تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
که ته.....
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  December 9, 2020
  0

که ته.....

 


لیکنه :محمد نور الحق مظهري/ تعليم الاسلام ويب پاڼه


که ته د نورو احترام وکړې نور به ستا احترام وکړي.


که ته د نورو حق ورکړې نور به ستا حق درکړي.

 

که ته د چا کورنۍ ته بد نظر ونکړې بل څوک به ستا کورنۍ ته بد نطر نکوي.


که ته په چا پوري ونه خاندې څوک به په تاپوري نه خاندي.


که ته پر نورو باندي باور وکړې نور به پرتا باندي باور وکړي.


که ته د نورو ترڅنګ ودريږې نور به ستا ترڅنګ ودريږي.


که ته پر نورو باندي اساني وکړې نور به پرتا باندي اساني وکړي.


که ته په کورکي بده خبره ونکړې ستا ماشوم به يې د کورڅخه بهر چاته نکوي.


که ته دخپلو والدينو خدمت وکړې ستا اولاد به ستا خدمت وکړي.


که ته د الله جل جلاله لوري ته حرکت وکړې الله پاک به ستالوري ته حرکت وکړي.


که ته مهر لږ کښيږدې الله پاک به دي لور نيکمرغه کړي.


که ته ځان د ګناه څخه وساتې الله پاک به دي حافظه د اختلال څخه وساتي.


که ته دوامداره او په شوق عبادت وکړې الله پاک به دي عقل د زوال څخه وساتي.


که ته د شهرت لپاره نه بلکي د الله د رضا لپاره کار وکړې الله پاک به تامشهوره کړي.


که ته عاجزي وکړې الله پاک به دي لوړ کړي اوکه ته تکبر وکړې الله پاک به دي کښته کړي.


که ته د الله د نيکو بندګانو سره محبت وکړې الله پاک به ستاسره محبت وکړي.


که ته د الله پاک د نيکو بندګانو سره دښمني وکړې الله پاک ستا سره اعلان د جنګ وکړي.


که ته د قرآن تلاوت او ذکر وکړې الله پاک به دي حافظه قوي کړي.


که ته علم د جهاد سره او جهاد د علم سره وکړې الله پاک به دي د جهالت او ذلت څخه وساتي.


که ته د نيکو خلګو په مجلسونو او يا ديني محافلو کي ګډون وکړې الله پاک به دي د افسردګۍ څخه وساتي.


كه ته د خپل علم احترام ونكړې نوبل څوك به هم ستا د علم احترام نكوي.


كه ته په خپل علم عمل وكړې بل څوك به ستا په عمل باندي عمل كوي.


كه ته خپل نفس د خپل علم تابع كړې نجات به پيدا كړې اوكه علم د نفس تابع كړې نو هلاك به سې.


كه ته يوه شرعي دنده د نورو مسلمانانو په تحميل سره ومنې ن والله به ستا د نصرت اوكاميابۍ لپاره مرستندويه ملايكه درته را واستوي.


كه ته يوه شرعي دنده په خپلي غوښتني سره واخلې نو الله به يې تاته وسپاري او ستا د مرستي لپاره به ملائكه نه راليږي.


كه ته خپله كاميابي د نورو په ناكامۍ کي لټوې نو پدې باندي پوه سه چي نوربه بيا خپله كاميابي ستاپه ناكامۍ كي لټوي.


كه ته خبري ډيري كوې اوعمل لږ نوپدې باندي پوه سه چي يو وخت به هغه لږعمل هم در څخه پاته سي.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته