د عُمر فاروق(رض) په فضیلت کي احادیث
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د حضرت عُمر (رض) په فضيلت او لوړه درجه کي ډير احاديث راغلي دي، عَمرو بن العاص(رض) روايت کوي او وايي: رسول الله (ص) د ذات السلاسل د غزاء پر لښکر زه امير مقرره کړم، زه هلته ولاړم او هغه ځاى هم فتحه سو، کوم وخت چي بيرته راغلم نو و رسول الله (ص) ته ورغلم او زه ډير خوشاله وم، عَمرو بن العاص (رض) ولي خوشاله ؤ؟
ځکه د ده د اسلام فقط څلور مياشتي کېدې او پر کوم لښکر چي دئ امير مقرره سوى ؤ په هغه لښکر کي ابوبکر الصّدِّیق(رض) او عُمرفاروق (رض) د يوه عادي عسکر په صفت موجود وه او هلته په جنګ کي يې لوى برئ او فتحه هم په نصيب سوه، نو د عَمرو بن العاص (رض) دا خيال سو چي دئ پر رسول الله (ص) تر ابوبکر الصّدِّیق او عُمرفاروق(رض) ګران دى، ځکه هغه دوه د ده په لښکر کي عسکر وه او دئ امير ؤ.
نو کوم وخت چي عَمرو بن العاص (رض) د رسول الله(ص) په مجلس کي کښېنستى په يوه مناسبه موقع کي يې پوښتنه ځني وکړه او ويل: يا رسولَ الله څوک ډير درباندي ګران دى؟ رسول الله (ص) و فرمايل: عائشه. عَمرو (رض) ويل: ښځي مي نه دي مقصد په نارینه وو کي څوک در باندي ګران دى؟ رسول الله(ص) و فرمايل:
اَبُوها . د عائشې پلار.
عَمرو(رض) ويل: بيا څوک؟
ويل: عُمر بن الخطاب.
عَمرو (رض) وايي: زه چپ سوم، و بېرېدم چي نور به ټول اصحاب کرام ياد کړي بېله ما، نو د رسول الله (ص) سره د عُمر بن الخطاب (رض) مقام او درجه په دغه اندازه وه چي تر ابوبکر الصّدِّیق(رض) وروسته تر ټولو اصحاب کرامو دﺉ(رض) پر ګران ؤ، د دغه حديث شريف روايت امام بخاري (رح)کوي.
د محمد بن علي بن ابي طالب (رض) څخه روايت دى،
دغه محمد بن علي(رض) په محمد بن حنفيه سره مشهوره دى ځکه چي دئ د حضرت علي(رض) د هغي ښځي زوى دى چي حنفيه ور ته ويل کېده او دغه ښځه يې د بنو حنيفه د قبيلې څخه وه او د يمامې اوسېدونکې وه.
نو محمد بن حنفيه(رض) وايي: ما زما پلار حضرت علي(رض) ته و ویل: پسله رسول الله(ص) څخه تر ټولو خلکو څوک ښه او بهتر دى؟
متوجه سى، محمد بن علي بن ابي طالب د خپل پلار علي(رض) څخه پوښتنه کوي چي تر رسول الله(ص) وروسته تر ټولو خلکو ښه او بهتر څوک دى؟
حضرت علي(رض) و ویل: ابوبکر .
دا د علي(رض) جواب دى چي ويل: ابوبکر تر ټولو خلکو ښه او بهتر دى.
محمد بن حنفيه(رض) و ویل: بيا څوک ؟
ويل: عُمر.
محمد بن علي(رض) وايي: ما ورته و ویل: بيا نو ته؟
وايي داسي مي نه ور ته و ویل: چي بيا څوک؟ ځکه و بېرېدم چي را ته و به وايي عثمان.
کوم وخت چي محمد بن حنفيه(رض) ور ته و ویل بيا نو ته؟ علي(رض) ور ته
و ویل: زه د مسلمانانو څخه يو سړئ يم.
دا د حضرت علي(رض) تواضع وه.
د دغه حديث شريف روايت امام بخاري(رح)کوي.
د عبد الله بن عُمر (رض) څخه روايت دى: چي رسول الله (ص) د خلکو څخه داسي ليري او جلا سو چي بل هيڅوک نه وه ور سره بېله ابوبکر او عُمره څخه، نو يې خلکو ته وکتل او وې فرمايل: د قيامت په ورځ دغسي را پاڅول کيږو.
نو د قيامت په ورځ چي رسول الله(ص) د مځکي یا د قبره څخه بَعث يا راپورته کړل سي، ابوبکر او عُمر به ور سره ملګري وي (رض) .
د عبدالله بن شقيق څخه روايت دى چي عائشې(رض) ته مي و ویل:
و رسول الله (ص) ته کوم اصحاب ډير ګران وه؟ دې (رض) و ويل: ابوبکر .
ما ويل: بيا څوک؟
ويل: عُمر.
ما ويل: بيا څوک؟
ويل: ابوعبيده (رح) اجمعين.
ابو جُحَيفَه(رح) وايي: د علي(رض) څخه مي واورېده چي ويل: آيا پسله نبي څخه په ښه او بهتر د دغه امت مو خبر کم؟ بیا یې و ویل ابوبکر .
بیا یې و ویل: آيا پسله ابوبکره څخه په ښه او بهتر د دغه امت مو خبر کم؟
نویې و ویل: عُمر.
عبدالله بن عُمر (رض) وايي: کوم وخت چي رسول الله (ص) حيات او په موږ کي موجود ؤ موږ به ويل: پسله رسول الله(ص) څخه د رسول الله(ص) د امت ښه او بهتر ابوبکر دى، او بيا عُمر دی.
په صحي حديث شريف کي هغه چي امام بخاري يې روايتوي ابو موسى الأشعري(رض) وايي: ما په خپل کورکي اودس تازه کى او را و وتم، د ځان سره مي و ویل: نن ورځ به د رسول الله (ص) سره ملګرى او د هغه ملازم يم، يعني: نن ټوله ورځ بل کار نه کوم فقط د رسول الله (ص) سره به ملګری يم، نو مسجد نبوي ته ورغلم او د رسول الله (ص) پوښتنه مي وکړه، را ته و ویل سوه چي هغه و وتى او دغه طرف ته ولاړى (يعني په لاس يې و هغه طرف ته اشاره وکړه کوم چي رسول الله(ص) تللی ؤ) نو پسي رهي سوم او پوښتنه مي کول څو رسول الله (ص) د اُرَيس باغ ته ننوتلى ؤ او زه د باغ د دروازې سره کښېنستم.
يعني په پوښتنه دا راته معلومه سوه چي رسول الله (ص) دغه باغ ته ننوتلى دى او زه د هغه باغ په دروازه کي چي د خرما د ښاخلو څخه جوړه سوې وه و درېدم او انتظار کوم، څو رسول الله (ص) د اودس تازه کولو څخه فارغه سو نو زه ورغلم، و مي ليده چي رسول الله(ص) د اُرَيس د څاه پر غاړه ناست دى پنډۍ يې لڅي کړي دي او پښې يې څا ه ته ور ځړولي دي،
يعني: رسول الله (ص) د څاه پر غاړه ناست دى او پښې يې په اوبو کي دي، سلام مي ورته و وايه او زه بيرته د باغ د دروازې و طرف ته رهي سوم، يعني رسول الله (ص) مي پر خپل طبيعت پرېښاوه او زه بيرته دروازې ته ولاړم، د ځان سره مي و ویل: چي نن به د رسول الله (ص) دروازه وان او چوکیدار يم، څو ابوبکر الصّدِّیق (رض) راغلى دروازه يې را پوري وهل.
ما ويل: څوک يې؟ ويل ابوبکر.
ما ويل: لږ صبر وکه چي زه د رسول الله (ص) څخه اجازه واخلم،
نو رسول الله (ص) ته ورغلم او ور ته و مي ويل: يا رسولَ الله! ابوبکر دى اجازه غواړي، رسول الله (ص) و فرمايل اجازه ورکه او د جنت زيرى پر وکه،
زه ورغلم او ابوبکر ته مي و ویل: باغ ته را داخل سه او رسول الله(ص) د جنت زېرى درکوي، ابوبکر (رض) هم راغلى او د څاه پر غاړه د رسول الله (ص) و راسته طرف ته کښېنستى، ده هم لکه رسول الله (ص) پنډۍ لڅي کړې او پښې يې څاه ته ور وځړولې، زه بيرته دروازې ته ولاړم.
ابو موسْی الأشعري(رض) وايي کوم وخت چي زه دکوره را وتلم هغه وخت زما ورور په کورکي ؤ چي هغه هم اودس تازه کاوه، نو ما د ځان سره و ویل: إن شاءالله زما ورور به هم راسي او ممکن رسول الله (ص) هغه ته هم د جنت زېرى ورکړي، او بیا مي و ویل: که الله(ج) زما ورور ته د خير إراده کړې وه رابه يې ولي، ځکه نن ورځ رسول الله(ص) د جنت زيري ورکوي.
لږ وخت وروسته دروازه خلاصه سوه، ما ويل څوک يې؟ ويل: عُمر.
ما ويل: لږ انتظار وکه.
زه بيا و رسول الله (ص) ته و رغلم سلام مي ورته و وايه او ورته و مي ويل: عُمر بن الخطاب دى اجازه غواړي، رسول الله(ص) و فرمايل اجازه ورکه او د جنت زېرى پر وکه، زه دروازې ته ورغلم او ورته ومي ويل: داخل سه او رسول الله(ص) د جنت زېرى درکوي، هغه هم ورغلى او د رسول الله(ص) پر چپه طرف کښېنستى، ده هم پښې څاه ته ور وځړولې، بيا عثمان(رض) راغلى، هغه ته يې هم اجازه ورکړه چي داخل سي او د جنت زېرى يې د هغه امتحان په سبب ور کړى چي و ده ته ور پېښيږي، يعني پسله سخته امتحانه و جنت ته داخلېږې، چي دغه امتحان هغه د عثمان(رض) د وژلو او شهادت واقعه وه.
وروڼو! دغسي نور ډير احاديث سته چي د حضرت عُمر(رض) پر فضيلت دلالت کوي، مثلاً هغه حديث شريف چي سعيد بن زيد(رض) يې روايتوي، په خپله سعيد بن زيد (رض) هم د عشرۀ مبشره څخه دى، سعيد(رض) وايي: رسول الله(ص) و فرمايل: ابوبکر په جنت کي دى، عُمر په جنت کي دى، علي په جنت کي دى،عثمان په جنت کي دى، تر څو چي هغه لس نفره عشرۀ مبشره رسول الله(ص) ذکر کړه. [رواه احمد وغیره]
اوس خو د حضرت عُمر فاروق(رض) درجه او مقام در معلوم سوه، عُمر(رض) په دين کي ډير شديد ؤ، په ديني امورو کي يې د هيچا سره هيڅ نرمي نه درلوده، د انس بن مالک(رض) څخه روايت دى چي رسول الله(ص) و فرمايل:
« اَرحَمُ اُمّتي بِاُمّتي ابوبکر، وَ أشَدُّ هُم فِي دِينِ اللهِ عُمر». رواه احمد و غيره.
یعني: زما په امت کي هغه څوک چي تر هر چا زما پر امت ډېر مهربانه دی هغه ابوبکر دی، او زما په امت کي هغه څوک چي د الله(ج) په دین کي تر ټولو کسانو شدید دی هغه عُمر دی.
امام ترمذي د ابوهريره(رض) څخه روايت کوي چي رسول الله(ص) و فرمايل:
« نِعْمَ الرَّجُلُ ابوبکر، نِعْمَ الرَّجلُ عُمر، نِعْمَ الرَّجلُ ابوعبيده، نِعْمَ الرَّجُل اُسَيْد بنِ الْحُضَيْر، نِعْمَ الرَّجُل ثابت بن قَيس بن شَماس، نِعْمَ الرَّجل مُعاذ بن جبل، نِعْمَ الرَّجل مُعاذ بن عَمرو بن جموح» [رواه الترمذي]
دا هغه حديث شريف دى چي رسول الله(ص) د خپلو اصحابو څخه د څو نفرو نوم په ښه والي سره ياد کړى دى او ټوله يې ښه خلک بللي دي.
ابو هريره(رض) روايت کوي او وايي: موږ د رسول الله(ص) سره ؤ چي وې فرمايل: زه بيده وم او خپل ځان مي په جنت کي وليدى، هلته د يوه قصر و څنګ يا بغل ته يوې ښځي اودس تازه کاوه، ما پوښتنه وکړه چي دغه قصر د چا دى؟ را ته و ویل سوه چي د عُمر دى، زما د عُمر غيرت را په ياد سو، يعني: دا را په ياد سوه چي عُمر پر خپلو ښځو ډير شديد غيرت لري، نو مي شا ور وګرځول او رهي سوم، يعني: د عُمر د غيرت په سبب مي نه ور ته وکتل، حضرت عُمر فاروق(رض) چي دغه حديث واورېدى وې ژړل او ويل: يا رسولَ الله پر تا به غيرت کوم؟ [رواه البخاري ومسلم]
دغه د عُمر(رض) درجه ده او دا د رسول الله(ص) له طرفه ده لره د جنت زيري دي.
په صحيح البخاري کي د انس(رض) څخه روايت دى چي وايي: کوم وخت چي د اُحُد په غزاء کي رسول الله(ص) د اُحد غره ته وختى، دا هغه وخت ؤ چي کفارو حمله پر کول، رسول الله(ص) د ابوبکر، عُمر، او څو نورو اصحاب کرامو(رض)په ملګرتيا د اُحُد و غره ته وختى، د اُحد غر و رېږدېدى، رسول الله(ص) و فرمایل:
«اُثبُت اُحُد فَاِنَّمَا عَلَيْکَ نَبِىٌّ وَصِدِّيقٌ وَ شَهِيْد » [په یوه روایت کي شهیدان راغلي دي]
يعني: د اُحد غره ثابت و درېږه، پر تا نبي، صِدِّ یق او شهيد دي، چي دا هم د رسول الله(ص) له طرفه و حضرت عُمر(رض) ته د شهادت په لوړ مقام سره زېرى ؤ. او په هغه روایت کي چي شهیدان راغلي دي وايي عثمان(رض) ورسره ؤ.
د ابي اُمامه الباهلي(رض) څخه روايت دى چي وايي: د رسول الله(ص) څخه مي واورېده چي وې فرمايل: په خوب کي جنت ته داخل سوم او په جنت کي مي ما ته نژدې د يوه حرکت آواز واورېدى، ما پوښتنه وکړه چي دا د څه شي آواز ؤ؟ ويل: دا بلال دى، نور هم په جنت کي ګرځېدم چي د جنت اکثره اوسېدونکي د مهاجرينو غريبان او د مسلمانانو کوچنيان وه، يعني: هغه چي په کوچنيوالي مړه سوي وي او تر غنيانو او ښځو مي هيڅوک لږ و نه ليده، راته و ویل سوه: غنيان هلته په دروازه کي دي، يعني: جنت ته خو به داخل سي مګر تر اوسه د هغه خپلو مالو حساب ورکوي،
مګر ښځي: هغه په دنيا کي دوو سرو شيانو مشغوله کړي وې، چي زر او ورېښمين کالي دي.
خوندو! ښه متوجه سى: په جنت کي د ښځو شمېر لږ دى، دا ولي؟ ځکه ښځو خپل ځانونه په دې دنيا کي د دوو شيانو په حاصلولو او د هغو سره په علاقه درلودلو مشغوله کړه او د آخرت دپاره يې عمل صالح نه ور سره يووړى، چي هغه دوه شيان زر او د موډ کالي دي.
پاته سوه لڅ کالي هغه خو مو سیده په دوږخ ننباسي.
رسول الله(ص) نور هم و فرمايل: وروسته د جنت د اتو دروازو څخه پر يوه دروازه را و وتم، کوم وخت چي زه د جنت د دروازې سره وم يو ترازو راوړل سو، زه د ترازو په يوه پله کي کښېښوول سوم او زما ټول امت د ترازو په بله پله کي کښېښوول سو، زه تر دروند سوم،
بيا ابوبکر راوستل سو د ترازو په يوه پله کي کښېښوول سو او نور ټول امت د ترازو په بله پله کي کښېښوول سو، ابوبکر تر دروند سو،
بيا عُمر راوستل سو د ترازو په يوه پله کي کښېښوول سو او نور ټول امت بېله ابوبکره د ترازو په بله پله کي کښېښوول سو، عُمر تر دروند سو.
دا د عُمر(رض) درجه او مقام دى.
امام بخاري او امام مسلم د ابوهريره(رض) څخه روايت کوي چي رسول الله(ص) و فرمايل: په پخوانيو امتو کي داسي خلک وه چي الهام به ور ته کېدى، الله(ج) به د حق الهام ور ته کاوه، نو به هغه خلک همېشه پر حق وه او که زما په امت کي داسي څوک وي چي الهام دي ورته وسي، هغه به عُمر بن الخطاب وي. [رواه البخاري و مسلم].
د ابوسعيد الخُدري(رض) څخه روايت دى چي رسول الله(ص) و فرمايل: زه بيده وم، يعني خوب مي ليدى، خلک راته راوستل کېده، زما په حضور کي تېرېده، چي دغو خلکو هر يوه يو قميص اغوستى ؤ، نو د ځينو خلکو قميصان تر ځيګره وه او د ځينو دا تر هغه هم کم وه، عُمر بن الخطاب راته راوستل سو او دومره قميص يې اغوستى ؤ چي تر شا پسي څکېدى.
صحابۀ کرامو پوښتنه وکړه ويل: يا رسولَ الله! د دغه خوب دي څه ترجمه وکړه؟ د قميص څخه مقصد څه شي دى؟ رسول الله(ص) و فرمايل: دين.
د ځينو خلکو دين او ديانت لږ وي، د ځينو دا ډېر وي مګر په عُمر(رض) پسي د دين کالي څکېدل. رواه البخاري و مسلم.
امام بخاري او امام مسلم د عبدالله بن عُمر(رض) څخه روايت کوي چي رسول الله(ص) و فرمايل: زه بيده وم خوب مي ليدى چي يو کټورى راته راوړل سو او په هغه کي شيدې وې، ما و چښلې او تر داسي اندازې په اوبه سوم چي ما ته را معلومه سوه چي ټول رګونه مي په ډک سوه، او هغه چي پاته سوې هغه مي عُمر بن الخطاب ته ورکړې، اصحاب کرامو و ویل: يا رسولَ الله! د دغه دي څه ترجمه او معنْی وکړه؟ رسول الله(ص) و فرمايل: العلم. دا علم دى.
د حضرت عُمر فاروق(رض) د فضيلت د احاديثو خاتمه به په هغه عجيب حديث سره وکو چي امام بخاري او نور يې روايتوي، حُذيفه بن يمان(رض) وايي: د حضرت عُمر(رض) د خلافت په وختو کي موږ د حضرت عُمر(رض) سره ناست ؤ، عُمر(رض) و ویل: د چا د فتنې حديث په ياد دى؟ حُذيفه ويل زما.
حُذيفه(رض) د فتنو په احاديثو کي تخصص درلودى نو ويل: زما. عُمر(رض) ورته و ویل: ته په دې موضوع کي زيرک يې، يعني: معلومات لرې وې وايه، حُذيفه(رض) وايي: ما و ویل: د سړي فتنه يا امتحان په خپل اهل کي، په خپل اولاد کي، په خپل مال کي دی، دا هغه شيان دي چي انسان مشغوله كوي او په څه شي سره يې کفاره کيږي؟ څه شي يې پټوي؟ يعني: يو څوک په دغه امتحان کي په څه شي سره کاميابه کېدلای سي؟ په لمانځه، په روژه، په صدقه، په امر بالمعروف، نهي عن المنکر.
عُمر(رض) و ویل دا مي نه دى مقصد، زه د دغه عادي او فردي فتنو يا امتحانو په باره کي خبري نه کوم، بلکه زما مقصد هغه فتنه او امتحان دى چي په موجو او څپو را رهي وي، لکه د دريابو موجونه.
يعني: زما د يوه انسان امتحان نه دى مقصد، زما هغه فتنه او امتحان مقصد دي چي ټول امت په اخته کيږي، عامه فتنه وي، حُذيفه(رض) و ویل: يا أميرَالمؤمنين! ستا او د هغې فتنې يې سره څه؟ ستا او د هغې فتنې په منځ کي تړل سوې دروازه ده.
يعني: هغه فتنه ستا په زمانه کي نه پېښيږي، ستا او د فتنې په منځ کي تړلې دروازه سته، عُمر(رض) و ویل: دغه دروازه ماتيږي که خلاصيږي؟
حذيفه(رض) و ويل يا بلکه ماتيږي چي دا نو بيا نه تړل کيږي، يعني دروازه چي ماته سوه بيا نو نه بنديږي، نو فتنې نه دريږي يوه په بله پسې وي.
هغه صحابۀ کرام او تابعین چي په دغه مجلس کي ناست وه د دوى په خبرو نه سوه پوه چي دوى څه وايي؟ دروازه ماتيږي، دروازه خلاصيږي، نه پوهیږي چي د دوى د خبرو مقصد څه دى؟ کوم وخت چي عُمر(رض) د مجلسه څخه ولاړسو .
حُذيفه(رض) هم ولاړ سو او ولاړی، صحابۀ کرام او تابعین چي په دغه مجلس کي حاضر وه يو د بل سره یې وکتل چي دا يې څه و ویل؟ تړلې دروازه، ماتېده، بندېده، خلاصيده، دا څه قصه او بيان ؤ چي دوى وکړى؟ څوک یې په مقصد نه پوهېده، نو ويل د حُذيفه څخه به پوښتنه وکو، مسروق(رض) چي د تابعينو څخه دى هغه ولاړ سو ويل: زه ورځم د حُذيفه څخه پوښتنه کوم، نو حذيفه(رض) ته ورغلى او ويل: يا حذيفه! آيا عُمر په دغه تړلې دروازه پوهېدى؟ چي تا ورته و ویل: دروازه تړلې ده هغه ستا په مقصد پوه سو؟ حُذيفه ويل: هو لکه څرنګه چي هغه پوهيږي چي په ورځ پسي شپه راځي دغسي پوهيږي چي دروازه څه شي ده، ما و عُمر ته واضحي خبري وکړې، زما خبري مُعمّْى يا کِسَۍ نه وه چي عُمر دي نه سي په پوه.
مسروق وايي ما د حُذيفه څخه پوښتنه وکړه چي دغه دروازه څه شي ده؟ چي د عُمر او فتنو په منځ کي ده؟ حُذيفه و ويل دروازه په خپله عُمر دى، دئ دى چي د فتنو و مخ ته ولاړ دى او فتنې نه پېښيږي، دئ دى چي د فتنو دروازه يې تړلې ده، که عُمر وفات سو دروازه ماته سوه او فتنې را شروع کيږي.
دا د عُمر(رض) فضيلت دى چي د ده (رض) په وجود کي د فتنو پېښېدل غير ممکن دي او د ده (رض) په وفات سره دغه د فتنو له طرفه تړل سوې دروازه ماتيږي او فتنې رابهيږي، لکه همداسي چي وسوه.
په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله(ص) و عُمر(رض) ته فرمايي: که ته پر يوه شېله رهي يې شيطان پر بله شېله در څخه ځي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: خلفاء راشدین.
www.taleemulislam.net