لیکنه: محمد وزیر حامد افغان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مېرمنو د مظلومیت کیسه
یو خاوند وایي: له عادت سره سم مي چټي له خپلي مېرمني سره جګړه وکړه، زما و د هغې تر منځ اختلاف زیات سو، ورته غوسه سوم او ورته ومي ویل: زما په ژوند کي ستا وجود بې معنا دئ، شتون او نه شتون دي ماته یو دي، دا کوم خدمت مي چي ته کوې، یوه خادمه مي دا خدمت ستا نه ښه کولی سي! زما د دې د خبرو پر مهال هغې لاندي کتل، چي خبري مي ختمي سوې هغې په اوښلنو سترګو پورته راوکتل او بلي خوني ته روانه سوه.
ما خبره بابېزه وګڼله او په ژور خوب بیده سوم، دا موضوع تېره سوه، څو ورځي وروسته مي مېرمن وفات سوه، هغه مو دفن کړه او د فاتحې مراسم هم ختم سول. د یادولو وړ ده چي د هغې په مړینه زما ژوند کي ډېر بدلون رانغی، څه خپه سوم، خو دا خپګان مي داسي تعبیر کړ چي هغې سره مي زیات وخت تېر کړی و، نو په بېلتانه به ئې خامخا دومره خپګان رامنځته کیږي. نو مال ځه دا به دوه درې ورځي وي وروسته به دا هر څه هېر او ژوند به نورمال سي.
د فاتحې له مراسمو او د خپلوانو او ملګرو له ګڼي ګوڼي وروسته چي خپل کور ته ننوتلم، د سخت او دردوونکي بېلتانه احساس خپل اغېز پیل کړ ... د وحشتناک یواځېتوب احساس وکړولم، زړه کي مي د بېلتانه څړیکي په تېزیدا سوې او ستوني کي مي د غم دردوونکي غوټه راپورته سوه! له داسي نادر یواځېتوب سره مخ سوم چي مخکي مي پخپل ژوند کي نه و تجربه کړی، ځان دومره په ډاګ پاتي راته ښکاره سو مال ان د کور ټول دیوالونه له هغې سره یو ځای تللي دي.
ماخوستن پخپل ځای کي وغځېدلم، په غریو نیولي انداز مي د هغې تش ځای ته کتل ... آه هغه ساعت څومره زوروونکی و، له هغه تش ځایه زما ټوله نړۍ کوچېدلې وه، هغه تش ځای ته په کتلو سره زه عجیبه او ډېر بې رحمه دردونو په غېږ کي ونیولم ... خدازده څه وخت به د خوب مهربانه غېږي ته لویدلی وم.
سهار زما د کار له مناسب وخت ناوخته راویښ سوم، پخوا زه هغې پخپل مناسب وخت پاڅولم، د هغې د خوب ځای ته مي په قهرژن نظر وکتل چي ولي ئې له عادت سره سم پخپل وخت نه یم پورته کړی، خو دستي پوه سوم چي هغه له دې ځایه تللې ده او د همیشه لپاره تللې ده! نو له ځان سره مي وویل: چي کوم کارونه ئې چي درته کول هغه د تورو خاورو ميلمنه ده، دا بوجونه اوس ستا غاړه ته درولوېدل.
کار ته ولاړم، خو هغه ورځ ډېره په ورو روانه وه، په دې ورځ مي خړ خړ یو بل لورته کتل، د هغې هغه د موبایل زنګونه او خبري رایادي سوې، چي د کور سامان به ئې رانه غوښت او جنجالونه به ئې راسره کول چي هغه رقم شی راوړه او دا رقم... په ځانګړې توګه د هغې دې جملې سخت وزورولم چي راته ویل به یې: ګوره ډېر ناوخته کیږه مه، دې جملې به زه مخکي غوسه کولم خو اوس پوه سوم چي هغې زما سره مینه لرله او غوښتل ئې ژر ددې خواته ورسم...
د هغې خوږې خبري ورو ورو، یوه یوه رایادیږي. زه به کله کله قصدا ناوخته سوم، چي بیا به کور ته ورتلم، هغه به دروازه کي راته ولاړه وه، هغه سپېڅلې موسکا ئې د ټولو ستومانیو لپاره درمل وه ... د هغې استقبالیه جملو کي دا جمله (هغه شیان مي چي درنه غوښتي وو؛ هغه دي ټول راوړي؟)، هغه وخت ددې دا خبره زما نه خوښېدله، خو اوس ئې ان یو ځل اورېدا ته لیونی یم.
اوس خو مي کور خراب، وران او بې روحه کنډواله پروت دئ، یوه دقیقه په یواځېتوب کي لکه یو ساعت دومره راته اوږده سي، یا الله! هغه به مي پوره ورځ په دې کور کي تنها پرېښودله، د هغې د احساس مي هیڅ فکر نه کاوه، ما ته اوس ځان مجرم ښکاري، زه به هر وخت د ځان په فکر کي وم، د هغې راحت او ارام ته مي پاملرنه نه کوله، زه ځان ته لګیا وم د هغې غم مي نه کاوه.
عجیبه خو دا ده! هغه مېرمن چي ما به ئې اکثره وختونه خبرو ته سمه توجه نه کوله، اوس ئې له یادونو او خوږو خبرو زما ذهن داسي ډک دئ چي هیڅ تمامیږي نه! انساني ذهن عجیب لوښی دئ! څومره اورېدلي او لیدلي شیان ځایوي! اوس مي ذهن کي د هغې دا خبره د لړم غوندي ټک راکړي چي کله به ئې زما د نه توجه او بې پروایي پر مهال راته وویل: "ډېر په زړه سخت یې ... " خو اوس هغه سخت زړه د دې د غمونو او یادونو له درده ورو ورو اوبه کیږي.
خبره هله سخته او وخت تریخ سو، کله چي ناروغ سوم، دا مهال به مي ته وا څومره هغه له میني ډک لاسونه یادېدل او پر زړه اورېدل چي زه به ئې ناروغي کي په زیات اخلاص او مینه مینه پاللم، هغه به زما په ناروغي کي تر سهاره راسره ويښه وه، تر څو به روغ رمټ سوم، ګواکي هغه زما مېرمن نه بلکي مور وه.
ناروغ هسې هم زړه تنګی یي، خو کله چي افغان نارینه ناروغ سي او مقابل یې خپله مېرمن وي؛ نو له زړه تنګي سره یې بداخلاقي څو چنده سي، یو وخت ئې له یوې سختي ناروغۍ د رغېدا شپو ورځو کي راته وویل: سړیه! په ناروغي کي ډېره غوسه درته ښه نه ده او نه ډېري خبری. بیا راته موسکۍ سوه، ول ځوان هلک یې غوسې د بوډاګانو کوې! یعني هغه غوسه او زیاتي خبري ئې زما د روغتیا لپاره ښې ونه بللې! دا چي په هغه غوسه او خبرو به مي د هغې عزة النفس څومره داغلی، ټپلی او دردولی وي؛ د هغه په کیسه کي نه وه، بلکي دا هر څه ئې له پښو لاندي کړي وو او زما د ناروغۍ او دردونو کمېدا او ختمېدا فکر لیونۍ کړې وه.
عجیبه دا وه چي د شته ناروغۍ د درد او کړاو احساس راکي ختم سوی و، د هغې د یادونو درد زور راباندي اچولی و، د کور کوم وګړی به چي راته راغی، زما د اوښلنو سترګو په لیدو به راته خپه سو، نو د ناروغي او دردونو په اړه به ئې پوښتني رانه پیل کړې، خو هغه به خبر نه و چي ما ته مي د ضمیر پولیس لاسونه راتړلي او زما د تل ورکي میني د یادونو په لښتو مي شړقوي.
زموږ هغه یار چي د مېرمني په وفات سره د غمونو او پښېمانیو په ژور سمندر لاهو سوی، هر څوک چي هره کیسه کوي او هره موضوع راپیلوي، دی ئې په لنډه، اغېزمنه او دردمنه سریزه سره پخپله ځوانیمرګه مېرمن پوري نښلوي او تړي! مجلس کي یوه ملګري د خپل مور و پلار پر وفات اسوېلل او ژړل، چي دی ورته متوجه سو، ما ئې د مخ او سترګو کتاب ته په دقت سره کتل. د مخ ګونځي ئې زیاتي سوې، سترګي ئې راډکي او د اوښکو ډنډونه سوې او ناړي ئې په ډېره سختي سره تېرولې، په داسې د ترحم وړ حالت ئې موږ هم د ځان ملګري کړو او لکه په زور ئې د خپل ویر لړلي داستان اورېدلو ته چمتو کړو.
هغه د خپل غم او درد کیسه په داسي سریزه سره پیل کړه: د مور و پلار مړینه د ډېرو لویو غمونو په لومړي کتار کي راځي، د دې دوو لویو خواخوږو په وفات سره سړي ته په بدني او عقلي دواړو لحاظونو ځان ماسوم غوندي ښکاره سي. په دې درانه درد و غم کي که څه هم سړی نږدې شریکان لري، لکه وروڼه، خويندي، ترونه ، عمه ګاني، ماماګان او خاله ګاني، د دوی شراکت په رښتیا غم سپکوي او کنترولوي، خو دلته یو بل "غم شریک" دی، چي په دې درانه غم کي د هغه رول ترټولو زیات مؤثر او اغېزمن دئ.
هغه زیاته کړه: زه به د خپل مور و پلار د وفات پر مهال د خپل ځانګړي غم شریک حالات درسره شریک کړم، دا ځانګړی غم شریک مي زما خدای بخښلې مېرمن وه، هغې به چي زه په دې سخت غم کي لیدلم؛ راته زورېدله به، هغې به په غلا زما څېره څارله، هغې ته زما اخلاقي ټیټوالی معلوم و، ما ته یې د تسلي خبري ډېري نه کولې، بلکي زما په لیدو به ئې اوښکي نه درېدلې، هغې زما په غم شریکي کي زما نه زیاته برخه اخیستله، په دې نیت چي زما غم راسره نیمایي او بالاخر راته سپک کړي او په دې توګه ماته ارام راوبښي.
هغه زیاته کړه: زه مي د مور و پلار کشری او نازولی زوی وم، هغو دواړو ماته دومره مینه راکړې وه چي په وفات سره ئې زه غوټ مات سوم، زما د زړه دا بې رحمه ماتېدنه زما ځوانیمرګي تر بل هر چا په ښه توګه درک کړې وه، ځکه به هر وخت هغه زما مخ او څنګ ته د شفقت، خواخوږي، زړه سواندي او ترحم لوی او دنګ غره په څېر اوسېدله! نو زما د دې درانه غم پر مهال، د هغې اوښکي او اسوېلي زما مات زړه ته تب او پټۍ ګرځېدلې وو، چي زه یې دلاسه کولم او ارامولم.
نور بیا...
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۲ کال.
www.taleemulislam.net