لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
موسیقي په اسلام او ساینس کي
(۲۷)
د موسیقۍ په هکله معتدله پرېکړه
حرامه غناء
۱: ټول هغه غزل چي د لهو لعب لپاره وي او نه دُنیوي ګټه پکښې وي او نه اُخروي، دا ټول حرامه ده، که د موسیقۍ د آلاتو سره وویل سي او که بغیر د آلاتو وي.
۲: د موسیقۍ د ټولو آلاتو استعمال که تنها استعمال سي او که غزل ورسره وي دا ټول حرام دي.
۳: ټول هغه غزل چي د واجبو د پرېښودلو سبب ګرځي او فحشاء ته بلنه پکښې وي او خپله فاحشتوب، بربنډتوب، ناجائزو کړنو او منکر ته بلنه او میلان پکښې وي دا ټول حرام دي.
۴: موسیقي خپل کسب ګرځول، د موسیقۍ آلات جوړول یا ترمیمول او خپل د ژوند د رزق سبب ګڼل دا ټول حرام دي.
مباح غناء
داد د یو انسان په پخپل اواز او ترنم کي هغه اشعار دي چي نه موسیقي پکښې سته او نه د موسیقۍ سره مشابهت لري دا جائز دي خو د لاندي شرطو سره:
۱: ددې اشعارو د ویلو څخه به لهو و لعب نه وي بلکي د صحیح موخو لپاره به وي، لکه وحشت، جهل او نورو ناوړو افعالو له منځه وړل.
۲: په اشعارو کي به ناجائر الفاظ ، ناجائزي موخي او احساسات نه وي.
۳: دغه اشعار یا ترانې به یو څوک داسي نه وايي چي خپل کسب یې وګرځوي او نور د ژوند ټول مقصدونه ورڅخه پاته وي.
۴: اشعار ویونکی به ښځه او بې ږیري څوک نه وي.
دغه پورتني صورتونه د ټول امت د علماء په اجماع سره مباح دی.( اسلام اور موسیقی، ص: ۲۷۵، ۲۷۶/ مفتی اعظم محمد شفیع رح )
یادونه: د مرغانو اوازونه په موسیقۍ کي نه راځي.
نور بیا...
www.taleemulislam.net