د عُدوة الصِّراط فتحه کېدل
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په دغه وخت کي هلته فارسيانو پر خپل پاچا اتفاق وکړى، د اُردشير پر ځاى يې د هغه زوى شهريار د فارس پاچا و ټاکى او شهریار د فارسیانو پاچا مقرره سو، نوي پاچا کسرْی هم فوراً د خپلو قومندانانو څخه يو قوي او دلاوره قومندان چي هُرمُز نومېدى انتخاب کړى او د مسلمانانو سره د جنګ عمومي قومنداني يې و ده ته و سپارل، هُرمُز هم د لښکره سره د مسلمانانو سره د جنګ دپاره حرکت وکى، څرنګه چي په دغه وخت کي خالد(رض) نه ؤ موجود نو مُثنْی الشيباني(رض) د لښکره سره د هُرمُز پر طرف ور رهي سو، په دې جنګ کي د مسلمانانو د لښکر مشري او قومنداني د مُثنْی بن الحارثه(رض) پر غاړه وه.
د مسلمانانو او فارسیانو لښکري په هغه منطقه کي سره مخامخ سوې چي د عراقي عربو او فارسيانو حدود وه، او مُثنْی(رض) په دې جنګ کي و هُرمُز ته شکست ورکړى او فارسيان و تښتېده، دغه منطقه چي عدوة الصراط نومېده هم فتحه سوه، دا هغه اوله فتحه ده چي د خالد(رض) په غياب کي او د مُثنْی بن الحارثه الشيباني(رض) په قومنداني کيږي، په دې جنګ کي هم مسلمانانو ډير غنيمتونه لاس تهراوړه.
په دغه وخت کي خبر را ورسېدى چي د فارسيانو نوی پاچا شهريار مړ سو، سبحان الله! د څلورو کلو په موده کي چي دغه فتوحات کيږي هلته په فارس کي د فارس څوارلس پاچهان مړه سوه، د فارسيانو ملک هيڅ ثُبات او قرار نه درلودى، دا ولي ؟ دا د رسول الله(ص) د هغي ښرا په سبب چي کسرْی ته يې کړې وه، دغه ښرا کله او څنګه وه؟
که ستاسي په سيرت النبي(ص) کي په یاد وي چي رسول الله(ص) و کسرْی ته ليک ور لېږلى ؤ او کسرْی د مخه تر دې چي ليک و وايي د رسول الله(ص) ليک یې څيري کړى، نو رسول الله(ص) ښرا ورته وکړه، چي تا زما ليک ټوک ټوک کړى الله(ج) دي ستا مَلک او پاچهي در ټوک ټوک کړي، نو د فارس د پاچهانو دغه حال ؤ چي يو په بل پسي مړه کېده، او ښارونه يې هم يو په بل پسي فتحه کېدل.
اوس به د څه وخت دپاره فارسيان او عراق دغه د ماتي او شکست په حال کي پرېږدو موږ به یو وار شام ته چي د رومیانو تابع ؤ ولاړ سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین
www.taleemulislam.net