تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت عُمر(رض) هیبت او دبدبه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 26, 2020
  0


د حضرت عُمر(رض)  هیبت او دبدبه


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت عُمر(رض)  ډير لوى هيبت او دبدبه درلوده، تر داسي اندازې چي رسول الله(ص)  به ده(رض)  او د ده و هيبت ته اعتبار ورکاوه، حضرت عائشه(رض) وايي: رسول الله(ص)  ته مي (حريره) راوړه، حريره يو قسم خواړه دي چي اوړه په شيدو کي پخيږي، نو عائشه(رض) وايي: دغه خواړه مي و رسول الله(ص)  ته ور پاخه کړه او ورته رامي وړه، په دغه وخت کي ام المؤمنين سَوده(رض) هم د رسول الله(ص)  سره وه، نو مي وسوده(رض) ته و ویل:

 

وې خوره، خو هغې منعه وکړه نه يې خوړل، نو ما ورته و ویل چي يا به يې خورې يا يې په مخ پوري در موږم، مخ دي په در لړم، خو هغې بيا هم نه خوړل، عائشه(رض) وايي: لاس مي په دغه حريره ولړى او بيا مي د دې په مخ پوري ور وموږى، د هغې مخ مي په ور ولړى (کورنئ ژوند او هم طبعي ده) رسول الله(ص)  و خندل او دغه حريره يې يو څه په لاس کي واخسته سَوده(رض) ته يې ورکړه او ويل: لکه ستا مخ چي يې در ولاړه ته بيا د دې مخ په ور و لړه، هغې هم زما مخ په هغه حریره را ولړى، او رسول الله(ص)  و خندل، موږ دغه د خندا په حالت کي ؤ چي عُمر(رض)  دکور و مخ ته تېرېدى، رسول الله(ص)  ور ږغ کړه، زما او د رسول الله(ص)  دا خيال سو چي حضرت عُمر(رض)  به بېله اجازې وکور ته را داخل سي، ځکه د کور له طرفه رسول الله(ص)  ور ږغ کړه، اصلاً د رسول الله(ص)  دا إراده وه چي د دروازې تر شا يوه خبره ورته وکي، مګر اوس چي يې دا خيال سو چي ښايي هغه راسي نو يې موږ ته و ویل ولاړي سى مخان مو پرې مينځى. 

 


نو عائشه(رض) وايي: مابه همېشه عُمر(رض)  د هيبت خاوند باله او د هغه څخه مي هيبت درلودى، دا په سبب د هغه هيبت چي رسول الله(ص)  و ده (رض)  ته ور کړى ؤ، یوازي دا نه بلکه اصحاب کرام د ده څخه بېرېدل.

 


يوه ورځ عُمر فاروق(رض)  پر لار رهي ؤ او تر شا د رسول الله(ص)  څو نفره اصحاب کرام په پسې وه، څرنګه چي عُمر(رض)  په تګ کي ډير تېز ؤ او هغه نور نه سواى پسي رسېدلاى، نو ناببره يا ناڅاپه عُمر(رض)  و درېدى او پر دوى يې مخ ور واړاوه، ټول اصحاب کرام د بيري ورېږدېدل، ځکه عُمر(رض)  په يوه وار مخ ور واړاوه، د دوى په خيال چي يو څه پېښه ده او اوس يوڅه را ته وايي، راوي د قصې وايي: په والله په دوى کي داسي څوک نه ؤ چي ځنګنونه يې نه رېږدېده، نو وايي عُمر(رض)  سترګي واړولې او د ځان سره يې و ویل: الْهي ته عالم يې او پوهېږې څومره چي دوى زما څخه بېرېږي زه ستا څخه تر دغه ډير بېرېږم، دا د حضرت عُمر(رض)  هيبت او دبدبه وه چي اصحاب کرام په دغه اندازه ځني بېرېده.


د قريشو يوه نفر د عُمر(رض)  سره وليده نو عُمر(رض)  ته يې و ویل: يو څه نرم سه، دا څومره شدت دى چي زموږ زړونه دي په بېره را ډک کړي دي، عُمر(رض)  و ویل: آيا ما ظلم کړى دى؟ يعني په دې سبب را څخه بېرېږى چي زه ظالم يم؟ هغه ويل يا ظالم نه يې، عُمر(رض)  و ویل: الله(ج)  دي نور هم زما بېره ستاسي په زړو کي در زياته کي، يعني: کوم وخت چي ظالم نه يم او الله(ج)  هيبت او دبدبه راکړي وي نو الله(ج)  دي يې نور هم را زيات کړي.  


دغه شدید حضرت عُمر(رض)  د دغه شدت، هيبت او دبدبې سره سره يوه ورځ دکوره څخه را و وتى چي جارود العبدري هم ور سره ملګرى ؤ، په دغه وخت کي چي دوى راوتل يوه ښځه پر لار رهي وه، عُمر(رض)  سلام ورته و وايه، ښځي د سلام جواب و عليکم السلام ور ته و وايه، او بيا ښځي ورته و ویل: 


يا عُمر! لږ و درېږه چي يو څه خبري درته وکم، عُمر(رض)  ورته ويل: وايه څه وايې، ښځي ويل: زما په یاد دي چي د جاهليت په وختوکي دي په سوق عُکاظ کي د نوي ځوانانو سره غېږ ايستل او هغه وخت عُمير درته ويل کېده، يعني: (کوچنئ عُمر) څو ورځي تيري سوې بيا عُمر درته ويل کېده، لکه په استهزاء سره چي ورته وايي، چي اول عُمير وې بيا عُمر سوې، بيا څو ورځي نه وې تيري سوي چي امير المؤمنين در ته ويل کيږي، نو د رعيتو په معامله کي د الله(ج)  څخه و بېرېږه او پوه سه هر هغه څوک چي د مرګه بېريږي هغه د نعمت د زواله هم بېريږي، ښځي په دغه قوت او همت خبري ورته کولې، جارود چي د عُمر(رض)  سره ملګرى ؤ په حيرت کي سو چي د عُمر(رض)  سره هيڅوک په دغسي لهجه خبري نه سي کولاى او اوس يوه ښځه دغه قسم خبري ورته کوي نو یې ښځي ته و ویل:

 

هِيه، هِيه، يعني لږ په آرامي سره خبري کوه تا پر امير المؤمنين جرئت او زياتوب وکړى، عُمر(رض)  ورته و ویل: يا جارود پرې يې ږده هرڅه چي وايي و دي يې وايي، آيا ته دا نه پېژنې؟ دا خَولَه بنت حَکِيم ده، هغه چي الله(ج)  تر اوو آسمانو لوړ د دې خبره واورېده، په والله عُمر د دغه ډير لائق دى چي د دې خبري واوري. 


د عُمر(رض)  په د غه خبره سره هغه آيات شريف مقصد ؤ چي رب(عزوجل) فرمايي:
قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا  إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ [المجادله:1] 
دغه آيات شريف د دغي ښځي چي خوله بنت ثعلبه(رض) نومېده په باره کي نازل سوى دى چي د دغي ښځي حال ځان ته قصه لري. 


حضرت عُمر(رض)  د دغه شدته سره سره کوم وخت چي به الله(ج)  ذکر سو يا ده ته به و ویل سوه ( اُذْکُرُ الله) فوراً به يې نرمي اختيار کړه، يوه ورځ يې پر يوه سړي لويه ناره وکړه او دِرّه يې پر پورته کړه غواړي چي ويې وهي، سړي و ویل( أذکُرُکَ بِالله) عُمر(رض)  دِرّه و غورځول او ويل عظيم دي را ياد کړى، عبدالله بن عُمر(رض)  وايي: هر وخت چي به حضرت عُمر(رض)  ته قهر ورغلى ؤ او چا به د ده په حضور الله(ج)  ياد کړى يا به يې په الله سره و بېراوه چي (إتق الله)يا به يو چا د ده په حضور د قرآن مجيد يو آيات تلاوت کړى عُمر(رض)  به د هغه خپل قصد او إرادې څخه را وګرځېدی، يعني هر څومره قهر چي به ورغلى ؤ او غوښته به يې چي وهل او ټکول یا د دغه قسمه يو کار وکي، خو کوم وخت چي به الله(ج)  ذکر سو آرام به سو هغه خپل قصد او إراده به يې پرېښوول.


يوه ورځ حضرت بلال(رض)  ورغلى غوښته يې چي د حضرت عُمر(رض)  سره و ويني، اسلم چي د عُمر(رض)  نوکر ؤ هغه ور ته و ویل: عُمر بيده دى، نو بلال د دغه نوکر څخه پوښتنه وکړه او ويل يا اسلم! عُمر څنګه ګذاره در سره کوي؟ يعني ستاسي نوکرانو سره يې معامله څنګه ده؟ اسلم و ویل: خيرُالنّاس، يعني بهترين د خلکو دى مګر که قهر ورغلى، دا نو بيا لويه او درنه خبره ده څوک يې نه سي تحملولاى، حضرت بلال(رض)  و ویل: که زه د ده سره واى چي په قهر سوى واى قرآن مجيد مي ور ته وايه تر څو چي قهر يې آرامېدلاى. 


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته