تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ځوانان دي د معاش ترڅنګ د شخصي کاروبار غم وخوري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 29, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

ځوانان دي د معاش ترڅنګ د شخصي کاروبار غم وخوري 

 

زموږ په ټولنه کي ډېر داسي ځوانان سته، چي له بېکارۍ څخه شکایت کوي، د دوی په خبره پوهنتون يې ویلی، خو مناسبه دنده نه ورته پیدا کیږي، تل په ګیلو وي، له حکومت او شتمنو دوستانو شکایت کوي، ځیني بیا داسي ځوانان سته، چي یوه دولتي یا خصوصي سکټور کي د معاش دنده لري، نو پر همدې دنده يې اکتفاء کړې وي، همدا معاش يې د ژوند له پاره د عاید یوازینۍ سرچینه وي، بیا نو د ژوند په تېرېدو سره يې اړتیاوي زیاتیږي، اما معاش يې پر خپل پخواني حال وي، په داسي حال کي چي د ده اولاده زیاتیږي، ورځ تر بلي يې کورنۍ پراخیږي، اما د دغه کس عاید پر خپل حال وي.


ځوانانو ته لازمه ده، چي په هر صورت کي د شخصي کاروبار په هڅه او فکر کي سي، که دنده ولري که یې ونه لري، باید د شخصي کاروبار په برخه کي ځان اخته کړي.


هغه کسان چي دنده ونه لري، د دندي په انتظار يې ناحقه عمر تېریږي او د ځوانۍ شیرین فرصت له لاسه ورکوي، دا کسان باید د لږ و ډېر شناخت او لږ و ډېري پانګي په مرسته د شخصي کاروبار په برخه کي ځانونه اخته کړي، په شخصي کاروبار کي الله تعالی برکت ایښی دئ، حتما به پرمختګ کوي او د وخت په تېرېدو سره به يې کاروبار غوړیږي، بیا به تر دې اندازې رسیږي، چي آن نورو ځوانانو ته به لا د کار زمینې برابروي.


بل هغه ځوانان چي یوه دولتي یا خصوصي اداره کي دنده ولري، دوی باید پر همدې لږ یا ډېر معاش باندي اکتفاء ونه کړي، بلکي باید د خپلي دندي سربېره د شخصي کاروبار په برخه کي هم هڅه وکړي، کرار کرار به د شخصي کاروبار په برخه کي تجربه ترلاسه کوي او هم به د معاش ترڅنګ د عاید یوه بله سرچینه پر را خلاصه وي.


یوه اقتصاد پوه ویلي دي، چي هر انسان باید د عاید دوې یا درې سرچینې ولري، که یوه نه وي، دا نوري خو به وي، اما کوم کسان چي د عاید یوازي یوه سرچینه ولري، نو که احیانا د یوې پيښي له امله همدا سرچنیه له لاسه ورکړي، نو بیا به يې ژوند له خوارۍ او محتاجۍ سره مخ سي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته