تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د عبدالله بن زبیر(رض) د جهادي ژوند شروع
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 26, 2020
  0

د عبدالله بن زبیر(رض)  د جهادي ژوند شروع

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


هغه اوله غزاء چي عبدالله بن زبير(رض)  په خپله اشتراک پکښي کړى دى هغه د مکې مکرمې فتحه ده چي په دغه وخت کي يې عمر اته کاله ؤ، د مکې مکرمې په فتحه کي د خپل پلار زبير بن العوام(رض)  سره و وتى، هلته په مکه مکرمه کي رسول الله(ص)  خپل لښکر وڅلورو حصو ته و وېشی چي د يوې حصې قومندان يې زبير(رض)  ؤ او عبدالله ور سره ؤ، خو رسول الله(ص)  و هغه چا ته چي عمر يې تر پنځلسو کلو لږ ؤ د جنګ کولو اجازه ور نه کړه، نو عبدالله د مکې مکرمې په فتحه کي حاضر ؤ خو جنګ يې نه دى کړى او د مکې مکرمې تر فتحي وروسته بيا هم د رسول الله(ص)  سره د خپل پلار په ملګرتيا د حنين وغزاء ته و وتى.


تاسي متوجه ياست؟ د دغه کوچني والي څخه جنګونه او غزاوي په خپلو سترګو ويني او تجربې حاصلوي. 


عبدالله د رسول الله(ص)  او خپل پلار سره د حنين جنګ ته و وتى، هلته يې هم د خپل پلار پهلوانۍ او قهرمانۍ وليدې، تاسي ته معلومه ده چي د حنين د غزاء په شروع کي مسلمانانو ډير سخت شکست وخوړى او د جنګ د ميدان څخه ټول پر شا ولاړل، د رسول الله(ص)  سره د جنګ په ميدان کي بېله سلو نفرو اصحاب کرامو بل څوک نه سوه پاته، فقط سل نفره اصحاب کرام د رسول الله(ص)  پر شا و خوا پاته وه چي جنګ يې کاوه، په دغو سلو نفرو کي يو هم زبير بن العوام د عبدالله پلار ؤ، نو عبدالله دلته د خپل پلار جنګ او قهرماني وليده او وې ليده چي د ده پلار پر مالک بن عوف حمله وکړه، هغه مالک چي د هوازن د لښکرو مشر او قومندان ؤ او هغه په تېښته ځني ولاړ، نو عبدالله د کوچني والي څخه په جنګو کي ګډون او اشتراک کاوه او د جنګ واقعات يې په خپلو سترګو ليدل.


عبدالله (رض)  که څه هم په عمر لږ ؤ خو د رسول الله(ص)  سره يې د حج د ملګرتيا شرف حاصل کړى دى، عبدالله د رسول الله(ص)  سره عمرې ته هم تللى دى او حجة الوداع ته هم ور سره ولاړى، نو ځکه په وروسته وختو کي که به خلکو ته د حج په مناسکو او احکامو کي کومه اشتباه يا اختلاف پيدا سوه، و عبدالله بن زبير(رض)  ته به يې مراجعه کول، ځکه هغه د رسول الله(ص)  افعال په خپلو سترګو ليدلي وه، څرنګه چي عبدالله اوږد ژوند کړى دى (د وفات په وخت کي يې عمر 73 کاله ؤ) نو د رسول الله(ص)   تر رحلت وروسته يې 63 کاله ژوند کړى دى، نو د دغه ډيري مودې په تېرېدلو سره کله ناکله د حج په احکامو کي په خلكو کي اختلاف پيدا کېدى او د دغه اختلاف د حلولو دپاره ابن زبير(رض)  د خلکو مفتي ؤ ځکه ده د رسول الله(ص)  حج او د هغه حالات په سترګو ليدلي وه.


کوم وخت چي رسول الله(ص)  رحلت وکى او د ابوبکر الصديق(رض)  سره بيعت وسو او بيا د رِدت جنګونه شروع سوه، د دغو جنګو د قهرمانانو او فاتحانو څخه يو هم زبير(رض)  ؤ، کوم وخت چي د ردت جنګونه پاى ته ورسېده او بيا د کفارو د مځکو او ښارو فتحه کېدل شروع سوه چي هغه په داسي طريقه سره وه: 


ابوبکر الصديق(رض)  د فارس د جنګ دپاره دوه لښکره عراق ته ولېږل چي په هغه وختو کي عراق هم د فارس د حکومت تابع ؤ، حتّْى د فارس پايتخت هم په عراق کي ؤ، نو ابوبکر الصديق(رض)  د فارسيانو د جنګ دپاره دوه لښکره عراق ته ولېږل چي د يوه لښکر قومندان مثنْى بن الحارثه الشيباني(رض)  ؤ او د بل لښکر قومندان خالد بن وليد المخزومي(رض)  ؤ او د روميانو د جنګ دپاره يې څلور لښکره شام ته ولېږل چي قومندانان يې: ابو عبيده عامر بن الجراح، شُرحبيل بن حسنه، عمرو بن العاص، او زبير بن العوام(رض) اجمعين وه.

 
کوم وخت چي د مسلمانانو د لښکرو قومندانانو وليده چي د روم پاچا (هرقل) د دوى د جنګ دپاره ډيري لويي لښکري را ولېږلې او په يرموک کي سره يو ځاى سوې، نو مسلمانانو و ويل: موږ بايد څلور لښکره نه سو چي پاشلي او په جلا جلا منطقو کي مو اړولي وي نو يې اتفاق سره وکى چي ټول به يو لښکر سو او دغه څلور قومندانان به په نوبت سره د دغه لښکرو آمر ټاکل کيږي او ابوبکرالصديق(رض)  ته يې هم د روم د لښکرو د ډيروالي حال ولېږى، ابوبکر الصديق(رض)  دا لازمه وبلل چي خالد بن وليد(رض)  بايد عراق پرېږدي او په شام کي د مسلمانانو کومک وکي، نو خالد(رض)  د عراق څخه شام ته ولاړى او هلته يې د ابوبکرالصديق(رض)  په امر د يرموک د جنګ قومنداني پر غاړه واخسته، دغه نو هغه اول جنګ دى چي عبدالله بن زبير(رض)  په هغه کي په جنګ کولو سره ګډون او اشتراک کوي.


(معرکةُ اليرموک) چي ډير سخت او شديد جنګ ؤ او د هجرت په څوارلسم کال کي پېښ سو او د عبدالله(رض)  عمر هم څوارلس کاله ؤ په دغه جنګ کي په لَکُو روميان د مسلمانانو د مقابلې دپاره يو ځاى سوي وه حتّْى د مسلمانانو څخه يوه نفر و ويل:( مَا اَکثَرَ الروم، وَ مَا اَقَلَ المسلمون) يعني: روميان څومره ډير دي او مسلمانان څومره لږ دي، مګر خالد(رض)  د دغسي جملې د ويلو څخه منعه کړى او ويل: بلکه داسي و وايه: مسلمانان څومره ډير دي او روميان څومره لږ دي، په حقيقت کي لښکر په ايمان کاميابه کيږي نه په شمېر او عدد.


 نو په يرموک کي د مسلمانانو او روميانو په منځ کي کوچني کوچني جنګونه او حملې شروع سوې، خو يو هم پر هغه بل نه کاميابه کيږي څو يوه ورځ زبير(رض)  دا إراده وکړه چي مسلمانانو ته د کفارو د لښکر بې همتي او سپکوالى ور ښکاره کړي او داسي یو کار وکړي چي په هغه کار سره د مسلمانانو روحيات قوي کړي، نو يې په خلکو کي ناري کړه: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ د مسلمانانو د لښکر څخه لږ شمېر نفر راو وتل، د زبير(رض)  په ملګرتيا د روم د لښکر پر طرف ور رهي سوه او پر روميانو يې حمله وکړه، ډير شديد جنګ شروع سو څو د زبير(رض)  ټول ملګري شهيدان سوه بېله زبير(رض)  څخه بل څوک نه سوه پاته، زبير(رض)  بيا په مسلمانانو کي ږغ وکړى: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ د مسلمانانو بله ډله ورته راو وتل او پر کفارو يې حمله وکړه، څو بيا ټول شهيدان سوه بېله زبير(رض)  څخه. 


درېيم وار بيا مسلمانانو ته راغلى او ږغ يې کړه: څوک پر مرګ  بيعت کوي؟ دا وار څوک نه ور و وتل، ځکه مسلمانانو وليده هر څوک چي ور ووزي هغه و وژل سي او بيا نه دى راغلى، نو خود دا ځل څوک نه ور و وتى، زبير(رض)  چي د مسلمانانو بېره وليده نو غواړي چي مسلمانانو ته دا ور ښکاره کړي چي روميان څه وزن او ارزش نه لري، روميان د دغه لائق نه دي چي څوک ځني وبيريږي (د روميانو څخه مقصد ټول اروپايان دي)


وروڼو! زبير بن العوام(رض)  په ټولو مسلمانانو کي يو خاص جنګي امتياز يا صفت درلودى چي دغه صفت بېله خالد بن وليد(رض)  څخه بل په هيچا کي نه ؤ موجود، هغه دا چي يواځي په مسلمانانو کي نه بلکه په ټولو خلكو کي فقط دغه دوه نفره وه چي په دوو تورو يې جنګ کاوه، زبير بن العوام، خالد بن وليد، دوی به پر آس سپاره وه په چپه او راسته لاس کي به یې توره وه، په يوه وخت کي به یې په دواړو تورو وهل کول، او آس به یې په پښو يوې او بلي خوا ته رهنمايي کاوه، چي دا ډير عجيب کار ؤ، لويه پهلواني او قهرماني وه، د بل چا په قدرت کي نه دا کار ؤ او نه یې کولاى سواى بېله خالد بن وليد او زبير بن العوام (رض) څخه.


په درېيم وار کي چي د روم د حملې دپاره و زبير(رض)  ته څوک نه ور و وتل، نو يې خپل زوى عبدالله چي عمر يې څوارلس کاله ؤ و خپل مخ ته پر آس ور سره سپور کى او د روميانو په لښکر ور ننوتى، خلک په تعجب کي دي! يو نفر پر داسي لښکر حمله کوي چي شمر يې د دوو لکو نفرو په شا و خوا کي دى؟ څوک دغه کار کوي؟ څوک د دغه کار جرئت لري؟ حتّْى په خپله روميان په تعجب کي سوه! يو نفر را رهي دى غواړي چي پر موږ حمله وکي؟ زبير(رض)  د هغو کسانو په وهلو او وژلو شروع وکړه کوم چي د ده په مخه ورځي، عبدالله هم ور سره دى او جنګ کوي، د آس رهنمايي هم عبدالله کوي، زبیر(رض)  دومره جنګ او وهل وکړه چي د کفارو د لښکر تر منځه مخ ته ولاړى، د کفارو په لښکر ننوتى او نه معلوميږي، مسلمانان يې نه ويني، د مسلمانانو په فکر زبير او زوى يې دواړه شهيدان سوه، حتّْى د رحمت او بخښني دعاوي يې هم ورته وکړې، مګر زبير(رض)  دومره وهل او وژل وکړه چي د کفارو په لښکر کي يې لار جوړه کړه او د لښکر شا ته و وتى، حتّْى په دغه يې هم کفايت و نه کړى بلکه بيرته پر دغه لار په لښکر کي را تېر سو او د مسلمانانو لښکر ته راغلى، دلته نو مسلمانانو و ويل: روميان څومره بې همته او بې قدرته دي، يو سړئ د لښکر تر منځ وزي او بيرته راګرځي، چپه او راسته طرف ته خلک وژني، د دوى په لښکر کي داسي څوک نه سو پيدا چي مخه يې ونيسي، نو دغه لښکر او د دوى ډيروالى کوم اهميت او قېمت نه لري، د زبير(رض)  په دغه کار سره د مسلمانانو روحيات او معنويات قوي سوه.


د دغه حديث شريف روايت امام بخاري(رح) کوي، تاسي دغه قوي عزم او لوړ همت ته وګورى،
دا هغه اول جنګ ؤ چي عبدالله بن زبير(رض)  په جنګ کولو اشتراک او ګډون پکښي وکړى، دغه  جنګ او تر لښکر وتل چي زبير(رض)  وکړه اووه لس ځايه پکښي زخمي سوى ؤ.


وروڼو! په خوله سره د دغسي شجاعت او دغسي جنګو بيانول او په غوږو سره یې اورېدل ډير آسانه دي، خو عملي کول يې آسانه کار نه دی او نه يې هر څوک کولاى سي، او د دې دپاره چي د دغه کار په باره کي شک او تردید درته پیدا نه سي په تکرار سره وایم چي د دغه حديث شريف روايت امام بخاري(رح) کړى دى، نو د دغه کار په کولو سره زبير(رض)  اووه لس ځايه زخمي سوى ؤ، چي دوه زخمه يې دومره لوى زخمونه وه لکه د بدر د غزاء زخمونه.


د يرموک د جنګ په جريان کي څه پېښه سوه؟ د اسلام د تاريخ يوه ډيره لويه واقعه پېښه سوه، هغه دا چي د جنګ په آخرنۍ ورځ د جنګ په جريان کي ډاګي يا پوسته رسونکي د ابوبکر الصديق(رض)  د وفات خبر راوړى، او د خلافت مسئوليت د حضرت عمر فاروق(رض)  پر غاړه ولوېدى او د حضرت عمر(رض)  له طرفه د خالد بن وليد(رض)  پر ځاى ابو عبيده(رض)  د لښکر عمومي قومندان وټاکل سو، په دغه وخت کي زبير او عبدالله(رض)  د ابو عبيده(رض)  څخه اجازه وغوښته چي مدينې منورې ته ولاړ سي، ځکه هغه څوک چي وفات سوى ؤ هغه ابوبکر الصديق(رض)  د اسماء(رضي) پلار، د زبير(رض)  خسر او د عبدالله نيکه دى، دلته نو خامخا بايد د اسماء(رضي) د غم سپکولو او غم شريکۍ دپاره د دې مېړه زبير(رض)  او د دې زوى عبدالله موجود وي، نو دوى دواړه د دغه مقصد دپاره مدينې منورې ته ولاړل، د لږ مودې دپاره په مدينه منوره کي پاته سوه او بيا زبير(رض)  اجازه وغوښته چي بيرته جهاد ته ولاړ سي، حضرت عمر(رض)  هم اجازه ورکړه، عبدالله هم اجازه وغوښته چي جهاد ته ولاړ سي مګر حضرت عمر(رض)  اجازه ور نه کړه او ويل ته دي د مور سره پاته سه، مخ کي چي حضرت ابوبکرالصديق(رض)  حيات او موجود ؤ د اسماء(رضي) د ژوند سر پرستي هغه کول، مګر اوس چي پلار يې وفات سو خاوند او زوى يې هم دواړه جهاد ته ولاړ سي دا نه ده صحي، نو يې زبير(رض)  ته اجازه ورکړه او عبدالله ته يې و ويل ته دي د مور سره پاته سه.


په دغه کار کي حضرت عمر بن الخطاب(رض)  موږ ته ډيره لويه او مهمه مسئله راښيي، هغه دا چي: دغه لوى او عظيم جهاد د خپل ټول عظمته سره سره، د هغه لوى اجر او ثوابه سره سره چي په جهاد کي موجود دي بيا هم په ثواب کي تر بِرّ الوالدين لږ دى، دغه جهاد د خپله فضيلته سره بيا هم د الله(ج) په حضور د مور او پلار د خدمت او رضائيت سره نه سي برابرېدلاى. 


نو عبدالله بن زبير(رض)  په مدينه منوره کي پاته سو او د دې دپاره چي د آس سپرلي او جنګ کول هېر نه کړي همېشه به يې د آس د سپرتيا، د تورو وهلو او نېزو ويشتلو مشق او تمرين کاوه، او نور وخت به يې په تعليم او عبادت تېراوه، چي د ده دپاره په مدينه منوره کي دغه موده پاته کېدل په خير تمام سوه، ځکه علم او عبادت يې زيات سوه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: حیاة الصحابه

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته