تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مسلمانو ښځو هجرت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۱۶برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مسلمانو ښځو هجرت

د حديبيې ترصلحي وروسته پسله هغه څخه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  مدينې منورې ته ورسېدى د مکې مکرمې څخه مسلمانو ښځو و مدينې منورې ته هجرت وکړی چي په هغو کي يوه هم ام کلثوم بنت عُقبه بن ابي معیط وه، عُقبه خو پېژنى؟ هغه لوى کافر چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر مبارکه شا يا ملا يې د سجدې په وخت کي د اوښ کُلمې ور کښېښوولې او د بدر په غزاء کي و  وژل سو، د دغو ښځو مشرک اقرباء په دوى پسي ورغله  ويل:

 

دغه ښځي بايد د هغه عقد او عهد په سبب چي په حديبيه کي وسو بيرته موږ ته را کول سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى غوښتنه نه کړه قبوله ځکه په معاهده کي دغه ماده داسي ليکل سوې وه: (پر دې اتفاق وسو که زموږ څخه هر سړئ و  تا ته درغلى که څه هم ستا پر دين وي بيرته به يې موږ ته را کوې) په معاهده کي لفظ د (رَجُل) يعني: سړئ ليکل سوى ؤ، نو په دغه ماده کي اساساً ښځي داخلي نه وې او په دغه باره کي د الله جل جلاله  دا قول هم نازل سو چي فرمايي:


يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا جَاءَكُمُ الْمُؤْمِنَاتُ مُهَاجِرَاتٍ فَامْتَحِنُوهُنَّ  اللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمَانِهِنَّ  فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُنَّ  وَآتُوهُم مَّا أَنفَقُوا. [الممتحنه :10]
 يعني: اې مومنانو! کوم وخت چي تاسي ته مومني ښځي په هجرت سره راسي نو تاسي دوى امتحان کړى الله د دوى په ايمان ښه عالم دى، يعني: د زړو حال خو الله جل جلاله  ته معلوم دى، مګر په ښکاره او ظاهره سره تاسي د هغو ښځو پوره تحقيق او معلومات کوى چي آيا دوى واقعاً هم د اسلام په سبب هجرت کړى دى؟ کومي دنيوي يا نفساني ګټي خو به يې په نظر کي نه وي نيولي؟ او که بيا تاسي په دې پوه سواست چي دوى مومناني دي بيا يې نو بيرته وکفارو ته په لاس مه ورکوى نه دغه مومني ښځي هغو کفارو ته حلالي دي او نه هغه کافران دغو مومنو ښځو ته حلال دي.

  
رسول الله صلی الله علیه وسلم  په دغه دوه سببه مومني مهاجري ښځي بيرته د کفارو په لاس نه ورکولې ځکه يو خو دوى په هغه عهد او معاهده کي نه  وې داخلي او بل د الله جل جلاله  صريح حکم هم داسي ؤ او د دغه آيات شريف په آخر کي الله عزوجل  فرمايي:


وَلَا تُمْسِكُوا بِعِصَمِ الْكَوَافِرِ وَاسْأَلُوا مَا أَنفَقْتُمْ ﴿الممتحنة: ١٠﴾او کافراني ښځي په خپله نکاح کي مه ساتى، نو مسلمانانو هغه خپلي کافري ښځي د دغه آيات شريف په حکم سره طلاقي کړې، حضرت عمر رضی الله عنه  په دغه ورځ خپلي دوې مشرکي ښځي طلاقي کړې چي يوه يې معاويه په نکاح کړه او بله يې صفوان بن اميه په نکاح کړه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته