تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمیره : (۲۴۰)
نوم: هنداره منګل
سوال : شعر د اسلام له نظره څنګه دئ ، روا دي او که ناروا ، ځني خلګ وايي چي شعر ويل ښه کار نه دى او ځني نور وايي چي شاعران د دوزخ سپي دي ما يو حديث اوس اوس په يوه کتاب کي وليده چي ليکلي وه (محمد صلي الله عليه وسلم فرمائي چي خپلو زامنو ته شعر ورزده کړئ ، ځکه چي شعر زهن پرانيزي او سړ زړور کوي )
جواب :
حامداً و مصلياً
هغه شعر چي د اسلام د اساساتو مخالف نه وي د فسق او فساد خبري، د ښځو د شنډو ،خال وخط او د شرابو ذکر پکښي نه وي او د ځان کسب يې هم نه وي ګرځولى چي همېشه په شعر مشغول وي، د ذکر او علم څخه يې نه وي راګرځولی نو دغه رنګه شعر ويل ، جوړول کومه ګناه نه لري بلکه ثواب لري ، که چيري د الله رب العزة او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم صفات پکښي ذکر وي ځکه چي د الله جل جلاله رسول صلی الله علیه وسلم پر دغسي شعر صحابه کرام رضي الله عنهم باعث کړي دي ، او که دغه رنګه شعر نه وي بلکه پورته منکرات پکښې وي نو بيا دغسي شعر ويل او جوړول حرام دی ، پر هېز ځني کول لازمي دي .
جواب : مولوي شاولي الله
الجواب صحيح : مولوي سردار محمد، مولوي عبدالهادي اغا او مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الحدیث: عن عائشة قالت كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يضع لحسان منبرا في المسجد يقوم عليه قائما يفاخر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أو ينافح . ويقول رسول الله صلى الله عليه وسلم إن الله يؤيد حسان بروح القدس ما نافح أو فاخر عن رسول الله صلى الله عليه وسلم. مشکوة ، ج٢ ، ص٤١٠ .طبع مکتبه امير حمزه کوئټه .
(۲): وفي الحدیث: وعن أبي بن كعب قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن من الشعر حكمة. رواه البخاري . مشکوة ، ج٢ ، ص٤٠٩ . طبع مکتبه امير حمزه کوئټه .
(۳): وفي الفقه الاسلامي: لا بأس بإنشاد الشعر في المسجد إذا كان مدحاً للنبوة أو الإسلام، أو كان حكمة، أو في مكارم الأخلاق، أو الزهد، أو نحو ذلك من أنواع الخير، بدليل حديث سعيد بن المسيب قال .... أما ما فيه شيء مذموم كهجو مسلم أو صفة الخمر، أو ذكر النساء أو المُرْد، أو مدح ظالم، أو افتخار منهي عنه، أو غير ذلك، فحرام. ج١، ص٥٥١ ، احکام المساجد ، طبع رشيدية کوئټه .
(٣): وایضاً: ويجوز قول الشعر، لأنه كان للنبي صلّى الله عليه وسلم شعراء منهم حسان وكعب بن مالك وعبد الله بن رواحة، وقد مدحوه، وأعطى الرسول بردة كانت عليه كعب بن زهير لما أنشده القصيدة اللامية: بانت سعاد وحكم الشعر حكم الكلام في حظره وإباحته، وكراهيته واستحبابه ... قال النبي صلّى الله عليه وسلم إن من الشعر لحكماً وقال أيضاً الشعر بمنزلة الكلام: حسنه كحسن الكلام، وقبيحه كقبيح الكلام . الفقه الاسلامي ، ج٤ ، ص٢٦٦٨ .الباب السابع الحظر والاباحة ، طبع مکتبه رشيديه کوئټه .
(٤): فَعِنْدَ الْحَنَفِيَّةِ أَنَّ الْمَكْرُوهَ مِنَ الشِّعْرِ مَا دَاوَمَ عَلَيْهِ الشَّخْصُ وَجَعَلَهُ صِنَاعَةً لَهُ حَتَّى غَلَبَ عَلَيْهِ وَشَغَلَهُ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ تَعَالَى وَعَنِ الْعُلُومِ الشَّرْعِيَّةِ ، وَمَا كَانَ مِنَ الشِّعْرِ فِي وَصْفِ الْخُدُودِ وَالْقُدُودِ وَالشُّعُورِ ، وَكَذَلِكَ تُكْرَهُ قِرَاءَةُ مَا كَانَ فِيهِ ذِكْرُ الْفِسْقِ وَالْخَمْرِ. الموسوعة الفقهية ، ج٢٦ ، ص١١٦ طبع مکتبه علوم اسلاميه کوئټه .