تازه سرليکونه
د (اولياء کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام الأولیاء سید عبدالقادر جیلاني رح لس وصیتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2022
  0

لیکنه: عبدالرحیم راشد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د مجاهدې او محاسبې د خاوندانو لپاره ، ددې صفاتو په پیدا کېدلو انسان سترو منازلو ته رسېږي.

 

۱-  د الله جل جلا له په پاک نوم قسم مه کوئ، احتیاط کوئ، چي په سهوه هم د الله جل جلا له په نوم قسم ونه کړئ، له دې عادت سره الله تعالی د انسان پر زړه د أنواراتو یوه دروازه خلاصوي، چي درجې به مو لوړي او اراده به مو کلکه سي.

 

۲- درواغ مه وایاست، په ګپو او خندا کښې هم درواغو ته ځای مه ورکوئ، له دې امله به مو الله تعالی سینه خلاصه کړي او علم به مو زیات سي.

 

۳- ژمني پوره کوئ، پایله به يې دا سي، چي د سخا او حیا مرتبو ته به پرې ورسېږئ.

 

۴- د الله تعالی پر مخلوق لعنت مه وایاست، د نېکانو او صادقانو همدا اخلاق وه، پایله به يې دا سي، چي الله تعالی به مو ساتنه کوي او له بدو اخلاقو به مو ژغوري.

 

۵- چا ته ښرا مه کوئ، د ظلم او زور زغمل په صبر کوئ، نتېجه به يې دا وي، چي په عامو خلکو کي به مو  مینه او محبت زیات سي.

 

۶- قبلې ته لمونځ کوونکی کافر، مشرک او منافق مه بولئ، په دې کي د نبوي سنتو پیروي ده او په همدې سره انسان په الهي علم کي له مداخلې ځان ساتي، په نتېجه کي به یې له الهي عامه رحمت څخه تاسو ته هم هم لویه برخه په نصیب سي.

 

۷- ښکاره ګناه وي که پټه، ځان ترې ساتئ، پر خپلو اندامونو هم پام کوئ، په نتېجه کي به مو پر زړه او اندامونو ژر مثبت اغېز څرګند سي.
 
۸- د خپلي روزي پېټی پر نورو مه اړوئ، دا عادات تاسو ته د أمربالمعروف او نهي عن المنکر ښه زمینه برابروي، په دې کي پوره انساني عزت پټ دی او په دې سره پر الله تعالی د اعتماد او باور صفت نور هم پوره کیږي.

 

۹- له انسانانو هیڅ ډول تمه مه کوئ، عزت، ښه باور، پوره توکل، تقوا او زهد په همدې کي نغښتي دي.

 

۱۰- هر وخت خاکساري او تواضع کوئ، دا  ټولو طاعاتو ته شامل دي، په دې سره مو منازل او مرتبې لوړېږي، دا پوره تقوا ده او د صالحینو مرتبو ته رسېدل یوازي په همدې سره شونې ده .

 

مأخذ : تاریخ المشاهیر ، ۱۲۱ او ۱۲۲ صفحه .


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته