنتو په ډول د جمعې د لمانځه د سنتو نيت هم دى .
جواب : مولوي سردار محمد
الجواب صحيح : مولوي شاولي الله ، مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارلافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الحدیث: عن عبد الله بن مسعود أنه كان النبي صلی الله علیه وسلم يصلي قبل الجمعة أربعا وبعدها أربعا. رواه الترمذي، باب في الصلوة قبل الجمعه وبعدها ج١ ،ص٢٣٠- طبع رحمانية، لاهور.
(۲): وفي ردالمحتار: الَّذِي يَظْهَرُ مِنْ كَلَامِ أَهْلِ الْمَذْهَبِ أَنَّ الِاثْمَ مَنُوطٌ بِتَرْكِ الْوَاجِبِ أَوْ السُّنَّةِ الْمُؤَكَّدَةِ عَلَى الصَّحِيحِ ؛ لِتَصْرِيحِهِمْ بِأَنَّ مَنْ تَرَكَ سُنَنَ الصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ قِيلَ : لَا يَأْثَمُ وَالصَّحِيحُ أَنَّهُ يَأْثَمُ ، ذَكَرَهُ فِي فَتْحِ الْقَدِيرِ. ج١ ،٢٣٢، مطلب في السنة وتعريفها- طبع رشيدية، کوئټه
(۳): وفي حاشية الطحاوي : وفي التلويح ترک السنة المؤکدة قريب من الحرام...الخ، وفي شرح المنار للشيخ زين ، الاصح انه ياثم بترک المؤکدة الاغصا في حکم الواجب. ص٦٤، فصل في سنن الوضوء- طبع رشيدية، کوئټه .
(۴): وفي حلبي کبیر: والمستحب في النية ان ينوي ويقصد بالقلب ويتکلم باللسان بان يقول اصلي صلوة. حلبي کبير ص٢٥٤ . شروط الصلوة- طبع سهيل اکيډمي
(۴): هکذا في الفقه الحنفي في ثوبه الجديد،ج١ ،ص٧٢ ، مکتبة حقانية، کوئټه .
(۵): ج٤ ،ص٥٤٦ .کفايت المفتي- طبع ادارة الفاروق .
(۶): آپ کے مسائل اوران کاحل- مکتبة لدهيانوي کراچي .